
To Promote Humanism, Enlightenment, and Human Prosperity. Follow @INSANmagazine
Toronto, Canada
Joined October 2013
- Tweets429
- Following4
- Followers1.6K
- Likes155
د افغانستان پر تاریخ د لېکچرونو د لړۍ درېیمه برخه د اسلامي پوهې او فکر په بډاینه کې د افغانستان په تاریخي ونډه خبرې کېږي.
د مخامخ ګډون لپاره د لاندې لینک له لارې نوملیکنه وکړئ او د راتلونکو بحثونو او لېکچرونو څخه د مالوماتو په خاطر د @INSANtalks پاڼه تعقیب او خوښه کړئ
افغانستان په مختلفو او ګڼو تاریخي دورو کې، د اسلامي تفکر او پوهې په ایجاد، لکه په دیني الهیاتو، فلسفې، فقې، او اسلامي دیني تعلیمي نظام په نقش او نظم کې ژوره او تلپاتلې ونډه اخیستې ده. د اتمې زېږېدیزې پېړۍ د ستر محدث امام ابو حنیفه برخه د ځانګړې یادونې وړ ده چې نه یوازې د منځنۍ او جنوبي آسیا بلکې د ټولې اسلامي نړۍ په مختلفو برخو کې یې د سني مذهبو ټولنو د منطق، حقوقو، او اسلامي فقې بهیر متأثره کړ. د نهمې میلادي پېړۍ د ابو داود السیستاني چې په لرغوني سیستان کې زېږېدلی و او د همدې عصر بل ستر عالم الفارابي، د لسمې او یولسمې پېړۍ ابن سینا، د یولسمې پېړۍ ابو ریحان البیروني چې په غزني کې وفات شو، د دیارلسمې پېړۍ مولانا محمد جلالالدین بلخي، او د لسګونو نورو علماوو، مفکرینو، پوهانو، او فاضلانو چې د اوسني افغانستان له بلخ څخه تر قونیې، او له غزني څخه تر دهلي پورې مېشت او پاییدلي ول، د اسلامي تفکر، پوهې، فلسفې، او الهیاتو باندې بېسارې اغېزې درلودې.
د افغانستان تاریخ په اړه د لېکچرونو په درېیمه برخه کې په همدې موضوع خبرې کېږي. د مستقیم ګډون لپاره د لاندې لینک له لارې نوملیکنه وکړئ:
us06web.zoom.us/meeting/regi…
افغانستان در دورههای مختلف و متعدد تاریخی، سهمی ژرف و ماندگار در شکلگیری و توسعهٔ اندیشه و معرفت اسلامی، بهویژه در عرصههای الهیات دینی، فلسفه، فقه و نظام تعلیمی دینی اسلام ایفا کرده است. نقش برجستهٔ امام اعظم ابوحنیفه، محدث بزرگ قرن هشتم میلادی، شایان توجه ویژه است؛ شخصیتی که نهتنها در آسیای مرکزی و جنوبی، بلکه در بخشهای گستردهای از جهان اسلام، روند منطق، حقوق و فقه اسلامی جوامع سنیمذهب را بهگونهای بنیادین متأثر ساخت.
همچنین ابوداوود السیستانی از قرن نهم میلادی که در سیستان باستان زاده شد، فارابی از اندیشمندان بزرگ همان عصر، ابنسینا در قرون دهم و یازدهم میلادی، ابوریحان البیرونی از قرن یازدهم که در غزنه وفات یافت، مولانا محمد جلالالدین بلخی در قرن سیزدهم میلادی، و دهها عالم، متفکر، دانشمند و فرهیختهٔ دیگر که از بلخ تا قونیه و از غزنه تا دهلی زیسته و بالیدهاند، تأثیرات بیبدیلی بر اندیشه، معرفت، فلسفه و الهیات اسلامی برجای گذاشتهاند.
