Afghanistan broadcaster since 1925. RTA delivers national and international news, insightful analysis, and must-see videos.

Afghanistan
Joined May 2019
ناکامه پروژه مستند👇 دې مستند کې د نورستان ولایت کامدیش ولسوالۍ کې د وروستیو پېښو ټولو جزیاتو ته کتنه شوې ده.
ناکامه پروژه مستند
7
20
5,568
د نن سې شنبې ورځې تاریخ!
2
976
د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف سره په لیدنه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سیاسي، اقتصادي او امنیتي همکاریو پر پراختیا ټینګار کړی. د تسنیم خبري اژانس د راپور له مخې، ښاغلي پزشکیان په سیمه۱/۳
1
1
6
1,529
کې د امریکا پر لاسوهنو نیوکه کړې او ویلي یې دي، چې د دغه هېواد د پوځي اډو شتون د ترینګلتیاوو او بې‌ثباتۍ د زیاتېدو لامل کېږي. هغه همداراز د تلپاتې سولې او امنیت د ټینګښت لپاره د سیمه‌ییزو همکاریو پر پیاوړتیا ټینګار وکړ.۲/۳
1
179
په ورته وخت کې، د روسیې د بهرنیو چارو وزیر هم د ګډو موخو د ترلاسه کولو او په سیمه کې د ثبات او همکاریو د پیاوړتیا لپاره د تهران او مسکو ترمنځ د دوه‌اړخیزو اړیکو پراختیا مهمه وبلله.۳/۳
154
د مزارشریف ښار د ایشاني اماني سیمي سړک د جوړولو چارې د ښاروالۍ په مالي لګښت د یوه خصوصي شرکت له لوري پر مخ وړل کېږي چې په چټکۍ سره روانې دي.
2
822
د فراه ولایت امنیتي ځواکونو پر خپل وخت د اقدام په پایله کې، په هرات ولایت کې یو تن غل نیولی او ټولې غلا شوې ۳۲.۲ میلیونه پاکستانۍ کلدارې یې بېرته د پیسو خاوند ته سپارلې دي. د کورنیو چارو وزارت وايي، دغه پیسې د یوه سوداګر وې، چې۱/۲
1
3
623
غوښتل یې له هرات څخه نیمروز ولایت ته یې ولېږدوي؛ خو د فراه ولایت په اړوند مسیر کې غلو د هغه مخه نیولې او پیسې یې ترې غلا کړې وې. د یاد وزارت په وینا، د نورو غلو د نیولو هڅې لا هم روانې دي.۲/۲
160
د مزاشریف ښار د سرسبزۍ پروژه د یاد ښار د ښاروالۍ له لوري د ۱۶ میلیونه افغانیو په لګښت پلې کېږي.
1
3
850
کابل کې د سویلي او لویدیځو ولایتونو لپاره د جوړېدونکي ترمینل چارې ۷۲سلنه پر مخ تللې دي.
4
41
1,883
پکتیا کې د یوې همکارې ادارې په مالي مرسته سل تنو بې روزګارو ځوانانو ته د کار زمینه برابره شوه.
4
37
2,407
د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې پلاوې په اندونیزیا کې د اسلامي امارت سفیر سعدالله بلوچ سره کتلي.
2
4
1,685
د فراه ولایت په پشت کوه ولسوالۍ کې د ۳۵۰زره امریکايي ډالرو په لګښت یو چېکډم ګټې اخیستنې ته سپارل شوی دی.
7
1,767
په کابل کې د زندانونو چارو د تنظیم ادارې له لوري د بندیانو د ښوونیزو او رونیزو پروګرامونو د ښه تنظیم سیمینار پای ته ورسېد.
2
1,377
د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې او افغانستان لپاره د دې سازمان د مرستندوی پلاوي مشرې د بهرنیو چارو له وزیر سره کتلي.
10
1,754
د شاتوت بند د اوبو رسولو پروژې اقتصادي او ساحوي سروې په یوولسو ناحیو کې پیل شوې ده.
5
26
2,057
هغه ۱۲ کلن ماشوم چې دوه میاشتې وړاندې د کندوز له دشت ارچي ولسوالۍ څخه تښتول شوی و د تښتونکو له منګولو ژغورل شوی دی.
4
1,669
د عامې روغتیا وزارت له لوري د عامه پوهاوي غونډه ترسره شوه.
2
1,573
د کابل او یو شمېر ولایتونو د هوا حالات.
1
1,888
د غزني په قره‌باغ ولسوالۍ کې د یوه ښوونځي لپاره ودانۍ جوړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.
6
2,003
په پکتیا کې له ۳ زرو څخه زیاتو بزګرانو ته اصلاح شوي تخمونه وېشل شوي دي.
8
2,154