د افغان متفکرینو مرکز په افغانستان کې د ستراتېژیک دود د ودې لپاره کار کوي.

Worldwide
Joined July 2024
له احمدشاه بابا وروسته، امیر عبدالرحمن خان د افغانستان د تاریخ له تر ټولو مهمو او سرنوشت سازو واکمنانو څخه بلل کیږي؛ نه ځکه چې تر ټولو عادل یا تر ټولو محبوب واکمن و، بلکې ځکه چې هغه په داسې یوه شیبه کې د افغانستان د دولت بڼه بدله کړه چې د هېواد د ټوټه کېدو او حتی د ګاونډیو امپراتوریو تر منځ د وېشل کېدو خطر واقعي و. افغانستان نن یو ځل بیا له هغو پوښتنو سره مخ دی چې عبدالرحمن خان نږدې یوه نیمه پېړۍ مخکې ورسره مخ و: مرکزي دولت څومره قوي وي؟ سیمه‌ییز او مسلح قدرتونه تر کومه ځایه خپلواک پاتې شي؟ افغان سیاسی او پوځي ډلې باید له بهرنیو قدرتونو سره مستقیمې اړیکې ولري که نه؟ او څنګه کولای شو د لویو او ګاونډیو قدرتونو تر منځ خپلواکي وساتو؟ همدا وجه ده چې د تاریخ مطالعه یوازې د تېرو کیسو راټولول نه دي. ابن خلدون تاریخ د عبرت او د دولتونو د عروج او زوال د منطق د پېژندلو وسیله باله. مهمه دا نه ده چې یوازې وپوښتو څه وشول؟ بلکې دا هم وپوښتو: ولې وشول؟ کوم ځواکونه فعال وو؟ واکمنو څه سم درک کړل او څه یې غلط؟ کوم بدیلونه موجود وو؟ او د یوې پرېکړې بیه راتلونکو نسلونو څومره پرې کړه؟ عبدالرحمن خان د دې پوښتنو لپاره ځانګړی اهمیت لري، ځکه هغه خپله د افغانستان د تجزیې نتیجه په خپلو سترګو لیدلې وه. د امیر دوست محمد خان تر مړینې وروسته، د منظم او منل شوي جانشینۍ د نشتوالي له امله شاهي کورنۍ په سیالو قدرتي مرکزونو ووېشل شوه. شهزادګانو خپل پوځونه، عواید، سیمې او ائتلافونه لرل؛ کابل نیول کېده او بېرته له لاسه وت، او مرکزي حکومت دومره کمزوری شو چې بهرنیو قدرتونو ته د نفوذ پراخ میدان برابر شو. عبدالرحمن خان له همدې تجربې یوه اساسي نتیجه واخیسته: هغه هېواد چې په داخل کې د قدرت مستقلې جزیرې ولري، جنګسالاران چې خپل پوځ، خپله خزانه او خپله سیمه ولري، او له مرکزي دولت څخه په جلا توګه له بهرنیو قدرتونو سره مستقیمې اړیکې وساتي، د اوږدې مودې لپاره خپلواکي نه شي ساتلای. د ده په ذهن کې ځکه د مرکزي حکومت پر وړاندې هر مستقل مسلح قدرت یوازې د واکمن لپاره خطر نه و؛ د افغانستان د دولت لپاره ستراتیژیک خطر و. کله چې هغه په ۱۸۸۰م کال افغانستان ته راګرځېد، وضعیت حتی تر نن ډېر خطرناک و. برتانوي پوځونه په افغانستان کې وو؛ کندهار عملاً د کابل له واکه جلا شوی و؛ د هرات راتلونکی نامعلوم و؛ په شمال کې روسي امپراتوري د افغانستان تر دروازو را رسېدلې وه؛ دننه سیال شهزادګان، سیمه ییز خانان، قومي ځواکونه او مستقل مسلح مرکزونه موجود وو. حتی د افغانستان د تجزیې او د بېلابېلو نفوذ ساحو په توګه د وېش مسئله د لویو قدرتونو په محاسبو کې مطرح وه. یعنې پوښتنه یوازې دا نه وه چې څوک به د افغانستان امیر شي؟ اصلي پوښتنه دا وه چې: ایا افغانستان به د یوه واحد دولت په توګه پاتې شي که نه؟ عبدالرحمن خان د همدې بحران په منځ کې هڅه وکړه چې د افغانستان سیاسي منطق بدل کړي: له څو مستقلو قدرتي مرکزونو څخه یوه مرکزي دولت ته؛ له څو وسله‌والو ځواکونو څخه یوه دولتي اردو ته؛ له جلا جلا بهرنیو اړیکو څخه یوه بهرنۍ پالیسي ته؛ او له سیمه‌ییزو حاکمیتونو څخه د کابل تر واک لاندې دولت ته. همدا تحول دی چې هغه د افغانستان د دولت‌جوړونې په تاریخ کې دومره مهم او سرنوشت ساز کوي. خو زموږ لړۍ به د عبدالرحمن خان د ستاینې لړۍ نه وي. د هغه دولت جوړونه له سختې وېرې، خونړۍ ځپنې، جبري کډوالۍ، ډله‌ییزو مجازاتو او مطلق واک سره هم تړلې وه. د هزاره‌جات جګړې، د غلجیو پاڅونونه، د نورستان فتح او جبري مذهبي بدلون، د سیاسي مخالفینو ځپل، د ځمکو او نفوسو جابه‌جایي، او د هغه د دولت انساني بیه به په راتلونکو برخو کې جلا، مستند او بې‌پرده وڅېړو. ځکه اصلي پوښتنه دا نه ده چې عبدالرحمن خان «ښه» و که «بد». اصلي پوښتنه دا ده: هغه د افغانستان کوم ستراتیژیک خطرونه سم تشخیص کړل؟ ولې یې باور درلود چې د قدرت جزیرې، جنګسالاران، سیمه ییز حکومتونه او له بهرنیو سره مستقیمې اړیکې د دولت د بقا لپاره خطر دي؟ کومو پرېکړو یې افغانستان د تجزیې له خطره را وایست؟ کومو لارو یې دولت پیاوړی کړ؟ او تر ټولو مهمه: په کوم ځای کې د قوي دولت اړتیا د مطلق واک، وېرې او ظلم په دولت بدله شوه؟ افغانستان نن هم له همدې اساسي معما سره مخ دی: داسې دولت ته اړتیا لري چې دومره قوي وي چې هېڅ جنګسالار، سیمه‌ییز قدرت یا بهرنی دولت یې حاکمیت ونه ننګوي؛ خو په عین وخت کې دومره قانونمند او عادل وي چې خپله مرکزي واکمني د ولس پر ضد په مطلق قدرت بدله نه کړي. همدا د تاریخ د مطالعې ارزښت دی. که تاریخ یوازې د خپلو اتلانو د ستاینې او د خپلو دښمنانو د غندنې لپاره ولولو، له تاریخه به هېڅ زده نه کړو. خو که یې د ابن خلدون په منطق د قدرت، عصبیت، دولت، ادارې، اقتصاد، جغرافیې، انساني انګېزو او د قدرت د توازن له زاویې وڅېړو، تاریخ د راتلونکي لپاره د دولتدارۍ په یوه لابراتوار بدلېږي. د افغان مفکرینو مرکز به په دې نوې تحلیلي لړۍ کې امیر عبدالرحمن خان نه د افسانې په سترګو ګوري او نه د کرکې؛ بلکې دا به وڅېړي چې هغه څنګه افغانستان له تجزیې سره مخامخ وموند، څنګه یې مرکزي دولت جوړ کړ، د دې دولت قیمت څه و، او د هغه له بریاوو او تېروتنو څخه نننی افغانستان څه زده کولای شي. 🇦🇫 #افغانستان #تاریخ #امیرعبدالرحمن_خان #دوکتورین
2
20
5
69
4,698
Center For Afghan Thinkers retweeted
افغانستان او پاکستان؛ د ګډ ستراتېژیک هدف نشتوالی د افغانانو او پنجاب ترمنځ روان کړکېچ د افغانستان د کلاسیک او قاره‌ایز هېواد او د پاکستان د نوپایه دولت په کانټکس کې وڅېړئ او لاندې درې پوښتنې له ځان سره مطرح کړئ: ۱. موږ څه غواړو؟ ۲. هغوی څه غواړي؟ ۳. موږ په ګډه څه غواړو؟ درېیمه پوښتنه کېدای شي روښانه ځواب ونلري؛ ځکه جغرافیایي نږدېوالی د ګډو ستراتېژیکو موخو په معنا نه دی. هویت نیوز | د رسنیزې ایکولوژۍ او ستراتېژیکو نظریاتو خونه
9
1
18
218
Center For Afghan Thinkers retweeted
