پاکستان له افغانستان سره د لارو په تړلو څه ترلاسه کړل؟ ایا اسلاماباد خپل امنیتي او سیاسي هدفونه ترلاسه کړي، که نه، دواړو هېوادونو ته یې درانه اقتصادي زیانونونه اړولي دي؟ د پاکستان او افغانستان د سوداګرو د ګډې خونې له مشر خان جان الکوزي سره ځانګړې مرکه
youtu.be/H_Olu8RvkBk?is=DWax…
ولې پوتین فکر کاوه چې اوکراین جګړه به ژر پای ته ورسېږي، خو جګړه په یوه اوږده نړیواله لانجه بدله شوه؟ د روس او ناټو ترمنځ د سیالۍ تاریخي ریښې چېرته دي؟ په ویښ فکر کې له ډاکټر سرور مندوخېل سره، چې شاوخوا ۴۰ کاله یې په اوکراین کې تېر کړي.
youtu.be/S5ca9bSjMHM?is=0Raq…
په پښتو کې د خپلې خوښې سندره جوړه کړئ.
ایا غواړئ خپل یا د بل چا شعر د خپلې خوښې په موسیقۍ او غږ کې په پښتو سندره بدل کړئ؟ د ویښ فکر په دې خپرونه کې د مصنوعي ځیرکتیا پوه حنیف الرحمن درته په عملي ډول لارښوونه کوي.د ویښ فکر یوټیوب چینل سبسکرایب کړئ.
youtu.be/AmlkuhhPSSo?is=HrN0…
د پښتنو سیاسي ګوندونه ولې خپله ژبه په خپلو تنظیمي چارو او ټولنیزو رسنیو کې "کمه" استعمالوي؟ دا چلند د پښتو پر راتلونکي څه اغېز لرلای شي؟ په "ویښ فکر" کې له څېړونکي،ډاکټر سمیع الدین ارمان سره د ژبې، سیاست او شناخت پر همدې مهمو اړخونو خبرې کوو.
بشپړه خپرونه پر یوټیوب چینل وګورئ
د پښتنو سیاسي ګوندونه ولې خپله ژبه په خپلو تنظیمي چارو او ټولنیزو رسنیو کې "کمه" استعمالوي؟ دا چلند د پښتو پر راتلونکي څه اغېز لرلای شي؟
په "ویښ فکر" کې له سمیع الدین ارمان سره د ژبې، سیاست او شناخت په اړه خبرې شوې دي.
بشپړه خپرونه پر یوټیوب وګورئ
youtu.be/nxkh_W0y8hI?is=jhTS…
ایا د اروپايي هېوادونو زوال پیل شوی دی؟
اروپا کې د ښيلاسو ګوندونو پیاوړي کېدنې، د کډوالو ضد سخت دریځونه او قانوني اقدامات، د اوکراین جګړه او له امریکا سره خراب تعلقات د دې هېوادونو راتلونکی له جدي پوښتنو سره مخ کړی دی. له رفیعالله کاکړ سره پاډکاسټ
youtu.be/p3FF5SDyExk?is=4RJo…
د تحریک انصاف د خیبر پښتونخوا د معدنیاتو وزیر اندېښنه څرګندوي چې ښايي مرکزي حکومت د “ترهګرۍ ضد جګړې”په پلمه د صوبې پرمعدنیاتو قبضه وکړي. مرکزي حکومت دا اندېښنې بې ځایه ګڼي.د عارف احمدزي بشپړه مرکه د ویښ فکر پر یوټیوب چینل وګورئ چې پکې هغه د معدنیاتو په حواله ځینې نوې خبرې کړې دي
د تحریک انصاف د خیبر پښتونخوا د معدنیاتو پخواني وزیر عارف احمدزي له ویښ فکر سره په ځانګړې مرکه کې په صوبه کې د ګورنر راج او ایمرجنسۍ نافذیدو په تناظر کې د صوبې معدنیاتو په اړه ځینې نوي “حقیقتونه” بیان کړي دي. بشپړه مرکه وګورئ.
youtu.be/lQu62_ysALE?is=9_fY…
کریپټو؛ ګټه که دهوکه؟
کریپټو کرنسي څه ده، خلک څنګه پکې د دهوکو ښکارېږي او څنګه خپلې پیسې له ممکنه زیانونو خوندي کولی شي؟ د ویښ فکر په دې پاډکاسټ کې د مصنوعي ځیرکتیا له پوه، حنیف الرحمن سره د کریپټو د کاروبار، دهوکو او د ځان ساتنې پر لارو خبرې کوو.
