Pinned Tweet
سلامونه،
دا د انسان مجلې د دولسمې ګڼې لپاره د لیکنو بلنه او د اړوند موضوع پېژندنه ده چې د روان کال د میزان، عقرب، او په میاشتو کې به خپریږي.
د تېروو دوو ګڼو په دوام، چې د استعمار اړوند مطالعاتو ته په کې کتنه شوې وه، په دې ګڼه کې هم د تېرو ګڼو په تسلسل د استعماري جګړو او پوځي استعمار په باب په اوو ځانګړو موضوعي استقامتونو کې لیکنې، څېړنې، کتابکتنې، او ژباړې مني.
ټول درانه لیکوالان، څېړونکي، او مؤلفین کولای شئ د همدې ګڼې ټوله شرحه زموږ په تحریریه یادښت کې ولولي او خپل لیکلي آثار موږ ته راولېږي.
insanmag.com/article/317
INSAN Magazine retweeted
د افغانستان سیاسي تاریخ ډېری وخت د بهرنیو مداخلو، د دولتجوړونې د پروسې او جنګ او تاوتریخوالی له نظره او د استعماري ارشیفونو له لارې لیکل شوی دی. د دې پایله دا شوې چې افغاني مفاهیم، فکري سنتونه او ادبي – سیاسي دودونه لږ څېړل شوي او یا هم هېر شوي دي. مګر موږ غواړو چې دا څرخ مات کړو. د افغانستان د خلکو تاریخ د افغانانو لخوا افغاني منابعو پر اساس د افغانانو د لرلیدونو له مخې وڅېړو.
د افغان سیاسي تفکر څخه زموږ هدف دوه برخې دي. موږ افغان هم د یو ځانګړي فکري – سیاسي سنت په حیث کاروو چې د اسلامي سیاسي تفکر ترڅنګ یو ځانګړی سیاسي فکري سنت دی. بل دا چې له افغان سیاسي تفکر څحه مراد د افغانستان په شته جغرافیه کې د سیاسي تفکر تاریخ دی. له نیکه او بده مرغه په لومړي ځل موږ هڅه کوو چې د افغان سیاسي تفکر تاریخ تر عنوان لاندې مختلف افغان پوهان راجمع او په افغانستان کې د سیاسي تفکر پر تاریخ مقالې راټولې کړو. زموږ بنسټیز تمرکز په پښتو ژبه کې له سیاسي تفکر، سیاسي متونو او فکري سنتونو څخه دی. په پښتو ژبه زموږ د تمرکز په دې وجه دی چې په افغانستانپوهنه کې د پښتو ژبې او پښتون سیاسي فکري سنت ونډه تر ډيره له پامه غورځول شوې ده. دا مقالې کوم ځانګړی زماني قید نه لري بلکې موږ د تېرو پینځو سوو کلونو سیاسي تفکر تاریخ په نظر کې نیولی دی. له پینځهسوو کلونو څخه زموږ هدف د روښانیانو له دورې تر اوس مهاله دی.
د یادې ټولګې ټولونه او سمون ښاغلی تاریخپوه او لیکوال قسیم ځیر احمدزی کوي.
د مقالو د غوښتنې په اړه بشپړ تحریریه یادښت په لاندې لینک کې ولولئ:
insanmag.com/article/323

خشونتهای همهگیر تنظیمهای جهادی، ویرانیهای کابل، و مرگومیر انسانهای بیگناه از جمله مباحث مهم لکچری هفدهم سلسله لکچرهای تاریخ افغانستان است.
بخشی از این روایاتی که در این لکچر یادآوری شده است، اینجا بخوانید و لکچر کامل را در لینک زیر مشاهده کنید:
youtu.be/10fzYCkKTKM?si=RkBU…

در هفدهمین قسمت از لکچرهای تاریخ افغانستان، روی بخش دوم "نیم قرن خشونت در افغانستان" تمرکز میشود و از خروج اتحاد جماهیر شوروی و زخمهای خونینی که بر افغانستان برجا گذاشت، تحلیل عمیقی صورت میگیرد. همچنان دربارۀ تنظیمهای جهادی که در پاکستان تشکیل و حمایت شدند و خشونتهای همهگیر را راه انداختند، به صورت همهجانبه بحث شده است. یادآوری از ویرانیهای کابل، وابستگی تنظیمهای جهادی به کشورهای بیرونی و اینکه این خشونتهای جهادی بر سر مردم چه آورد، از جمله مباحث مهم این بخشِ لکچر میباشد.
برای شنیدن کاملِ لکچر روی لینک زیر کلیک نمایید:
youtu.be/10fzYCkKTKM?si=rNRG…