د اوفا شبکې د تېرې یکشنبې په سپېس کې د سیګار ادارې له لوړپوړي چارواکي، دېوېډ شواندمن، سره مو لاندې پوښتنه تر شننې لاندې نیولې ده: هغه کسان څوک وو چې په افغان خاوره کې یې د معافیت فرهنګ ته وده ورکړه، لویه څارنوالي یې د جنایي او حقوقي دوسیو په ادیره بدله کړې وه، څارنوالان او مستنطقین یې ګواښل، دولتي ځمکې یې غصبولې، سیاسي ترورونه یې کول، او د غلا شویو پیسو په مټ د واک او ځواک پر څوکیو ناست وو؟ د دې مهم بحث ثبت شوې بڼه واورئ👇
8
18
402
Center For Afghan Thinkers retweeted
د اوفا شبکه: پاکستان له معاصر هابسبورګي کړکېچ سره مخ دی د اوفا شبکه په خپله تازه اعلامیه کې د پاکستان داخلي تضادونه د هابسبورګ له تاریخي تجربې او بهرنۍ ډیپلوماسي یې د بسمارک له ریال‌پولیټیک سره پرتله کوي. د هابسبورګ په څېر، پاکستان هم هڅه کوي چې بېلابېل تاریخي ولسونه د یوه مرکزي ملي هویت تر چتر لاندې وساتي، خو د افغان پښتنو او بلوڅانو تاریخي هویتونه او سیاسي میراثونه د دې پروژې پر وړاندې بنسټیزې ننګونې دي. له بلې خوا، اسلام‌اباد د بسمارک د ډیپلوماسۍ په څېر، له بېلابېلو سیمه‌ییزو او نړیوالو قدرتونو سره د تړونونو له لارې هڅه کوي چې له ستراتېژیکې انزوا او محاصرې ځان وساتي. خو بهرني ائتلافونه د داخلي مشروعیت او ولسي رضایت ځای نه شي نیولی. شبکه ټینګار کوي چې پوځي ځواک او بهرني تړونونه د تاریخي مشروعیت او ولسي رضایت ځای نه شي نیولی. هویت نیوز
10
2
21
695
Center For Afghan Thinkers retweeted
ALERT: OFA Statement Pakistan’s Militarization of Afghan Territories The Organized for Afghanistan (OFA) Network expresses grave concern over reports of emergency rule, the suspension of provincial authorities, and the growing militarization of Peshawar and the wider Afghan Pashtun territories. These developments raise fundamental questions about Pakistan’s internal cohesion, regional conduct, and long-term strategic stability. A Modern Habsburg Dilemma Pakistan increasingly exhibits characteristics of a modern-day Habsburg-style patchwork state, attempting to consolidate distinct historical peoples under a centralized, predominantly Sunni Islamic national identity. Yet Afghan Pashtuns, Baluch, and other communities retain historical identities and political traditions that cannot simply be subordinated to a security-centered national project. This contradiction is particularly consequential for Afghan Pashtuns, whose political inheritance includes the state-building tradition of Ahmad Shah Abdali, and Baluch communities, whose historical legacy includes the Khanate of Kalat under Nasir Khan. Bismarck’s Playbook and Strategic Encirclement Externally, Pakistan appears to be pursuing a version of Bismarckian Realpolitik: expanding defense relationships with Saudi Arabia and Türkiye, engaging militarily with Russia, and positioning itself diplomatically between Iran and the United States. Much like Bismarck’s Dual Alliance, Mediterranean Agreements, and Reinsurance Treaty, these overlapping arrangements seek strategic maneuverability and protection against isolation. Yet Pakistan operates under fundamentally different historical and geopolitical circumstances, particularly its enduring anxieties over strategic encirclement involving two classical nations—Afghanistan and India. The Nuclear Question and the New Great Game Pakistan’s nuclear ambitions have long concerned American policymakers. Declassified U.S. diplomatic cables published by the National Security Archive reveal that, in 1988, senior Pakistani military officials envisioned a broader Islamic strategic bloc incorporating Afghanistan, Türkiye, and potentially Iran. Separately, U.S. Ambassador John Gunther Dean reported Indian concerns over the possible emergence of an Islamic nuclear force. These historical records raise consequential questions about Islamabad’s regional ambitions and the strategic implications of its nuclear arsenal. Against this background, OFA asks: Can a nuclear-armed state confronting insurgencies in Pashtun and Baluch territories, military tensions with neighboring countries, and mounting domestic political fragmentation sustain the institutional cohesion, command-and-control reliability, and security safeguards necessary to protect its nuclear arsenal? This question warrants serious international scrutiny without presuming that Pakistan has lost control of its nuclear weapons. Human Rights and Historical Stewardship OFA reiterates its concerns regarding enforced disappearances, political repression, restrictions on civil liberties, and the militarization of Pashtun and Baluch communities. Counterterrorism must not become an instrument for suppressing legitimate political identities or fundamental human rights. OFA maintains that lasting regional stability requires addressing unresolved historical and territorial questions inherited from colonial arrangements, including recognition of the ancestral lands, historical stewardship, and political agency of Afghans and Baluch. Any restoration of historical stewardship must proceed through peaceful, legitimate political processes reflecting the freely expressed will of the affected peoples. Pakistan cannot resolve its internal Habsburg-style contradictions through Bismarckian diplomacy, nor can military coercion provide a substitute for historical legitimacy. OFA remains committed to a nonviolent, Pan-Afghan vision rooted in historical continuity and regional stability. The OFA Network