برای اشتراک مستقیم در لکچر سوم سلسله لکچرهای تاریخ افغانستان، از طریق لینک زیر ثبت نام کنید:
us06web.zoom.us/meeting/regi…
د انسان مجلې د نهمې او لسمې ګڼې لپاره زموږ پېژندنه او بلنه لاندې ولولئ:
insanmag.com/article/225
درنو لوستونکو؛
وړمه ورځ د نومبر ۲۲مه د معزز افغان روڼاندي علامه محمود طرزي ۹۳م تلین و او نن د نومبر ۲۴مه د افغانستان د ویاړلې ملکې ثریا طرزي د زوکړې ۱۲۶مه کلیزه ده. د دې دواړو ځانګړو او مهمو مناسبتونو سره هممهاله د انسان مجلې په وروستۍ اتمه ګڼه کې د خپلې کړې ژمنې چې د یادې خپرونې دویمه دوره به د نویو ټیکنالوژیکو تحولاتو په رڼا کې بشپړې ډیجیټل بڼې ته انکشاف کوي هم پوره کوو چې له ښهمرغه د خپلو رضاکارو همکارانو او ایډیټرانو په همکارۍ وتوانیدو چې دغه ژمنه پوره او د مجلې ټوله بڼه الکترونیکه کړو چې په لاندې لینک کې یې کتلی شئ.
insanmag.com/
په دې نوې نسخه کې زموږ درېواړه خپرنیز استقامتونه یانې فصلنامې، دفترونه، او داستانونه په لا زیات شفافیت سره موندلی او لوستلی شئ. دا ځل په لومړي وار د مجلې دې نوې نسخې ته د مندرجاتو په نوم د اعلامو او مفاهیمو یو لېست ور زیات شوی دی چې ټوله خپره شوې محتوا په کې په موضوعي بڼه په ډېره اسانۍ او وضاحت سره تشخیص او مطالعه کولای شئ. د دې تر څنګ هره اوږده او څېړنیزه مقاله خپل فهرست لري چې کولای شئ د لیکنې تر مطالعې وړاندې هغه لړلیک مطالعه او د محتوا په اړه یې له وړاندې پوه شئ. ګڼې نورې نوې زیاتونې هم په کې شته چې خپله یې موندلی شئ.
موږ خوشحاله کېږو چې له هرې ممکنې لارې ستاسې نظرونه، وړاندیزونه، او نیکې پیرزوینې هم ترلاسه کړو. د مجلې ځانګړې اېکسپاڼه له دې ځایه وڅارئ.
xitter.cf/InsanMagazine
د فکر، فرهنګ، او معرفت د پرمختیا لپاره خپله تلپاتې ژمنه بیا تکراروو او په افغان وطن کې د فکر او عقیدې د آزادۍ لپاره خپلو دایمي هڅو ته دوام ورکوو.
insanmag.com/
سلامونه،
په داسې یو عصر کې چې په وطن او له وطن سره په تړلې ټوله نړۍ کې د خبرو او نظریاتو د بیان او ارایې اخلاقي او نظري معیارونه ډېرې ټیټې کچې ته ښکته شوي. دا چې خلک پرته له ځنډه پر یو بل بلوسي او له کینې او غوسې ځان نشي ساتلی، آرامې او منطقي خبرې جدي او مهمه اړتیا ده. «انسان» ویاړي چې د خپلو پخوانیو مجلسونو او غونډو یوه مدونه ټولګه او نوې تګلاره خپروي. دا د انسان د بحثونو او لیکچرونو یو ځانګړی نوښت دی چې تر هر څه مخکې د نظر او فکر د بیان لپاره اخلاقي فضیلت تر ټولو مهم ګڼي.
د انسان ټاکس په دې فوروم کې چې موږ یې د روشنفکرانه پلټنې یو چارچوب بولو، د نوې نړۍ او زاړه دوران مسایلو، پېښو، خبرو، او ویناوو ته چې وکولای شي هم د پوهې د خپرېدو باعث وګرځي او هم د ټولیزو پرېکړو لپاره زمینه خلق کړي، رامنځته شوی دی.
د انسان د بحثونو او لیکچرونو د دې نوښت لپاره همدا لاندې ویبپاڼه وڅارئ چې په درېیو ژبو؛ پښتو، دري او انګلیسي جوړه شوې ده. تاسې دممهال په دې ویبپاڼه کې یو شمېر پخواني مجلسونه، بحثونه، او لیکچرونه چې زموږ د پخوانیو لسګونو غونډو یوه برخه ده په یوه تعریف شوې بڼه کې کتلی شئ. ټولې ناخپرې غونډې او ورسره تړلي جزییات به یې په راروانو ورځو کې بشپړ خپاره شي.