پر افغانستان د استعماري جګړو، استخباراتي توطیو، پراخو کډوالیو، جنګي او جرمي ډلو، او انګریزي ښکېلاک د اغېزو سربېره، په اصطلاح د ترهګرۍ خلاف د جګړې پر مهال څه پېښ شول او افغانستان او خلکو یې څه تجربه کړل؟
د ښاغلي پوهاند پروفیسور شاه محمود حنیفي په دې مقاله کې یې ولولئ:
په افغانستان کې استعمار، جګړه او حکومتولي
ژباړه د آغلې ګلالۍ مومند
بشپړ بڼه په لاندې لینک کې:
insanmag.com/article/322

افغانستان د خپلواکۍ د مبارزو، د بهرنیو قدرتونو د سیالیو او هغو سیاسي لاسوهنو شاهد پاتې شوی چې د دې خاورې پر برخلیک یې ژور اغېز کړی دی.
دغه لیکنه د افغانستان د معاصر تاریخ ځینو مهمو موضوعاتو ته کتنه کوي او د استعمار، جګړو، بهرني نفوذ او د نړیوالو قدرتونو د سیالیو ګڼ اړخونه څېړي.
استعماري جګړو د افغانستان پر جغرافیه او د وګړو پر خوځښت، تګ راتګ، حکومتولی، او چاپېریال څه اغېز درلودی دی او په تاریخي تسلسل کې افغانستان د پردیو له جګړو څنګه اغېزمن شوی دی؟ د نامتو پوهاند او مؤرخ پروفیسور شاه محمود حنیفي په دې مقاله کې چې د انسان مجلې روانې دولسمې ګڼې ته آغلې ګلالۍ مومند ژباړلې په ژوره او هر اړخیزه توګه دا څېړلي چې د هندوکش په لمنو کې د دې لرغوني هېواد تاریخي بهیر د مغولي تاړاکونو، انګریزي ښکېلاکي جګړو، او د امریکا له لوري په اصطلاح د ترهګرۍ ضد جګړو کې له کومو پړاونو تېر شوی دی او کوم تلپاتې زیانونه یې لیدلي دي؟
د ژباړې بشپړه بڼه په لاندې لینک کې ولولئ:
insanmag.com/article/322
د انسان مجلې وټساپ چېنل په دې لینک موندلی او په کې برخه کېدلای شئ:
whatsapp.com/channel/0029VbE…