2
15
4
32
1,710
ابن خلدون موږ ته یادونه کوي چې فساد یوازې د پیسو غلا او قدرت نه ناوړه ګټه نه ده؛ فساد هغه وخت د دولت د سقوط نښه ګرځي چې شخصي شبکې تر ادارو قوي شي، عدالت په معامله بدل شي، پوځ پر اشخاصو وتړل شي، او ولس پر دولت باور له لاسه ورکړي. دولت اکثره د وروستي دښمن په دروازه کې نه نړېږي؛ سقوط یې تر هغه ډېر مخکې، له دننه پیلېږي. د افغانستان لپاره اصلي پوښتنه دا ده: زموږ حکومتونه چا راوغورځول، او تر هغه مهمه، چا یې له دننه د درېدو توان واخیست؟ #افغانستان #تاریخ #ابن #خلدون
7
1
29
1,011
Afghanistan’s history should not be written merely to glorify those who seized power, condemn those who lost it, or blame foreign powers for every failure. It should help us confront the deeper questions: Why did the Afghan state repeatedly remain weaker than the rulers, dynasties, factions, armed networks, and foreign sponsors on which it depended? Why did institutions fail to outlive individuals? Why did the same structural weaknesses return across different eras? The value of history lies not in preserving old loyalties and grievances, but in identifying the patterns that weakened the state, distorted national priorities, and limited Afghanistan’s ability to convert independence into durable sovereignty and prosperity. CFAT seeks to cultivate precisely this kind of historical inquiry: rigorous, Afghan-centered, evidence-based, and focused not only on understanding the past, but on extracting the strategic lessons necessary for a strong, stable, independent and sovereign Afghan future. #Afghanistan #History #OFA #CFAT 🇦🇫
7
2
17
735
Center For Afghan Thinkers retweeted
افغانان باید دا پوښتنې ته اساسي ځواب ولټوي چې ولې افغانستان تل د خپلې جغرافیې له امله هم مهم پاتې شوی او هم زیانمن؟ نن چې د #واخان، #چین، #روسیې، #پاکستان، #هند، #امریکا او سیمې د نوو سیالیو خبرې تودې دي، د امیر عبدالرحمن خان تجربه یو مهم تاریخي درس راکوي. شهزاده عبدالرحمن خان د کورنیو جګړو له ماتې وروسته نږدې لس کاله په روسي ترکستان، په ځانګړي ډول سمرقند کې، د روسانو تر سیوري لاندې ژوند وکړ. روسیې هغه ته استوګنځای او کلنی معاش ورکاوه. د فرانسوۍ سیاحې Marie de Ujfalvy-Bourdon د معاصر روایت له مخې، هغه هر کال ۲۵،۰۰۰ روسي روبله ترلاسه کول. Eugene Schuyler، چې په ۱۸۷۳م کې د شهزاده عبدالرحمن سره یې په سمرقند کې ملاقات شوی و، لیکي چې عبدالرحمن له دې معاشه شاوخوا ۵،۰۰۰ روبله مصرفول او پاتې یې سپمول. روایت دا دی چې هغه ساده ژوند کاوه او د افغانستان د تخت د بېرته نیولو فرصت ته پیسې سپمولې اوانتظار ایسته. دا ادعا وروسته نومولی افغان تاریخپوه مرحوم #حسن #کاکړ هم نقل کړې ده. که د ۱۸۷۹م د وخت تبادله واخلو، ۲۵،۰۰۰ روبله شاوخوا ۱۱،۷۵۰ امریکايي ډالر کېدل؛ د نن ورځې په حساب دا نږدې ۴۲۰ زره امریکایی ډالرو ته رسېږي. شهزاده عبدالرحمن په روسیه کې یوازې پناه اخیستې نه وه؛ هغه د یوه ستر امپراتورۍ د قدرت ماشین له نږدې مشاهده کوله. هماغه روسیه چې تاشکند یې نیولی و، بخارا یې تر نفوذ لاندې راوستې وه، خېوه یې ماته کړې وه او خوقند یې بالاخره له نقشې پاک کړ. له بلې خوا برتانوي هند و. افغانستان د دوو سترو قدرتونو تر منځ پروت و. همدلته افغان شهزاده یوه مهم درس یې زده کړه: لوی قدرتونه د دوستۍ له مخې نه، د خپلو ګټو له مخې حرکت کوي. روسانو تبعید کې افغان شهزاده وساته، لوی محل یې ورته په اختیار کې ورکړی و او هم نقدې پیسې یې ورکولې ځکه روسانو ده د راتلونکي ارزښت په اړه یې حساب کاوه. وروسته چې افغانستان د ننه تهولات رامنځته شول او بېرته افغانستان ته راستون شو،‌ انګرېزانو هغه ومانه، هغوی هم پیسې او وسلې یې ورکولې. خو نه روسیه د افغانستان د مینې لپاره دا کار کاوه، نه انګلستان. هر یوه خپله ستراتیژي لرله. نن نومونه بدل شوي، خو جغرافیه نه ده بدله شوې. شمال ته روسیه او منځنۍ اسیا ده. شمال ختیځ ته چین دی چې له امریکا سره ستره نړیواله سیالي لري. پاکستان له افغانستان او هند سره خپل امنیتي او ستراتیژیک حسابونه لري. هند له پاکستان او چین سره سیالي لري. روسیه له اوکراین سره په جګړه کې ده او له ناټو سره ژور تقابل لري. امریکا هم لا افغانستان یوازې د افغانستان له زاویې نه ګوري؛ د چین، منځنۍ اسیا او بګرام جغرافیه هم ورته مهمه ده. او د همدې ټولو په منځ کې واخان پروت دی. واخان یوازې یوه لیرې دره نه ده. دا د پخوانۍ «سترې لوبې» ژوندی میراث دی. د نولسمې پېړۍ په پای کې برتانوي هند او تزاري روسیې غوښتل چې د دوی ستراتیژیکې پولې مستقیمې سره ونه لګېږي، نو واخان د حایل په توګه ځانګړی اهمیت پیدا کړ. هغه وخت دا سیمه له مرکز څخه لیرې، غریبه او د دفاع له نظره ګرانه وه. نن هماغه واخان د چین سره د مستقیمې لارې، د ترانزیټ د تنوع او له پاکستانه د زیاتې وابستګۍ د کمولو په توګه یادېږي. خو دلته یو اساسي ټکی دی: جغرافیه په خپله قوت نه جوړوي. که دولت کمزوری وي، که اقتصاد ناتوانه وي، که مشروعیت محدود وي، که ملي ادارې کمزورې وي او که افغانستان د نورو په مرستو ولاړ وي، نو ستراتیژیک موقعیت د فرصت پر ځای د سیالۍ ډګر ګرځي. عبدالرحمن خان په دې پوه شوی و چې د افغانستان اصلي خطر یوازې غښتلي ګاونډیان نه دي؛ اصلي خطر هغه وخت رامنځته کېږي چې غښتلي ګاونډیان او کمزوری افغانستان سره یو ځای شي. ده دا هم زده کړل چې له یوه لوی قدرت څخه مرسته اخیستل یوه خبره ده، خو د هغه د ستراتیژۍ وسیله کېدل بله خبره ده. همدا درس نن هم ارزښت لري. روسیه به د روسیې ګټې تعقیبوي. چین به د چین ګټې تعقیبوي. هند به د هند ګټې تعقیبوي. پاکستان به د پاکستان ګټې تعقیبوي. امریکا به د امریکا ګټې تعقیبوي. نو افغانستان ولې د افغانستان ګټې تعقیب نکړی؟ ستونزه دا نه ده؛ دا د دولتونو طبیعت دی. ستونزه هغه وخت پیلېږي چې افغانان د بل هېواد ملي ګټه د افغانستان له ملي ګټې سره یوه وبولي. افغانستان باید نه د روسیې د ناټو ضد سنګر شي، نه د امریکا د چین ضد اډه، نه د پاکستان «ستراتیژیک عمق»، نه د هند د پاکستان ضد وسیله او نه یوازې د چین د تګ راتګ او طبیعي زېرمو د انتقال یوه لاره. افغانستان باید له ټولو سره اړیکې ولري، خو د هېچا وسیله نه وي. واخان باید افغانستان له نړۍ سره ونښلوي؛ نه دا چې نړۍ د افغانستان له لارې له یو بل سره حسابونه تصفیه کړي. د پولادي امیر عبدالرحمن خان له دورې تر نن پورې تر ټولو لوی درس همدا دی: افغانستان باید دومره قوي وي چې هېڅ بهرنی قدرت یې حاکمیت وانه خلي، او دومره مشروع او عادل وي چې افغانان یې د دفاع لپاره د پردیو دروازو ته مجبور نه شي. دا زموږ د تاریخ ناتمام درس دی. - افغان مفکرینو مرکز🇦🇫 #افغانستان #تاریخ #امیرعبدالرحمن_خان #دوکتورین #واخان #AfghanistanHistory #AmirAbdurRahmanKhanDoctrine #WakhanCorridor