د نویو او را روانو مجلسونو او غونډو لپاره د همدې ویبپاڼې له لارې په خبرپاڼه کې ګډون وکړئ او د همدې نوښت ځانګړی ایکس اکاونټ @INSANtalks تعقیب او وڅارئ.
د همدې نوښت او ورسره د نورو چارو په اړه د هر ډول نظر، مشورې، وړاندیز، او خبرو لپاره د «انسان» دروازه پرانیستې ده. موږ ډېر خوشحاله کېږو چې د خپلو لوستونکو، اورېدونکو، او لیدونکو نظریات واورو او د هغوی د نظریاتو له مخې خپلې چارې تنظیم او تدوین کړو.
مننه
insantalks.com/
#نوروځ د افغانانو لرغونی اریایي میراث دی او دا ورځ پر نیستۍ د غلبې او د ژوند او طبیعت نوی پيل دی.
هیله لرو چې دا ورځ په وطن کې د افغان پسرلي پيلامه شي؛ او د افغان وطن او څېرمه ټول ملتونه چې دا ورځ لمانځي د ټولو په ژوند کې د مینې، درناوي، دوستۍ، او صمیمت باعث وګرځي.
په سیمه او ټوله نړۍ کې د ورورولۍ او سولې په هیله
نوی کال او نوروځ مبارک
د ښځو نړیواله ورځ او د افغان مېرمنو تاریخي بدمرغي
د مارچ اتمه ۲۰۲۵
پر افغان مېرمنو د ۲۰۲۵ کال د ښځو نړیواله ورځ په داسې حال کې رارسیږي چې دوی تر طالباني جبر لاندې دي. دا محکومیت او ظلم یوازې پر دوی د طالبانو له لوري په ظالمانه او متحجرانه پالیسیو پورې محدود نه دی، بلکې افغان مېرمنې له تاریخي پلوه له تلپاتې جبر او تکلیف سره مخ دي.
پر افغان مېرمنو د ژوند، چاپیریال، کار، او مناسباتو په تړاو د جبر ښه هینداره د پښتني مېرمنو له لوري په ویل شوو لنډیو کې دی چې ترې ښکاري، دوی څومره په تاریخي لحاظ د کورنۍ، ټولنې، دین، او بازار تر فشار لاندې اوسېدلې او پایېدلې دي.
«انسان» د افغان مېرمنو د تاریخي مقاومت او د دوی د تلپاتې زغم او د جبر پر وړاندې د اواز اوچتولو ستاینه کوي او د دوی د ريښتینو خواخوږو له لوري د مرستې او لاسنیوي د اړتیا غږ اوچتوي.
5
118
تحول گفتمان در افغانستان
ویدیویی کامل دومین جلسۀ کنفرانس سالانۀ مجروح | ۱۲ فبروری ۲۰۲۵
youtu.be/dtn9z7tfJL4?si=KpVk…
سانسور او د فکر ازادي
د مجروح کلني کنفرانس د لومړنۍ غونډې بشپړه ویډیویي بڼه
youtu.be/J3J6SIZCBxg?si=P4I5…
2
115
تحول گفتمان در افغانستان
بررسی نبود تبادل نظر علمی و تأثیرات فرار نخبهگان
در حاکمیت کنونی طالبان، گفتمان علمی تقریباً بهطور کامل از بین رفته است. پوهنتونها و مکاتب به مکانهایی مملو از ترس و سکوت تبدیل شدهاند. محدودیتها بر آزادی بیان و محرومکردن زنان از آموزش، فرهنگ یادگیری و تبادل نظر آزاد را به شدت آسیب رسانده است. استادان و محصلین که زمانی محور اصلی پیشرفت علمی بوده اند، اکنون با مشکلات جدی روبهرو هستند؛ از سانسور گرفته تا نبود امکانات اساسی، که آینده را برای همه متصدیان امور مبهم و پیچیده ساخته است.
دانشمندان، محققان و متخصصین که میتوانستند در بازسازی افغانستان سهم بگیرند، اکنون در تبعید و دور از وطن به سر میبرند. این فرار گسترده نخبهگان، خلاء بزرگی ایجاد کرده که توانایی این کشور را که نیم قرن در جنگ است، برای نوآوری، پیشرفت و حتی حفظ هویت فرهنگی به شدت تضعیف نموده است. کدام راهحل برای وضعیت موجود موثر است؟ تجربههای نیم قرن چیست؟ آیا امیدی به یک گفتمان سازندهی است؟ محورهای اصلی این مبحث میباشد.
