احسان الله عمر 𝓔𝓱𝓼𝓪𝓷𝓾𝓵𝓵𝓪𝓱 𝓸𝓶𝓪𝓻 retweeted
د پاکستان د جمیعت علمای اسلام ګوند مشر له تېرې څو ورځې راهیسې په کورني بند کې دی.
احسان الله عمر 𝓔𝓱𝓼𝓪𝓷𝓾𝓵𝓵𝓪𝓱 𝓸𝓶𝓪𝓻 retweeted
د دې بدنيتې کم نظرې زمانې له قصده
جانانه بيا دې بلا واخلم صدقه دې شمه
احسان الله عمر 𝓔𝓱𝓼𝓪𝓷𝓾𝓵𝓵𝓪𝓱 𝓸𝓶𝓪𝓻 retweeted
د #بادغیس ولایت دبزګرانوفریاد باید واورېدل شي!
د «کشفکو» په نوم آفت د خلکو ونې او کرنیز حاصلات ګواښي. له اړوندو مسؤلینو غوښتنه کوو چې د دې ستونزې د حل لپاره عاجل اقدامات وکړي.
احسان الله عمر 𝓔𝓱𝓼𝓪𝓷𝓾𝓵𝓵𝓪𝓱 𝓸𝓶𝓪𝓻 retweeted
له تبلیغاتو تر نیابتي جګړې؛ د افغانستان پر ضد د پاکستان پوځي رژیم سیاست
په دې ویډیو کې د پاکستان پوځي رژیم سیاست، د نیابتي ډلو د ملاتړ په تړاو د افشا شویو مهمو شواهدو، د دغه نیابتي سیاست د پایلو او د افغانستان دریځ او د ستونزو د حل لارو بېلابېل اړخونه تر بحث او څېړنې لاندې نیول شوي دي. همدارنګه د دغو سیاستونو شالید او موخې څېړل شوي.
#هندوکشغږ
احسان الله عمر 𝓔𝓱𝓼𝓪𝓷𝓾𝓵𝓵𝓪𝓱 𝓸𝓶𝓪𝓻 retweeted
د بادغیس ولایت ده معارف رئیس مولوی صدیق الله محسن حفظه الله تعالی ❣️
۲۰۱۱ کال پلچرخي زندان د امريکايانو څخه و داخلي ګوډاګيانو ته د تسليمی د وخت انځور
احسان الله عمر 𝓔𝓱𝓼𝓪𝓷𝓾𝓵𝓵𝓪𝓱 𝓸𝓶𝓪𝓻 retweeted
د فرمانونو د اغېزو څېړلو په اړه علمي - څېړنیز کنفرانس کې، د عالیقدر امیرالمؤمنین شیخالاسلام حفظهالله تعالی وینا.
احسان الله عمر 𝓔𝓱𝓼𝓪𝓷𝓾𝓵𝓵𝓪𝓱 𝓸𝓶𝓪𝓻 retweeted
همدا اوس د کابل په کنفرانس کې د اسلامي امارت زعیم عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی وینا لري.
همین اکنون در کنفرانس کابل، زعیم امارت اسلامی عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی سخنرانی دارد.
احسان الله عمر 𝓔𝓱𝓼𝓪𝓷𝓾𝓵𝓵𝓪𝓱 𝓸𝓶𝓪𝓻 retweeted
هندوکش غږ ته په رسېدلو څو غږیزو او ویډیویي کلیپونو کې لیدل کېږي، چې د شر او فساد اړوند متحدې جبهې مشر سمیع سادات له خپل افغانستان مېشتي قومندان الله داد فدایي سره په خبرو کې د ازادۍ او مقاومت جبهو مشران او غړي بېظرفیته او کمزوري کسان بولي. د نوموړي په وینا، یادې جبهې مشخصه رهبري نه لري او مشران یې بېزړه او ډارن دي.
سمیع سادات د ازادۍ خیالي جبهې پر کړنو هم نیوکه کوي او غړي یې بېعقله کسان بولي. نوموړی وایي، یادې ډلې بېمورده پردي زامن استخدام کړي او په نورستان کې د افغان امنیتي ځواکونو له کمین څخه هم خبر نه وو.
بلخوا، د شر او فساد اړوند متحدې جبهې افغانستان مېشتي قومندان الله داد فدایي هم له سمیع سادات سره په خبرو کې د د امرالله صالح په مشرۍ د زرغون بهیر او یاسین ضیاء په مشرۍ ازادۍ جبهې پر فعالیتونو نیوکه کړې ده. د نوموړي په خبره، یادې ډلې یوازې د خپلو محدودو او نمایشي ډزو ویډیوګانې جوړوي او د پام وړ کوم فعالیت نه لري.
#هندوکشغږ
احسان الله عمر 𝓔𝓱𝓼𝓪𝓷𝓾𝓵𝓵𝓪𝓱 𝓸𝓶𝓪𝓻 retweeted
ده ګران محبوب مشر مولوی صدیق الله محسن صاحب حفظه الله ده معرفت غوڼدی
لڼده ویډیو په ایډیټ شوی بڼه ..
🥰
احسان الله عمر 𝓔𝓱𝓼𝓪𝓷𝓾𝓵𝓵𝓪𝓱 𝓸𝓶𝓪𝓻 retweeted
کابل کې د (ستر پهلوان) په نوم د غيږ نيونې او کشتي نړيوالې لوبې دي، افغان پهلوان ادريس خپل پاکستاني حريف ته ماته ورکړه.