له احمدشاه بابا وروسته، امیر عبدالرحمن خان د افغانستان د تاریخ له تر ټولو مهمو او سرنوشت سازو واکمنانو څخه بلل کیږي؛ نه ځکه چې تر ټولو عادل یا تر ټولو محبوب واکمن و، بلکې ځکه چې هغه په داسې یوه شیبه کې د افغانستان د دولت بڼه بدله کړه چې د هېواد د ټوټه کېدو او حتی د ګاونډیو امپراتوریو تر منځ د وېشل کېدو خطر واقعي و. افغانستان نن یو ځل بیا له هغو پوښتنو سره مخ دی چې عبدالرحمن خان نږدې یوه نیمه پېړۍ مخکې ورسره مخ و: مرکزي دولت څومره قوي وي؟ سیمه‌ییز او مسلح قدرتونه تر کومه ځایه خپلواک پاتې شي؟ افغان سیاسی او پوځي ډلې باید له بهرنیو قدرتونو سره مستقیمې اړیکې ولري که نه؟ او څنګه کولای شو د لویو او ګاونډیو قدرتونو تر منځ خپلواکي وساتو؟ همدا وجه ده چې د تاریخ مطالعه یوازې د تېرو کیسو راټولول نه دي. ابن خلدون تاریخ د عبرت او د دولتونو د عروج او زوال د منطق د پېژندلو وسیله باله. مهمه دا نه ده چې یوازې وپوښتو څه وشول؟ بلکې دا هم وپوښتو: ولې وشول؟ کوم ځواکونه فعال وو؟ واکمنو څه سم درک کړل او څه یې غلط؟ کوم بدیلونه موجود وو؟ او د یوې پرېکړې بیه راتلونکو نسلونو څومره پرې کړه؟ عبدالرحمن خان د دې پوښتنو لپاره ځانګړی اهمیت لري، ځکه هغه خپله د افغانستان د تجزیې نتیجه په خپلو سترګو لیدلې وه. د امیر دوست محمد خان تر مړینې وروسته، د منظم او منل شوي جانشینۍ د نشتوالي له امله شاهي کورنۍ په سیالو قدرتي مرکزونو ووېشل شوه. شهزادګانو خپل پوځونه، عواید، سیمې او ائتلافونه لرل؛ کابل نیول کېده او بېرته له لاسه وت، او مرکزي حکومت دومره کمزوری شو چې بهرنیو قدرتونو ته د نفوذ پراخ میدان برابر شو. عبدالرحمن خان له همدې تجربې یوه اساسي نتیجه واخیسته: هغه هېواد چې په داخل کې د قدرت مستقلې جزیرې ولري، جنګسالاران چې خپل پوځ، خپله خزانه او خپله سیمه ولري، او له مرکزي دولت څخه په جلا توګه له بهرنیو قدرتونو سره مستقیمې اړیکې وساتي، د اوږدې مودې لپاره خپلواکي نه شي ساتلای. د ده په ذهن کې ځکه د مرکزي حکومت پر وړاندې هر مستقل مسلح قدرت یوازې د واکمن لپاره خطر نه و؛ د افغانستان د دولت لپاره ستراتیژیک خطر و. کله چې هغه په ۱۸۸۰م کال افغانستان ته راګرځېد، وضعیت حتی تر نن ډېر خطرناک و. برتانوي پوځونه په افغانستان کې وو؛ کندهار عملاً د کابل له واکه جلا شوی و؛ د هرات راتلونکی نامعلوم و؛ په شمال کې روسي امپراتوري د افغانستان تر دروازو را رسېدلې وه؛ دننه سیال شهزادګان، سیمه ییز خانان، قومي ځواکونه او مستقل مسلح مرکزونه موجود وو. حتی د افغانستان د تجزیې او د بېلابېلو نفوذ ساحو په توګه د وېش مسئله د لویو قدرتونو په محاسبو کې مطرح وه. یعنې پوښتنه یوازې دا نه وه چې څوک به د افغانستان امیر شي؟ اصلي پوښتنه دا وه چې: ایا افغانستان به د یوه واحد دولت په توګه پاتې شي که نه؟ عبدالرحمن خان د همدې بحران په منځ کې هڅه وکړه چې د افغانستان سیاسي منطق بدل کړي: له څو مستقلو قدرتي مرکزونو څخه یوه مرکزي دولت ته؛ له څو وسله‌والو ځواکونو څخه یوه دولتي اردو ته؛ له جلا جلا بهرنیو اړیکو څخه یوه بهرنۍ پالیسي ته؛ او له سیمه‌ییزو حاکمیتونو څخه د کابل تر واک لاندې دولت ته. همدا تحول دی چې هغه د افغانستان د دولت‌جوړونې په تاریخ کې دومره مهم او سرنوشت ساز کوي. خو زموږ لړۍ به د عبدالرحمن خان د ستاینې لړۍ نه وي. د هغه دولت جوړونه له سختې وېرې، خونړۍ ځپنې، جبري کډوالۍ، ډله‌ییزو مجازاتو او مطلق واک سره هم تړلې وه. د هزاره‌جات جګړې، د غلجیو پاڅونونه، د نورستان فتح او جبري مذهبي بدلون، د سیاسي مخالفینو ځپل، د ځمکو او نفوسو جابه‌جایي، او د هغه د دولت انساني بیه به په راتلونکو برخو کې جلا، مستند او بې‌پرده وڅېړو. ځکه اصلي پوښتنه دا نه ده چې عبدالرحمن خان «ښه» و که «بد». اصلي پوښتنه دا ده: هغه د افغانستان کوم ستراتیژیک خطرونه سم تشخیص کړل؟ ولې یې باور درلود چې د قدرت جزیرې، جنګسالاران، سیمه ییز حکومتونه او له بهرنیو سره مستقیمې اړیکې د دولت د بقا لپاره خطر دي؟ کومو پرېکړو یې افغانستان د تجزیې له خطره را وایست؟ کومو لارو یې دولت پیاوړی کړ؟ او تر ټولو مهمه: په کوم ځای کې د قوي دولت اړتیا د مطلق واک، وېرې او ظلم په دولت بدله شوه؟ افغانستان نن هم له همدې اساسي معما سره مخ دی: داسې دولت ته اړتیا لري چې دومره قوي وي چې هېڅ جنګسالار، سیمه‌ییز قدرت یا بهرنی دولت یې حاکمیت ونه ننګوي؛ خو په عین وخت کې دومره قانونمند او عادل وي چې خپله مرکزي واکمني د ولس پر ضد په مطلق قدرت بدله نه کړي. همدا د تاریخ د مطالعې ارزښت دی. که تاریخ یوازې د خپلو اتلانو د ستاینې او د خپلو دښمنانو د غندنې لپاره ولولو، له تاریخه به هېڅ زده نه کړو. خو که یې د ابن خلدون په منطق د قدرت، عصبیت، دولت، ادارې، اقتصاد، جغرافیې، انساني انګېزو او د قدرت د توازن له زاویې وڅېړو، تاریخ د راتلونکي لپاره د دولتدارۍ په یوه لابراتوار بدلېږي. د افغان مفکرینو مرکز به په دې نوې تحلیلي لړۍ کې امیر عبدالرحمن خان نه د افسانې په سترګو ګوري او نه د کرکې؛ بلکې دا به وڅېړي چې هغه څنګه افغانستان له تجزیې سره مخامخ وموند، څنګه یې مرکزي دولت جوړ کړ، د دې دولت قیمت څه و، او د هغه له بریاوو او تېروتنو څخه نننی افغانستان څه زده کولای شي. 🇦🇫 #افغانستان #تاریخ #امیرعبدالرحمن_خان #دوکتورین