این جلسه را همین اکنون از طریق لینک زیر مشاهده کرده میتوانید:
facebook.com/INSANatFB
7
336
«برای مجروح بحثِ احترام به «دیگری» اهمیت اساسی داشته است، به همین جهت خطرِ اژدهای خودی را جدی می گیرد و در پی آن بود که بفهماند: اگر انسان با دستان خود این اژدها را پرورش بدهد، سرانجام تحتِ سیطرۀ او نیز قرار می گیرد، سیطرۀ که دیالکتیک «خود» و «دیگری» را به رسمیت نمی شناسد و یکسره حفظِ خود و حذف دیگری را در قالبِ «تمامیت طلبی» عینیت می بخشد.»
برای مطالعه کامل مقاله به لینک زیر مراجعه کنید:
insanmag.com/articles/191
یادآوری: این مقاله بخشی از مجموعۀ مقالات دربارۀ پروفیسور مجروح است که قرار است بعد از «کنفرانس سالانۀ مجروح» که برای دیروز ۲۳ دلو و امروز ۲۴ دلو برنامه ریزی شده است، به نشر خواهد رسید.
سانسور و آزادی فکر در افغانستان
جلسۀ اول کنفرانس سالانۀ مجروح
این مجلس را همین اکنون طریق لینک زیر مشاهده کرده میتوانید:
facebook.com/share/v/15gBHDX…
«بله خبره داده چې موږ له دغه مفاهیمو لکه ازادي او عدالت په اړه کوم تعریف وړاندې کوو، دا له کومه ترلاسه شوی؟ ښوونځي، پوهنتون، رسنیو او که له کتابونو مو ترلاسه کړی. کله کله موږ چې څه غواړو، فکر کوو دا مو خپل فکر دی، خو دا فکر به له یو بل ځایه راغلی وي یا به غیر مستقیم ور څخه اغیزمن شوي وو. په همدغه ګنګس حالت کې روڼاندی راځي او د فلسفي تفکر په اساس د یاد مفهوم په اړه د خپلې ټولنې شرایطو ته په کتو خپل نظر وايي او نورو ته لار روښانوي.»
بشپړه لیکنه په لاندې لینک کې ولولئ:
insanmag.com/articles/190
یادونه: دا لیکنه د پوهاند مجروح د ۳۷م تلین او ۹۷مې کلیزې په مناسبت د لیکنو د ټولګې برخه ده چې د «مجروح کلني کنفرانس»، چې نن سهشنبه د دلوې ۲۳مه او سبا چهارشنبه د دلوې ۲۴مه د کابل پر وخت ماښام اوهنیمې بجې دایریږي، وروسته خپریږي.
سانسور او فکري آزادي
پر خلاقیت، پوهې، او ټولنیزو مناسباتو لګیدلي بندیزونه او اغېزې یې
په دغه غونډه کې د طالبانو له لوري د بیان د آزادۍ پر ځپلو خبرې کېږي. طالبانو د خپلو متحجرو سیاستونو له لارې ګڼې ورځپاڼې، رادیوګانې، او تلویزیوني خپرونې بندې کړي دي. همدا راز کتابونه، مجلې، او نور ښوونیز مواد یا تر شدید څار لاندې دي یا هم په کامل ډول منع شوي دي.
د طالبانو له لوري وضع شوي محدودیتونه تر رسنیو ورهاخوا نفوذ کړی او پر ټولنیزو تعاملاتو او عامه ژوند یې اغېزې کړي. ټولنیزې ناستې، آزاد بحثونه، او کلتوري پروګرامونه په شدت محدود یا هم په کامل ډول منع شوي دي، چې په نتیجه کې د فکر د تبادلې، د نظر د بیان، د فرهنګي خبرو، او ټولنیز مشارکت لپاره ډېره محدوده فضا پاتې ده. د وېرې دې فضاء فکري وده ځنډولې، د نوو افکارو مخه یې نیولې او د صمیمي خبرو اترو پر وړاندې یې خنډ رامنځته کړی دی چې په نهایت کې د افغانستان د متنوع فرهنګي او فکري میراث د محوې سبب ګرځي.