احسان الله عمر 𝓔𝓱𝓼𝓪𝓷𝓾𝓵𝓵𝓪𝓱 𝓸𝓶𝓪𝓻 retweeted
د الله داد فدایي اعترافات او څرګندونې
هندوکش غږ د الله داد فدایي چې د سمیع سادات له لوري په نورستان کې جګړې ته هڅول شوی و او اوسمهال په بند کې دی، د اعترافاتو تازه ويډيو ترلاسه کړې ده.
الله داد فدايي اعتراف کوي چې د افغان حکومت له واک ته رسېدو وروسته یې سولهييز او پرته له کومې ستونزې ژوند کاوه او ايران ته له تګ وروسته بېرته د تماس کميسيون له لارې هېواد ته راستون شو.
نوموړی زياتوي، چې هېواد ته له راستنېدو وروسته د متحدې جبهې مشر سميع سادات له لوري ورسره اړيکه ونيوله او په نورستان او لغمان ولايتونو کې یې د ځينو ورانکارو فعاليتونو د ترسره کولو پلان درلوده.
فدايي وايي چې سميع سادات پاکستان ته د ورتګ بلنه ورکړې وه او ورته يې ویلي و چې دی هم پاکستان ته راځي.
فدایي همدا راز وايي، سميع سادات که اوس له ده سره د اړيکو نه درلودلو خبره کوي؛ خو په داسې حال کې چې په تېره اکتوبر مياشت کې یې د سادات په لارښوونه او امکاناتو د نورستان په منډول ولسوالۍ د يوه پراخ بريد او تصرف کولو پلان درلوده.
فدايي همدارنګه، د پاکستان سره د اړيکو نه درلودو په اړه هم د سادات څرګندونې په کلکه ردوي او ټينګار کوي چې سميع سادات د پاکستان په مستقيم ملاتړ فعاليتونه ترسره کوي.
الله داد فدايي، له پخوانيو نظاميانو او ځوانانو غواړي، چې د جبهو او ډلو ټپلو په درواغجنو وعدو تېر نه وځي او په وينا یې د دې جبهو مشران په بهر کې هوسا ژوند لري، خو دلته پردي زامن د افغان حکومت پر ضد بغاوت او جګړې ته هڅوي.
#هندوکشغږ
احسان الله عمر 𝓔𝓱𝓼𝓪𝓷𝓾𝓵𝓵𝓪𝓱 𝓸𝓶𝓪𝓻 retweeted
د متحدې جبهې مشر، سميع سادات: زه خپله دا دی ۴۰ ورځې کېږي چې دلته «پاکستان» کې پروت يم، که ضرورت شو ساحې ته ځم او چې وخت یې راشي خپله هم راځم
د شر او فساد له ډلو څخه، د متحدې جبهې مشر، سميع سادات له خپل افغانستان مېشتي قومندان الله داد فدايي سره په خبرو کې ويلي، چې دی هم له ۴۰ ورځو راهیسې پاکستان کې دی او په خبره یې که وخت يې راشي خپله به افغانستان ته واوړي.
د نوموړي له دې څرګندونو ښکاري، چې سادات تېره اکتوبر میاشت له ډېر وخت راهیسې پاکستان ته راغلی و او غوښتل یې چې د افغانستان دننه د ورانکارۍ يوه لويه پروژه پلې کړي؛ خو امنيتي ځواکونو یې پر وخت مخه نيولې او دی هم بېرته امريکا ته تښتېدلی دی.
سادات پر دې سربېره، له الله داد فدايي سره په مکالمه کې د نورستان د ځينو ولسواليو په تېره بيا د منډول پر نيولو بحث کوي او په خبره یې چې پلان لري کرار کرار ټول نورستان تر کنټرول لاندې راولي.
نوموړی، د خپلو خبرو په دوام وايي، چې جګړه به د نورستان څو بېلابېلو ولسواليو ته انتقال کړي.
#هندوکشغږ
احسان الله عمر 𝓔𝓱𝓼𝓪𝓷𝓾𝓵𝓵𝓪𝓱 𝓸𝓶𝓪𝓻 retweeted
د متحدې جبهې افغانستان مېشتی قومندان، الله داد فدايي سميع سادات ته؛ دا روند سبز او ازادۍ جبهې والا خو چېرته يوه دوه ډزه وکړي، بيا فيلمبرداري ترې کوي او نمایشي کارونه کوي
د سميع سادات د جبهې، افغانستان مېشتی قومندان، الله داد فدايي چې اوسمهال د امنيتي ځواکونو له لوري نيول شوی، په خپل غږيز پيغام کې سادات ته څرګندوي چې دوی به د ازادۍ جبهې او د امرالله صالح د زرغون بهير په څېر د ويډيوګانو لپاره دوه ډزه نه کوي؛ بلکې بنسټيز کار به وکړي.
نوموړی پر آزادۍ جبهې او زرغون بهير نيوکه کوي، چې تبليغاتي او نمايشي کارونه ترسره کوي.
#هندوکشغږ
احسان الله عمر 𝓔𝓱𝓼𝓪𝓷𝓾𝓵𝓵𝓪𝓱 𝓸𝓶𝓪𝓻 retweeted
ستره بریا مو مبارک شه!
له ۱۸ کلونو کم عمره فوټسال ملي لوبډلې د ډاکار په المپیکي سیالیو کې کوربه سېنیګال هیواد ته د ۶/ صفر ګولونو په ستر توپپر ماته ورکړه او نیمه پایلوبې ته یې لار وموندله.
دغه ستره بریا مو مبارک شه او په راتلونکې سیالي کې هم ورته د بریا دعا کووم.


