17
2
33
1,726
Center For Afghan Thinkers retweeted
درنو هېوادوالو: د سویس‌الاصله پوځي ستراتېژۍ نامتو تیوریسن، انتوان هنري جومیني، پوځي فکر موږ ته یوه مهمه پوښتنه راپه زړه کوي: «جګړې په عسکرو ګټل کېږي، نه په اټکلونو.» خو که د جګړې د ګټلو لپاره عسکر اړین وي، نو د عسکرو د اغېزمنتیا لپاره څه اړین دي؟ آیا یوازې شمېر، پرمختللي تجهیزات او نړیوال ملاتړ بسنه کوي، که سالمه سیاسي رهبري، اغېزمن بنسټونه، مشروعیت او ملي باور هم حیاتي ارزښت لري؟ د ځینو رسمي شمېرو له مخې، د افغان ملي دفاعي او امنیتي ځواکونو راپور شوی شمېر له ۳۰۰ زرو څخه اوښتی و. دغه ځواکونه په پرمختللو پوځي تجهیزاتو سمبال وو او له پراخ نړیوال ملاتړ څخه برخمن وو. د وسله‌والو ځواکونو اعلی سرقوماندان ډاکټر محمد اشرف غني و، چې د خپلې پرېکنده مشرۍ او ستراتېژیک لیدلوري له امله د خپلو پلویانو ترمنځ په ښه نوم یادېږي. د یادونې وړ ده چې موږ د افغان ملي دفاعي او امنیتي ځواکونو د منسوبینو د خدمتونو، قربانیو او سرښندنو منندوی یو. خو د جمهوریت له پرځېدو راهیسې د هغه د سقوط په اړه ګڼ روایتونه رامنځته شوي دي. له دغو روایتونو څخه یو هم د فساد او سازمان‌یافته جرمي تصدیو ناوړه اغېزې دي، چې د جمهوریت بنسټونه یې له دننه کمزوري او خوسا کړل. له همدې ځایه یوه بنسټیزه ستراتېژیکه پوښتنه راولاړېږي: آیا د جمهوریت پوځي ظرفیت د هغه سیاسي ایکوسیستم قرباني شو چې فساد، د معافیت فرهنګ او سازمان‌یافته جرمي تصدیو پکې ژورې ریښې غځولې وې؟ د حیرانتیا خبره دا ده چې د فساد او سازمان‌یافته جرمي تصدیو د اصلي عاملینو، ملاتړکوونکو او ګټه‌اخیستونکو په اړه لا هم هراړخیز ملي بحث نه دی شوی. زموږ په ګډون، د ډېرو زیانمنو افغانانو اساسي پوښتنه دا ده: هغه کسان څوک وو چې په افغان خاوره کې یې د معافیت فرهنګ ته وده ورکړه، لویه څارنوالي یې د جنایي او حقوقي دوسیو په ادیره بدله کړې وه، څارنوالان او مستنطقین یې ګواښل، دولتي ځمکې یې غصبولې، سیاسي ترورونه یې کول، او د غلا شویو پیسو په مټ د واک او ځواک پر څوکیو ناست وو؟ دا یوازې د اشخاصو د پېژندنې پوښتنه نه ده؛ بلکې د هغه سیاسي ایکوسیستم د څېړلو اړتیا ده چې فساد او جرمي تصدیو ته یې د فعالیت، نفوذ او پراختیا زمینه برابره کړې وه. دغو ستونزو د جمهوریت مشروعیت تر پوښتنې لاندې راوستی و، د عامو افغانانو او دولت ترمنځ یې واټن زیات کړی و او د ملي بنسټونو پر اغېزمنتیا یې ژورې منفي اغېزې کړې وې. د همدې موضوع د بېلابېلو اړخونو د څېړلو لپاره، د اوفا شبکې د سیګار ادارې پخواني لوړپوړي چارواکي ښاغلي ډېوېډ جې شوانډېمن ته بلنه ورکړې ده، څو د جمهوریت د شل کلنې تجربې، فساد، سازمان‌یافته جرمي تصدیو او د دولتي بنسټونو د کمزورۍ په اړه یو پرانیستی او هراړخیز بحث ولرو. زموږ موخه د جمهوریت د سقوط لپاره د یوه واحد علت ټاکل نه دي؛ بلکې غواړو وڅېړو چې سیاسي ایکوسیستم، فساد، جرمي تصدۍ، د امنیتي بنسټونو کمزورتیا او سیمه‌ییزو عواملو څنګه یو پر بل اغېز کړی او د جمهوریت په برخلیک کې یې څه رول لوبولی دی. د اوفا شبکه ټولو درنو هېوادوالو ته بلنه ورکوي چې د دې بې‌پرې او ستراتېژیک بحث برخه وګرځي. یکشنبه، د اکتوبر ۱۱مه، ۲۰۲۶ د واشنګټن پر وخت: د سهار ۱۱:۰۰ – د ماسپښین ۱:۰۰ ځای: د اوفا شبکې ایکس سپېس /د اوفا شبکه
ALERT: OFA Network | X Space Join the OFA Network for a strategic dialogue examining how corruption and organized criminal enterprises eroded the Afghan Republic from within—and how governance failures, security challenges, and regional dynamics shaped its eventual collapse. The dialogue will also explore lessons for Afghanistan’s future. #OFANetwork #Afghanistan #PanAfghanism
13
4
27
1,892
Center For Afghan Thinkers retweeted
Afghanistan must be strong enough that allows no faction to seek foreign backing to acquire power; lawful enough that no citizen needs a foreign supporter to obtain justice; inclusive enough that no community sees the state as its enemy; productive enough that sovereignty is not permanently financed by outsiders; and strategically independent enough that no foreign power can purchase Kabul's decisions.🇦🇫 #CFAT #Afghanistan #StrategicThinking
11
3
23
1,251
Center For Afghan Thinkers retweeted
Organized Crimes, Corruption and the Erosion of the Afghan Republic xitter.cf/i/spaces/1pJdRDwwyoVKW

19
3
30
1,863
Center For Afghan Thinkers retweeted
ALERT: OFA Network | X Space Join the OFA Network for a strategic dialogue examining how corruption and organized criminal enterprises eroded the Afghan Republic from within—and how governance failures, security challenges, and regional dynamics shaped its eventual collapse. The dialogue will also explore lessons for Afghanistan’s future. #OFANetwork #Afghanistan #PanAfghanism
28
7
42
4,870
Afghanistan must be strong enough that allows no faction to seek foreign backing to acquire power; lawful enough that no citizen needs a foreign supporter to obtain justice; inclusive enough that no community sees the state as its enemy; productive enough that sovereignty is not permanently financed by outsiders; and strategically independent enough that no foreign power can purchase Kabul's decisions.🇦🇫 #CFAT #Afghanistan #StrategicThinking
11
3
23
1,251
Center For Afghan Thinkers retweeted