د یادو محدودیتونو د دوام په صورت کې افغانستان لکه څنګه چې له هر اړخیز پرمختګ څخه وروسته پاتې دی، نور هم په شا روان دی او د خلاقیت، پوهې، او هنري پراختیا شته ظرفیتونه لا پسې کمرنګه او محدود شوي. د یاد کنفرانس په لومړني مجلس کې د سانسور پر اغېزو او ممکنو لارو چارو خبرې کوو.
ویناوال:
سید حسین اشراق – لیکوال، څېړونکی او د پوهنتون استاد
ډاکتر عبدالغفور لېوال – لیکوال، شاعر، او په ایران کې د افغانستان پخوانی سفیر
محمد محق – لیکوال، څېړونکی، او په مصر کې د افغانستان پخوانی سفیر
کوربه/ چلوونکی:
بیتالله حمیدي – د نیویارک په راچستر پوهنتون کې مېلمه څېړونکی او کابل پوهنتون د ژورنالیزم او ارتباطاتو پخوانی استاد
ورځ: سهشنبه، د فبروري ۱۱مه ۲۰۲۵ چې د دلوې له ۲۳مې ۱۴۰۳ سره سمون خوري
ساعت: د کابل په وخت د ماښام اوه نیمې بجې
د ټورنټو او واشنګټن ډيسي په وخت د سهار لس بجې
د مرکزي اروپا په وخت د مازدیګر څلور بجې
PANEL ONE:
Censorship and Intellectual Freedom
Examining the Impact of Restriction on Creativity, Knowledge, and Society
This session examines the Taliban's systematic suppression of free expression across Afghan society. Current policies have led to the closure of numerous newspapers, radio stations, and television programs, while books, magazines, and educational materials are subjected to intense scrutiny or outright bans.
The Taliban's restrictions go beyond the media, impacting social interactions and public life. Community gatherings, open discussions, and cultural events are severely restricted or entirely prohibited, leaving little space for intellectual exchange, creative expression, cultural dialogue, and community participation. This climate of fear limits intellectual growth, discourages the exploration of new ideas, and suppresses honest dialogue, contributing to the erasure of Afghanistan's diverse cultural and intellectual heritage. If left unaddressed, these restrictions will continue to hold back Afghanistan's progress, hindering its potential for creativity, science, and artistic development.
Live Streaming: facebook.com/INSANatFB
FIRST ROUND– 2025
The State of Academia Under the Taliban Regime
The Systematic Suppression of Ideas and the Loss of Afghanistan’s Scholars
Under Taliban rule, schools, universities, and artistic endeavours in Afghanistan face unprecedented restrictions. This inaugural conference will critically examine how these policies disrupt academic life, restrict cultural expression, and systematically dismantle Afghan heritage and identity. Participants, ranging from scholars and authors to human rights advocates, will discuss the far-reaching consequences of these measures and explore strategies to preserve freedom of thought and creativity in the face of ongoing oppression.
Recently, the Taliban issued a list banning hundreds of books and publications, ordering them confiscated from bookstores across the country. Among these prohibited works is INSAN Magazine, a flagship publication of the INSAN Foundation for Research and Media, which was in circulation from 2013 until the Taliban returned in 2021. As the sole publication dedicated to humanistic ideas, pluralistic views, and critical thinking, its banning exemplifies the regime's efforts to suppress intellectual freedom.
The Majrooh Annual Conference aims to cultivate, promote, and nurture an atmosphere of shared understanding and collective responsibility by openly addressing the impact of censorship and cultural suppression. The goal is to shed light on these pressing challenges and inspire practical efforts to defend science and the arts in Afghanistan. Scholars, artists, and advocates from within and outside the country will share firsthand accounts, findings, and strategies, highlighting real-life challenges and actionable responses to these urgent issues.