«الوتی رنگ یو سمبولیک انځور دی چې د څو ماناگانو امکان په کې شته. یوه ښکاره مانا یې ماته د مرگ سمبول دی ځکه د مړي رنگ زیړ یا سپین اوښتی وي. نو بیدل وایي که د ژوند نښه مې الوتی رنگ وي په آینه باندې مې د سا اغیز د ژوند د اثبات آزموینه ده. د فشار توری دوه ماناوې لري: عادي مانا یې ایستل او بله مانا یې ماتیدل، ټوټې کیدل دي چې دلته دا دوهمه مانا غوره ښکاري.»
د میرزا عبدالقادر بیدل دهلوي په د شعر په اړه د ښاغلي دوکتور جنید شریف مقاله په لاندې لینک کې ولولئ:
insanmag.com/article/273
استاد خیال محمد په کال ۱۹۴۶ د جنورۍ په پنځمه وزېږېد او په دیارلس کلنۍ کې یې سندرې ویل پیل کړل. نوموړي پنځه لسیزې پرلهپسې داسې سندرې وبللې چې د لروبر او د نړۍ په ګوټ ګوټ کې یې اورېدونکي تر ننه په خپل خواږه غږ کې مسحور ساتلي دي.
انسان مجله د دغه تلپاتې سندربول د اتیایمې زېږدورځې په مناسبت او د نوموړي درانه مقام ته د درناوي په موخه د مقالو، لیکنو، او یادښتونو مجموعې ته د اثارو بلنه خپروي.
د آثارو د منلو وروستۍ نېټه، د ۲۰۲۶ کال د ډیسامبر ۱۵مه
insanmag.com/article/321
نن د اکتوبر ۳۱مه د نومیالي شاعر ارواښاد محمد امین ملنګ جان د مړینې اویایم تلین دی. هغه د وطني مینې، حماسي جذبو، پښتو، او پښتونستان د ستاینې او تعریف یو داسې نوم دی چې لسیزې کېږي یاد او اغېز یې د لوستو او نالوستو ولسونو په ذهنونو کې ژوندی دی.
د نوموړي د یاد په مناسبت د انسان مجلې دا دفتر چې په کې د پوهاند محمد حسن کاکړ، استاد محمد اکبر کرګر، ښاغلي ضیاالحق شمس، دوکتور سرلوڅ مرادزي لیکنې شاملي دي، د هغه په شاعرۍ، ونډې، اغېزو، او د ملنګ جان او پښتو، پښتونستان، پښتونوالې، ټولنیزې ارواپوهنې، او ملي فرهنګ اړوند په کې بحثونه شوي دي.
بشپړ دفتر په لاندې لینک کې کتلی او درښکته کولای شئ:
insanmag.com/daftar/6ae11003…
زه چې راخلمه کچکول او ستا ملنګ شم
نو هغه ساعت به تیر تــــــــــر نام و ننګ شم
نام و ننګ به وي هـغه ځای رانه پاتې
په کوم ځای کې چې زه ستا په تومت رنګ شم
پروا نشته که دنیا را پوري خاندي
ماشوم نه یم چې نور وخاندې زه تنګ شم
ستا په عشق کې که ستي شمه په اور کې
فخر کاندم که زه یاد لکه پتنګ شم
ما چې عزم ستا د سپین رخسار دی کړی
وا به نه وړم که په وینو کې رنګ رنګ شم
په شا تلل د مېړنیــــو بدنامي ده
اوس به زه ملنګ جان څرنګه په څنګ شم
INSAN Magazine retweeted
ټولنې مؤسساتيکېدل یا NGOization څه ته وايي او پر ټولنه، ټولنیز مقاومت، سیاست، مبارزه، او د خلکو پر سیاسي شعور او کړو وړو څه اغېزه لري؟ د ټولنې مؤسساتيکېدل ولې ترسره کېږي او زیانونه یې کوم دي او مدیریت څنګه کېدلای شي؟
د محقق او لیکوال ښاغلي فرهاد داوري په دې نوي لیک کې د ټولنې د مؤسساتيکېدو پر بهیر سربېره په عواملو، تاثیراتو، او مدیریت بحث شوی دی.
بشپړه لیکنه په لاندې لینک کې ولولئ:
insanmag.com/article/320
د انسان مجلې وټساپ چېنل په دې لینک کې وګورئ:

.... مګر هېڅوک دې خبرې ته نه حاضرېدل چې ما ته دې یو څه پور د یو څه وخت لپاره راکړي، څه کم زیات دوه میاشتې په دغه کار پسې لالهانده وم، هره ورځ به ستومانه او نا امیده کور ته راتلم او د ستومانۍ په ډېرو ورځو کې به مې حتی ډوډۍ هم نه درلوده. او په سختو ستومانیو کې به مې سختې لوږې هم تېرولې. له دوو میاشتو وروسته یو خوار بزګر زما په حال خبر شو، هېڅ مې نه هېرېږي، ....
د ښاغلي سید احسانالله هېر دغه لنډه کیسه چې لومړی معاش نومیږي، په لاندې لینک ولولئ:
insanmag.com/article/319
همداراز په وټساپ د انسان مجلې نوی چېنل دلته موندلی او ځانونه په کې شاملولی شئ:
whatsapp.com/channel/0029VbE…
INSAN Magazine retweeted
د انسان مجلې روانې دولسمې ګڼې ته د درانه لیکوال او څېړونکي څېړنوال دوکتور عبدالغفور لېوال په دې لیکنه کې د جبري کډوالیو او د هغوی د فرهنګي او ټولنیز اغېزو، او د سیاسي او ایډیالوژیکو ابعادو په اړه ډېرې نوې خبرې لولئ.
د انقلابونو، کودتاګانو، جګړو، او تاوتریخوالي په لړ کې د افغان کډوالۍ دا پیچلی بهیر چې په دې لیکنه کې انځور شوی، لولئ چې څنګه د «کډوالۍ تقدس»َ په «ګناهنکاره کډوالۍ» واوښت، او په دې بهیر او مسیر کې څه او څنګه پېښ شول؟
د افغان کډوالۍ په اړه چې تر ډېره د تېر پنځوس کلن تاوتریخوالي یوه اصلي موخه وه، د انسان مجلې د دولسمې ګڼې یوه له اصلي موضوعاتو څخه ده چې په اړه یې لیکنې او څېړنې منو. د ښاغلي استاد لېوال بشپړه لیکنه په لاندې لینک کې ولولئ:
insanmag.com/article/318