د ملي وېجاړۍ پر ژۍ ناست ننداره‌چي ولس د جرمني صدراعظم اولاف شولڅ د ۲۰۲۲ کال د فبرورۍ پر ۲۷مه، د اوکراین پر ضد د روسیې له پراخ برید درې ورځې وروسته، د جرمني پارلمان ته وویل: «موږ د زمانې د یوه ستر بدلون شاهدان یو؛ له دې وروسته به نړۍ د پخوا په څېر نه وي.» هغه د Zeitenwende اصطلاح وکاروله، چې د زمانې د بدلون یا تاریخي اوښتون مانا لري. دا اصطلاح هم د Realpolitik یا واقعی سیاست په څېر په ستراتېژیکو ادبیاتو کې عامه شوې ده؛ دواړه جرمني ریښه، خو بېلابېلې ماناوې لري. شولڅ په دې وینا کې د جرمني په بهرني او دفاعي سیاست کې د پام وړ بدلون اعلان کړ. له دې وینا وروسته، د جرمني ستراتېژیک دود له بالقوه حالت څخه د بالفعل اقدام پر لور وخوځېد. د کره شمېرو له مخې، المان د پوځي لګښتونو له پلوه په نړۍ کې څلورم ځای لري. برلین هڅه کوي خپل متعارف پوځي ځواک دومره پیاوړی کړي چې د اروپا د امنیت یوه اساسي ستنه شي او په نړیوال ډګر کې خپل کلاسیک حیثیت بېرته ترلاسه کړي. د افغانانو په سیاق کې، دا لنډه ارزونه یوې ژورې اندېښنې ته اشاره کوي: له لسیزو راهیسې مو نسلونه د کډوالۍ په بېلابېلو څپو کې خواره واره شوي دي. ستراتېژیکې زېرمې مو د اوسپنې په بیه وپلورل شوې او نظامونه مو ړنګ شول. نن قرباني هم موږ ورکوو او د پېښو دروند بار هم زموږ پر اوږو دی. د افغانانو سیاسي هویت، بنسټونه او چوکاټونه له جدي ګواښ سره مخ دي؛ پر کابل هوايي بریدونه کېږي، خو ولس مو لا هم ننداره‌چي پاتې دی. بنسټیزه پوښتنه دا ده—موږ به څه وخت دا درک کړو چې که د خپل هېواد ستراتېژیک چارې سم لوري ته سوق نه کړو او د نن ورځې غوښتنو ته ځواب ورنکړو، ارزښتونه به مو یو په بل پسې قرباني شي. موږ به پر خپل راتلونکي لا ډېر بې‌باوره شو او په دې توګه به خپله ملي وېجاړۍ حتمي کړو. بنسټیزه پوښتنه دا ده—موږ به څه وخت دا درک کړو چې که د خپل هېواد ستراتېژیک چارې سم لوري ته سوق نه کړو او د نن ورځې غوښتنو ته ځواب ورنکړو، ارزښتونه به مو یو په بل پسې قرباني شي. موږ به پر خپل راتلونکي لا ډېر بې‌باوره شو او په دې توګه به خپله ملي وېجاړۍ حتمي کړو. دا حالت د افغانانو په څېر د یوه کلاسیک ولس له شان سره نه ښایي. /هویت نیوز
12
3
21
890
افغانان باید دا پوښتنې ته اساسي ځواب ولټوي چې ولې افغانستان تل د خپلې جغرافیې له امله هم مهم پاتې شوی او هم زیانمن؟ نن چې د #واخان، #چین، #روسیې، #پاکستان، #هند، #امریکا او سیمې د نوو سیالیو خبرې تودې دي، د امیر عبدالرحمن خان تجربه یو مهم تاریخي درس راکوي. شهزاده عبدالرحمن خان د کورنیو جګړو له ماتې وروسته نږدې لس کاله په روسي ترکستان، په ځانګړي ډول سمرقند کې، د روسانو تر سیوري لاندې ژوند وکړ. روسیې هغه ته استوګنځای او کلنی معاش ورکاوه. د فرانسوۍ سیاحې Marie de Ujfalvy-Bourdon د معاصر روایت له مخې، هغه هر کال ۲۵،۰۰۰ روسي روبله ترلاسه کول. Eugene Schuyler، چې په ۱۸۷۳م کې د شهزاده عبدالرحمن سره یې په سمرقند کې ملاقات شوی و، لیکي چې عبدالرحمن له دې معاشه شاوخوا ۵،۰۰۰ روبله مصرفول او پاتې یې سپمول. روایت دا دی چې هغه ساده ژوند کاوه او د افغانستان د تخت د بېرته نیولو فرصت ته پیسې سپمولې اوانتظار ایسته. دا ادعا وروسته نومولی افغان تاریخپوه مرحوم #حسن #کاکړ هم نقل کړې ده. که د ۱۸۷۹م د وخت تبادله واخلو، ۲۵،۰۰۰ روبله شاوخوا ۱۱،۷۵۰ امریکايي ډالر کېدل؛ د نن ورځې په حساب دا نږدې ۴۲۰ زره امریکایی ډالرو ته رسېږي. شهزاده عبدالرحمن په روسیه کې یوازې پناه اخیستې نه وه؛ هغه د یوه ستر امپراتورۍ د قدرت ماشین له نږدې مشاهده کوله. هماغه روسیه چې تاشکند یې نیولی و، بخارا یې تر نفوذ لاندې راوستې وه، خېوه یې ماته کړې وه او خوقند یې بالاخره له نقشې پاک کړ. له بلې خوا برتانوي هند و. افغانستان د دوو سترو قدرتونو تر منځ پروت و. همدلته افغان شهزاده یوه مهم درس یې زده کړه: لوی قدرتونه د دوستۍ له مخې نه، د خپلو ګټو له مخې حرکت کوي. روسانو تبعید کې افغان شهزاده وساته، لوی محل یې ورته په اختیار کې ورکړی و او هم نقدې پیسې یې ورکولې ځکه روسانو ده د راتلونکي ارزښت په اړه یې حساب کاوه. وروسته چې افغانستان د ننه تهولات رامنځته شول او بېرته افغانستان ته راستون شو،‌ انګرېزانو هغه ومانه، هغوی هم پیسې او وسلې یې ورکولې. خو نه روسیه د افغانستان د مینې لپاره دا کار کاوه، نه انګلستان. هر یوه خپله ستراتیژي لرله. نن نومونه بدل شوي، خو جغرافیه نه ده بدله شوې. شمال ته روسیه او منځنۍ اسیا ده. شمال ختیځ ته چین دی چې له امریکا سره ستره نړیواله سیالي لري. پاکستان له افغانستان او هند سره خپل امنیتي او ستراتیژیک حسابونه لري. هند له پاکستان او چین سره سیالي لري. روسیه له اوکراین سره په جګړه کې ده او له ناټو سره ژور تقابل لري. امریکا هم لا افغانستان یوازې د افغانستان له زاویې نه ګوري؛ د چین، منځنۍ اسیا او بګرام جغرافیه هم ورته مهمه ده. او د همدې ټولو په منځ کې واخان پروت دی. واخان یوازې یوه لیرې دره نه ده. دا د پخوانۍ «سترې لوبې» ژوندی میراث دی. د نولسمې پېړۍ په پای کې برتانوي هند او تزاري روسیې غوښتل چې د دوی ستراتیژیکې پولې مستقیمې سره ونه لګېږي، نو واخان د حایل په توګه ځانګړی اهمیت پیدا کړ. هغه وخت دا سیمه له مرکز څخه لیرې، غریبه او د دفاع له نظره ګرانه وه. نن هماغه واخان د چین سره د مستقیمې لارې، د ترانزیټ د تنوع او له پاکستانه د زیاتې وابستګۍ د کمولو په توګه یادېږي. خو دلته یو اساسي ټکی دی: جغرافیه په خپله قوت نه جوړوي. که دولت کمزوری وي، که اقتصاد ناتوانه وي، که مشروعیت محدود وي، که ملي ادارې کمزورې وي او که افغانستان د نورو په مرستو ولاړ وي، نو ستراتیژیک موقعیت د فرصت پر ځای د سیالۍ ډګر ګرځي. عبدالرحمن خان په دې پوه شوی و چې د افغانستان اصلي خطر یوازې غښتلي ګاونډیان نه دي؛ اصلي خطر هغه وخت رامنځته کېږي چې غښتلي ګاونډیان او کمزوری افغانستان سره یو ځای شي. ده دا هم زده کړل چې له یوه لوی قدرت څخه مرسته اخیستل یوه خبره ده، خو د هغه د ستراتیژۍ وسیله کېدل بله خبره ده. همدا درس نن هم ارزښت لري. روسیه به د روسیې ګټې تعقیبوي. چین به د چین ګټې تعقیبوي. هند به د هند ګټې تعقیبوي. پاکستان به د پاکستان ګټې تعقیبوي. امریکا به د امریکا ګټې تعقیبوي. نو افغانستان ولې د افغانستان ګټې تعقیب نکړی؟ ستونزه دا نه ده؛ دا د دولتونو طبیعت دی. ستونزه هغه وخت پیلېږي چې افغانان د بل هېواد ملي ګټه د افغانستان له ملي ګټې سره یوه وبولي. افغانستان باید نه د روسیې د ناټو ضد سنګر شي، نه د امریکا د چین ضد اډه، نه د پاکستان «ستراتیژیک عمق»، نه د هند د پاکستان ضد وسیله او نه یوازې د چین د تګ راتګ او طبیعي زېرمو د انتقال یوه لاره. افغانستان باید له ټولو سره اړیکې ولري، خو د هېچا وسیله نه وي. واخان باید افغانستان له نړۍ سره ونښلوي؛ نه دا چې نړۍ د افغانستان له لارې له یو بل سره حسابونه تصفیه کړي. د پولادي امیر عبدالرحمن خان له دورې تر نن پورې تر ټولو لوی درس همدا دی: افغانستان باید دومره قوي وي چې هېڅ بهرنی قدرت یې حاکمیت وانه خلي، او دومره مشروع او عادل وي چې افغانان یې د دفاع لپاره د پردیو دروازو ته مجبور نه شي. دا زموږ د تاریخ ناتمام درس دی. - افغان مفکرینو مرکز🇦🇫 #افغانستان #تاریخ #امیرعبدالرحمن_خان #دوکتورین #واخان #AfghanistanHistory #AmirAbdurRahmanKhanDoctrine #WakhanCorridor