«په پښتو کې، له څه وخت راهيسې، استاد مجاور احمد زيار د مستعارو لغاتونو لپاره نوي لغاتونه جوړوي چې د ده په باور پښتو ريښه لري. وګورئ، زيار صاحب دوه کاره ترسره کوي: د يوه سيګنیفاید لپاره، چې تر ده وړاندې او فیالحال بل سيګنیفاير لري (پور لغت)، نوی سيګنيفایر رغوي يا ټاکي. مثلاً، "ايميل" يو سيګنیفایر دی او 'د انټرنيټ له لارې د ليک لېږل' يې سيګنيفاید دی. د دې سيګنيفایر په پښتو کې رامنځته شوی نهدی—انګرېزي دی. زما په اغلب ګومان، بي بي سي د دې لپاره د "برېښناليک" سيګنيفاير ورغاوه. که څه هم، ظاهراً، داسې ښکاري چې په دې کې مونږ دومره اختيار نهدرلود—چون د انګرېزي سيګنيفایر ژباړه ده: "اي" او "میل" د انګرېزي د (E-) او میل (Mail) پښتو تلفظ دی او په انګرېزي دا دواړه د برېښنايي (برقي) ليک لېږلو مانا ورکوي. په دې ډول، برېښناليک ژباړل شوی او د چا چې دا سيګنيفایر رامنځته کاوه ګواکې بېاختياره وو—بل ټکی يې نهشو ټاکلی. کيسه داسې نهده. لومړی، دې کس کولی شول د ترکيبي سيګنيفایر پر ځای یې له لویه سره بسیط هغه کارولی وای. دا شرط نهده چې پښتو لغتونه دې د نورو ژبو د لغتونو ژباړه وي. دويم، ده کړای شول [...]»
بشپړه لینکه په لاندې لینک کې ولولئ:
insanmag.com/articles/189
3
112
«سوسور نښه او مدلول —هغه څه ته چې نښه اشاره کوي—سره جلا کړل. د بېلګې په ډول، واقعي لمر، چې سهار پر اسمان راخېژي او مازيګر، چې د لايق خبره، "د اور توپ" ځنې جوړېږي، د لمر د نښې مدلول دی.
رنه ماګریت (۱۸۹۸ – ۱۹۶۷)، يو سورياليستي انځورګر، د پيپ تصوير وکيښ او لاندې يې ځنې وليکل چې "دا پيپ نهدی"—
—د ماګريت دا انځور د "انځور خيانت" په نوم ډېر شهرت وموند. ده وروسته وليکل: "مشهوره پیپ؛ خلکو څومره پرې وټکولم. اما بيا هم، تاسې کړای شئ چې زما پيپ [له تنباکو] ډک کړی؟ نه، دا يوازې [د پيپ] ښکارندويي کوي، که داسې نهده؟ نو، که ما په خپل تصوير ليکلي وای چې 'دا پيپ دی'، ما به دروغ ويلي و.»
د دې لیکنې د بشپړې مطالعې لپاره لاندې لینک کېکاږئ:
insanmag.com/articles/189
که غواړئ چې د مجلې الیکټرونیکه بڼه ترلاسه کړئ، لاندې لینک کېکاږئ:
insanmag.com/magazine/%DA%98…
د مجلې د چاپي بڼې د پېرلو لپاره لاندې لینک کېکاږئ:
lulu.com/spotlight/insan
«د ډاکټر خبرې اورم، پوهېږم پرې. غواړم ډاکټر ته ووایم، چې ولې په دې حال یم او ولې دلته راوړل شوی یم. کوښښ کوم، چې د وجود ټپونه مې په خپلو سترګو ووينم، ځکه د ټپیانو په نومونو کې یم او کله چې په دهلېز کې د اووه نوي نمبر ټپي غږ وشي، نو پوه شم چې زه يم، ځکه تر دې مخکې مې سيروم ته پام شوی او پرې لیکلي یې و: "اووه نوي."»
د داستان بشپړه بڼه په لاندې لینک کې ولولئ
insanmag.com/articles/188
3
110
«په ډېرو پوهنتونونو کې ښځینه استادانو تدریس کاوه او ښځینه محصلانو ته ځانګړي بورسونه برابر شول. د لوړو زدهکړو وزارت د مثبت تبعیض تر عنوان لاندې کرنلاړه جوړه کړې وه او موخه یې د نجونو زدهکړیالانو په شمېر او بورسونو کې زیاتوالی و. د لوړو زدکړو وزارت د شمېرو له مخې، د ۲۰۲۱ کال تر اګست پورې په ټول هېواد کې د محصلانو شمېر شاوخوا ۵۵۰۰۰۰ و چې ۳۱ سلنه یې نجونې وې.»
د بشپړې لیکنې د مطالعې لپاره لاندې لینک کېکاږئ:
insanmag.com/articles/187


