youtu.be/GgE6ZocXHNg?is=OB4l…
پښتون سیاستوال افراسیاب خټک له ویښ فکر سره په مرکه کې دعوه کړې، په خیبر پښتونخوا کې د ګورنر راج او بیړنۍ حالت د قبایلي سیمو د معدنیاتو دوړلو او په افغانستان کې دپاکستان د نوو هڅو په تناظر کې لګول شوي. خو د پاکستان مرکزي حکومت دا تورونه ردوي. بشپړه مرکه د ویښ فکر پر یوټیوب چینل
خیبر پښتونخوا کې د مرکزي حکومت لخوا د ګورنر راج او بیړني حالت لګولودلاملونه په اړه د ملي جمهوري غورځنګ یو مخکښ افراسیاب خټک له ویښ فګر سره په مرکه کې د پخوانۍ فاټا په خیبر پښتونخوا د ګډولو په اړه وویل، د ضم کولو یوه وجه د پي ټي زور ماتول وو. بشپړه مرکه د ویښ فکر پر یوټیوب چینل
په خیبر پښتونخوا کې د اېمرجنسي او ګورنر راج لګېدو تر شا څه دي؟ ایا دا د تحریک انصاف او مرکزي حکومت ترمنځ سیاسي اختلاف دی، که د پښتنو سیمو د راتلونکي لپاره د یوې پراخې ستراتیژۍ برخه؟ د ویښ فکر د ملي جمهوري غورځنګ له مخکښ افراسیاب خټک سره مرکه.
@a_siab
youtu.be/qXFoGz62fRc?is=DUHb…
د ژورنالیزم استاد ډاکټر فیض الله جان وايي،په پاکستان کې واکمنان د رسنیو ژبه کنټرولوي او داسې اصطلاحات پرې تپي، چې نه یوازې د ژورنالیزم له اصولو سره په ټکر کې دي، بلکې د د شویو اقداماتو د منفي اغېز انځور هم بدلوي. بشپړ پاډکاسټ د ویښ فکر پر یوټیوب چینل وګورئ.
خبر که بیانیه؟ په پاکستان کې د رسنیو ژبه د چا په واک کې ده؟
ایا په پاکستان کې د پوځ او نورو واکمنو لخوا د رسنیو پر ژبه او اصطلاحاتو اغېز د خلکو پر فکرونو او د پېښو پر درک بدلون راوستلای شي؟ د ویښ فکر له ډاکټر فیض الله جان سره پاډکاسټ
@faizjan
youtu.be/Te990a70aE4?is=kgYD…
د ویښ فکر د مصنوعي ځیرکتیا په دې پاډکاسټ کې د مصنوعي ځیرکتیا پوه حنیف الرحمن درته ښووي چې څنګه له چېټ بوټونو څخه کره، ګټور او اړوند معلومات ترلاسه کړئ.
که غواړئ AI په سمه او اغېزمنه توګه وکاروئ، دا ویډیو تر پایه وګورئ چې لینک یې أه کمنټ کې دی.
youtu.be/7xAJ1WAF_7k?is=c7zG…
لندن مېشت خبریال قاسم خان مندوخېل د برتانیا د لېبر پارټۍ کانګرې ته ورغلی وو او د خپلې تجربې پر اساس د غربي سیاسي ګوندونو او د پښتنو د سیاسي ګوندونو د کانګرو ترمنځ مهم توپیرونه بیانوي. د ویښ فکر پاډکاسټ وګورئ او چینل سبسکرایب کړئ.
youtu.be/WYBK__rkqcI?is=cU3k…
دا نثري نظم مې د ۲۰۲۳ د نوي کال په شپه لیکلی وو. هغه وخت مصنوعي ځيرکتیا ایله په دې نړۍ کې سترګې غړولې وې. د ویښ فکر لپاره پر ادب او هنر د مصنوعي ځيرکتیا د ژور اغېز په اړه له څېړونکي ډاکټر برکت شاه سره پاډکاسټ کې شامل کړی وو. د خدای نور ناصر مننه چې په خپل ږغ کې یې ریکارډ کړ.
AI اوس شعر، کیسې او ناولونه هم لیکلای او موسیقي کمپوزولای شي؛ هغه کارونه چې موږ تر دې مخکې د انسان د احساس، تجربې، درد او تخیل نړۍ ګڼله.
خو ایا مشین رښتیا هم تخلیق کولی شي، که یوازې د انسان د تخلیق تقلید کوي؟
له ډاګټر برکت شاه سره دا پوښنې بحث شوي.
youtu.be/0iUWNeQXKk0?is=U-Sj…
د پښتونخوا مېپ یوه مخکښه وړانګه لوڼۍ وایي،پښتنې اوسمهال په سیاست کې برخه اخلي، خو په وینا یې په فیصلو کې نه پوښتل کېږي. هغې له ویښ فکر سره په پاډکاسټ کې د ښځو په سیاست کې د ګډون پر ارزښت او هغوي ته پر ورپېښو ستونزو خبرې کړې دي. بشپړ پاډکاسټ د ویښ فکر پر یوټیوب چینل وګورئ.
دا مرکه مې د زړه په غوږو واورېدله او په اوښکلنو سترګو وکتله. د تورپېکۍ او ضیاوالدین یوسفزي درد مې د یاد په رګونو کې بهېږي. تورپېکۍ د ملالې یوسفزۍ مور نه، بلکې د پښتون وطن د کلیوال ژوند د ښځو د ژوند انځور ده، د خپلې خاورې له رېښو د زېږېدلي پوهې بېلګه ده.
youtu.be/SxJk4b3k-dg?is=85iS…