له احمدشاه بابا وروسته، امیر عبدالرحمن خان د افغانستان د تاریخ له تر ټولو مهمو او سرنوشت سازو واکمنانو څخه بلل کیږي؛ نه ځکه چې تر ټولو عادل یا تر ټولو محبوب واکمن و، بلکې ځکه چې هغه په داسې یوه شیبه کې د افغانستان د دولت بڼه بدله کړه چې د هېواد د ټوټه کېدو او حتی د ګاونډیو امپراتوریو تر منځ د وېشل کېدو خطر واقعي و. افغانستان نن یو ځل بیا له هغو پوښتنو سره مخ دی چې عبدالرحمن خان نږدې یوه نیمه پېړۍ مخکې ورسره مخ و: مرکزي دولت څومره قوي وي؟ سیمه‌ییز او مسلح قدرتونه تر کومه ځایه خپلواک پاتې شي؟ افغان سیاسی او پوځي ډلې باید له بهرنیو قدرتونو سره مستقیمې اړیکې ولري که نه؟ او څنګه کولای شو د لویو او ګاونډیو قدرتونو تر منځ خپلواکي وساتو؟ همدا وجه ده چې د تاریخ مطالعه یوازې د تېرو کیسو راټولول نه دي. ابن خلدون تاریخ د عبرت او د دولتونو د عروج او زوال د منطق د پېژندلو وسیله باله. مهمه دا نه ده چې یوازې وپوښتو څه وشول؟ بلکې دا هم وپوښتو: ولې وشول؟ کوم ځواکونه فعال وو؟ واکمنو څه سم درک کړل او څه یې غلط؟ کوم بدیلونه موجود وو؟ او د یوې پرېکړې بیه راتلونکو نسلونو څومره پرې کړه؟ عبدالرحمن خان د دې پوښتنو لپاره ځانګړی اهمیت لري، ځکه هغه خپله د افغانستان د تجزیې نتیجه په خپلو سترګو لیدلې وه. د امیر دوست محمد خان تر مړینې وروسته، د منظم او منل شوي جانشینۍ د نشتوالي له امله شاهي کورنۍ په سیالو قدرتي مرکزونو ووېشل شوه. شهزادګانو خپل پوځونه، عواید، سیمې او ائتلافونه لرل؛ کابل نیول کېده او بېرته له لاسه وت، او مرکزي حکومت دومره کمزوری شو چې بهرنیو قدرتونو ته د نفوذ پراخ میدان برابر شو. عبدالرحمن خان له همدې تجربې یوه اساسي نتیجه واخیسته: هغه هېواد چې په داخل کې د قدرت مستقلې جزیرې ولري، جنګسالاران چې خپل پوځ، خپله خزانه او خپله سیمه ولري، او له مرکزي دولت څخه په جلا توګه له بهرنیو قدرتونو سره مستقیمې اړیکې وساتي، د اوږدې مودې لپاره خپلواکي نه شي ساتلای. د ده په ذهن کې ځکه د مرکزي حکومت پر وړاندې هر مستقل مسلح قدرت یوازې د واکمن لپاره خطر نه و؛ د افغانستان د دولت لپاره ستراتیژیک خطر و. کله چې هغه په ۱۸۸۰م کال افغانستان ته راګرځېد، وضعیت حتی تر نن ډېر خطرناک و. برتانوي پوځونه په افغانستان کې وو؛ کندهار عملاً د کابل له واکه جلا شوی و؛ د هرات راتلونکی نامعلوم و؛ په شمال کې روسي امپراتوري د افغانستان تر دروازو را رسېدلې وه؛ دننه سیال شهزادګان، سیمه ییز خانان، قومي ځواکونه او مستقل مسلح مرکزونه موجود وو. حتی د افغانستان د تجزیې او د بېلابېلو نفوذ ساحو په توګه د وېش مسئله د لویو قدرتونو په محاسبو کې مطرح وه. یعنې پوښتنه یوازې دا نه وه چې څوک به د افغانستان امیر شي؟ اصلي پوښتنه دا وه چې: ایا افغانستان به د یوه واحد دولت په توګه پاتې شي که نه؟ عبدالرحمن خان د همدې بحران په منځ کې هڅه وکړه چې د افغانستان سیاسي منطق بدل کړي: له څو مستقلو قدرتي مرکزونو څخه یوه مرکزي دولت ته؛ له څو وسله‌والو ځواکونو څخه یوه دولتي اردو ته؛ له جلا جلا بهرنیو اړیکو څخه یوه بهرنۍ پالیسي ته؛ او له سیمه‌ییزو حاکمیتونو څخه د کابل تر واک لاندې دولت ته. همدا تحول دی چې هغه د افغانستان د دولت‌جوړونې په تاریخ کې دومره مهم او سرنوشت ساز کوي. خو زموږ لړۍ به د عبدالرحمن خان د ستاینې لړۍ نه وي. د هغه دولت جوړونه له سختې وېرې، خونړۍ ځپنې، جبري کډوالۍ، ډله‌ییزو مجازاتو او مطلق واک سره هم تړلې وه. د هزاره‌جات جګړې، د غلجیو پاڅونونه، د نورستان فتح او جبري مذهبي بدلون، د سیاسي مخالفینو ځپل، د ځمکو او نفوسو جابه‌جایي، او د هغه د دولت انساني بیه به په راتلونکو برخو کې جلا، مستند او بې‌پرده وڅېړو. ځکه اصلي پوښتنه دا نه ده چې عبدالرحمن خان «ښه» و که «بد». اصلي پوښتنه دا ده: هغه د افغانستان کوم ستراتیژیک خطرونه سم تشخیص کړل؟ ولې یې باور درلود چې د قدرت جزیرې، جنګسالاران، سیمه ییز حکومتونه او له بهرنیو سره مستقیمې اړیکې د دولت د بقا لپاره خطر دي؟ کومو پرېکړو یې افغانستان د تجزیې له خطره را وایست؟ کومو لارو یې دولت پیاوړی کړ؟ او تر ټولو مهمه: په کوم ځای کې د قوي دولت اړتیا د مطلق واک، وېرې او ظلم په دولت بدله شوه؟ افغانستان نن هم له همدې اساسي معما سره مخ دی: داسې دولت ته اړتیا لري چې دومره قوي وي چې هېڅ جنګسالار، سیمه‌ییز قدرت یا بهرنی دولت یې حاکمیت ونه ننګوي؛ خو په عین وخت کې دومره قانونمند او عادل وي چې خپله مرکزي واکمني د ولس پر ضد په مطلق قدرت بدله نه کړي. همدا د تاریخ د مطالعې ارزښت دی. که تاریخ یوازې د خپلو اتلانو د ستاینې او د خپلو دښمنانو د غندنې لپاره ولولو، له تاریخه به هېڅ زده نه کړو. خو که یې د ابن خلدون په منطق د قدرت، عصبیت، دولت، ادارې، اقتصاد، جغرافیې، انساني انګېزو او د قدرت د توازن له زاویې وڅېړو، تاریخ د راتلونکي لپاره د دولتدارۍ په یوه لابراتوار بدلېږي. د افغان مفکرینو مرکز به په دې نوې تحلیلي لړۍ کې امیر عبدالرحمن خان نه د افسانې په سترګو ګوري او نه د کرکې؛ بلکې دا به وڅېړي چې هغه څنګه افغانستان له تجزیې سره مخامخ وموند، څنګه یې مرکزي دولت جوړ کړ، د دې دولت قیمت څه و، او د هغه له بریاوو او تېروتنو څخه نننی افغانستان څه زده کولای شي. 🇦🇫 #افغانستان #تاریخ #امیرعبدالرحمن_خان #دوکتورین
17
2
33
1,726
Center For Afghan Thinkers retweeted
خبرتیا: د اوفا شبکه به ډېر ژر د افغانستان د وروستي جمهوریت په اړه د یوې مهمې ایکس سپېس کوربه وي. د بحث او مېلمه په اړه نور جزئیات به وروسته خپاره شي. /د اوفا شبکه
16
2
34
1,332
Center For Afghan Thinkers retweeted
د افغانستان د ورانۍ ټول لاملونه پر انګرېز، روسیې، امریکا، پاکستان او نورو بهرنیو قدرتونو ور اچول، زموږ د تاریخ نیمګړی تحلیل دی. بهرنیو لاسوهنو او جګړو ژور زیانونه اړولي؛ خو د کورني مشرتابه قدرت‌پرستي، خپلمنځي شخړې او پر بهرنیو ملاتړونو تکیه هم جدي ارزونه غواړي. افغانستان پخوا هم د لویو قدرتونو د سیالۍ ډګر و. امیر دوست محمد خان په سیاسي لحاظ وېشل شوی هېواد ترلاسه کړ. له ماتې او تبعید وروسته یې، د روس او انګرېز د سیالۍ په چاپېریال کې، خپل واک بیا ټینګ کړ او د کابل، کندهار او هرات په یوځای کولو یې د معاصر افغان دولت بنسټونه پیاوړي کړل. دا تجربه ښيي چې بهرنی فشار، د کورني مشرتابه د تدبیر او انتخاب اهمیت نه له منځه وړي. روانپوه البرټ بانډورا «د مسؤلیت انتقال» له اخلاقي حساب‌ورکونې څخه د ځان خلاصولو یوه لاره ګڼي. د دې مفهوم په رڼا کې، پر بهرنیانو د ټولې پړې اچول زموږ د خپلو پرېکړو او تېروتنو د ارزونې مخه نیولی شي. د بهرنیو قدرتونو مسؤلیت زموږ د مشرانو مسؤلیت نه ساقطوي. له تاریخه زده کړه هغه وخت ممکنه ده چې دواړه په صادقانه او مستند ډول وڅېړل شي. دولت په پلمو نه جوړېږي؛ په تدبیر، مسؤلیت منلو او حساب‌ورکونه جوړېږي. #افغانستان #تاریخ #ملی_مسؤلیت 🇦🇫
1
15
4
35
2,182

پاکستان؛ په بهر کې بېسمارک، په داخل کې هابسبورګ په نولسمه پېړۍ کې اوټو وان بېسمارک د جرمني بهرنی سیاست د تړونونو او د قدرت د موازنې پر یوه پېچلي نظام ودراوه. له اتریش–هنګري سره دوه‌ګونی اتحاد (Dual Alliance) د روسیې د احتمالي فشار پر وړاندې امنیتي تکیه وه؛ وروسته ایټالیا هم د درې‌ګوني اتحاد (Triple Alliance) له لارې دې نظام ته داخله شوه. بېسمارک د بریتانیا، ایټالیا او اتریش–هنګري ترمنځ د مدیترانې د تړونونو (Mediterranean Agreements) ملاتړ هم وکړ، څو په مدیترانه او بالکان کې د روسیې نفوذ محدود کړي. خو په عین وخت کې یې له همدې روسیې سره په پټه د بیا تضمین تړون (Reinsurance Treaty) لاسلیک کړ، څو مسکو په بشپړ ډول د جرمني مخالف محور ته ولاړ نه شي. د دغو ظاهراً متضادو اړیکو تر شا یو منطق پروت و: د جرمني د ستراتېژیکې محاصرې مخنیوی، د فرانسې انزوا، د عمل د آزادۍ ساتل او برلین داسې محوري موقعیت ته رسول چې د اروپا په لویو معادلو کې یې له پامه غورځول ستونزمن وي. د پاکستان په اوسني ډیپلوماتیک چلند کې هم د ورته موازنې ځینې نښې لیدل کېږي. اسلام‌آباد له سعودي عربستان او ترکیې سره دفاعي ترتیبات پراخوي؛ له چین سره ژوره ستراتېژیکه اړیکه ساتي؛ او په عین وخت کې د روسیې په «سنټر–۲۰۲۶» (Center-2026) پوځي تمرینونو کې، د چین او نورو هېوادونو ترڅنګ، ګډون کوي. دغه تمرینونه د ګډې قوماندې، ګډو عملیاتو او د بهرني پوځي ګواښ پر وړاندې د ځواکونو د همغږۍ پر سناریوګانو راڅرخي. له بلې خوا، پاکستان له واشنګټن سره اړیکې ساتي، له تهران سره یې ډیپلوماتیک کانالونه پرانیستي دي او د ایران او امریکا ترمنځ یې د منځګړیتوب هڅه هم کړې ده. هدف یوازې اتحاد نه ښکاري؛ هدف موقعیت دی. د دې ډیپلوماتیک تحرک تر شا د پاکستان یوه پخوانۍ ستراتېژیکه اندېښنه هم لیدل کېدای شي: د هند او افغانستان ترمنځ د ستراتېژیکې محاصرې وېره. پاکستان د خپلې جغرافیې له مخې د دوو زړو او ژورو تاریخي–تمدني حوزو ترمنځ پروت دی — هندیان په ختیځ او افغانان په لوېدیځ کې. له دواړو سره یې اړیکې په بېلابېلو تاریخي پړاوونو کې له ژورو امنیتي او سیاسي اختلافونو سره مخ پاتې شوې دي. له همدې زاویې، له چین سره ژوره اړیکه، له خلیجي قدرتونو سره دفاعي ترتیبات، له روسیې سره پوځي تعامل، له امریکا سره د اړیکو ساتل او له ایران سره د خبرو کانال یوازې جلا جلا اړیکې نه ښکاري؛ دا ټول د ستراتېژیکې فضا/ چاپېریال د پراخولو د یوې لویې هڅې برخې هم ګڼل کېدای شي — څو اسلام‌آباد ځان یوازې د هند–افغانستان د جغرافیایي محور په منځ کې محصور ونه ویني. خو د پاکستان لپاره اصلي تناقض په داخل کې پروت دی. پاکستان د یوه ټوټه‌ټوټه فدرالي جوړښت (patchwork federalism) مدیریت کوي؛ داسې جوړښت چې بېلابېل تاریخي هویتونه، سیاسي حافظې او زړې شخړې پکې سره راټولې شوې دي. د پښتني سیاسي حافظې په ځینو روایتونو کې د احمدشاه ابدالي تاریخي میراث، د بلوچ سیاسي حافظې په ځینو جریانونو کې د کلات او نصیر خان میراث، او په سند کې د ځانګړي سندي تاریخي هویت او خودمختارۍ روایتونه لا هم حضور لري. دغه داخلي معما اوس امنیتي اړخ هم لري. پاکستان په پښتونخوا او بلوچستان کې له مخ پر زیاتېدونکو وسله‌والو فعالیتونو سره مخ دی. په پښتونخوا کې د تحریک طالبان پاکستان او اړوندو شبکو فعالیت، او په بلوچستان کې بلوچ وسله‌وال پاڅون، د پاکستان امنیتي ځواکونه په دوو مهمو لوېدیځو تیاترونو کې بوخت ساتي. له همدې ځایه د پاکستان هابسبورګي (Habsburg)معما راڅرګندېږي. په بهر کې د بېسمارک په څېر د قدرتونو ترمنځ موازنه؛ خو په داخل کې د داسې ټوټه‌ټوټه، څو-قومي فدرالیزم مدیریت، چې تاریخي هویتونه، سیاسي غوښتنې او په پښتونخوا او بلوچستان کې وسله‌والې شخړې پکې د مرکزي قدرت لپاره دوامداره ننګونه جوړوي. نو څه؟ پاکستان ښايي د خپل جغرافیایي موقعیت، پوځ او متضادو قدرتونو ته د لاسرسي له لارې خپل ډیپلوماتیک وزن تر اقتصادي ظرفیت لوړ وساتي. خو د بېسمارک د ریال‌پولیټیک تر شا یو نسبتاً ځواکمن او منسجم جرمني دولت ولاړ و. پاکستان بیا له یوې بلې معادلې سره مخ دی: په بهر کې د هند او افغانستان په څېر د دوو کلاسیکو، ژورو تاریخي ریښو لرونکو هېوادونو ترمنځ د ستراتېژیکې محاصرې د ماتولو هڅه، او په داخل کې د خپل ټوټه‌ټوټه فدرالي جوړښت د یوځای ساتلو اړتیا. همدا ښايي د اسلام‌آباد د اوسني ریال‌پولیټیک اساسي ازموینه وي: ایا پاکستان کولی شي په بهر کې بېسمارکي موازنه وساتي، په داسې حال کې چې په داخل کې له هابسبورګي معما سره مخ دی؟ هویت نیوز | د رسنیزې ایکولوژۍ او ستراتېژیکو نظریاتو خونه
13
5
27
1,795