د ننګرهار ولایت مقام د اطلاعاتو او رسنيو دفتر (@nmic8) header
د ننګرهار ولایت مقام د اطلاعاتو او رسنيو دفتر (@nmic8) profile picture
Afghanistan
Joined December 2012
Photo by د ننګرهار ولایت مقام د اطلاعاتو او رسنيو دفتر (@nmic8)Photo by د ننګرهار ولایت مقام د اطلاعاتو او رسنيو دفتر (@nmic8)Photo by د ننګرهار ولایت مقام د اطلاعاتو او رسنيو دفتر (@nmic8)Photo by د ننګرهار ولایت مقام د اطلاعاتو او رسنيو دفتر (@nmic8)Photo by د ننګرهار ولایت مقام د اطلاعاتو او رسنيو دفتر (@nmic8)Photo by د ننګرهار ولایت مقام د اطلاعاتو او رسنيو دفتر (@nmic8)Photo by د ننګرهار ولایت مقام د اطلاعاتو او رسنيو دفتر (@nmic8)Photo by د ننګرهار ولایت مقام د اطلاعاتو او رسنيو دفتر (@nmic8)Photo by د ننګرهار ولایت مقام د اطلاعاتو او رسنيو دفتر (@nmic8)Photo by د ننګرهار ولایت مقام د اطلاعاتو او رسنيو دفتر (@nmic8)
د ننګرهار په سره ‌رود او کوز کونړ ولسوالیو کې ۱۰۰ تنو د ستروسو او سبزیجاتو پروسس کوونکو ته د ۲.۶ میلیونه افغانیو په ارزښت وسایل او مواد ووېشل شول.
183
قراردادي خبرتياوې 1.قبایلوریاست څخه يوتن دوه دوکانونه دمیاشتې په ۲۴۱۰۰ افغانۍ په کرايه غواړي که څوک يې تردې په لوړه کرايه نيسي غوښتنليک دې وسپاري. 2.ننګرهار پوهنتون داکسيجن،لابراتواري او راډيولوژي موادو قرارداد حيات شمس لوژستيکي شرکت سره کوي دداوطلبۍ ګډونوال دې خبروي.
1
229
8.سپين غر هوټل د ازادې داوطلبۍ په ترڅ کې د خپل بڼ نارنجان پلوري تر ۲۱ ورځو پروې غوښتنليک سپارلی شئ 9.د ننګرهار وادې کرنيز شرکت څه يو تن لس ټنه کبان، ګراس او چينا يو کيلو په ۲۸۵ افغانۍ او سلور په ۱۹۵ افغانۍ غواړي که څوک يې تر دې په لوړه بيه پيري غوښتنليک دې وسپاري.
1
19
10.ټولګټو چارو ریاست د حلقوي سړک پر مسير د کمبو خوړ د معبر د ضروري برخو د ترميم قرارداد په يو ميليون او ۹۹۹ زره افغانيو آمين همکار ساختماني شرکت سره کوي د داوطلبۍ ګډونوال دې خبر وي. 11.ملي پراختيا شرکت د جلال اباد ښار دو سرکې ساحه کې ۱۲ هټۍ د داوطلبۍ په ترڅ کې په قرارداد ورکوي
22
د ننګرهار خوږیاڼیو ۷۵ بستریز روغتون جراحي ټیم د یوې ۱۸ کلنې نجلۍ د اپنډکس د ایستلو او د غټو کولمو د ښي اړخ د لرې کولو پېچلي عملیات په بریالیتوب ترسره کړي دي. د ننګرهار عامې روغتیا ریاست د معلوماتو له مخې، ناروغې د نس شدید درد له امله روغتون ته مراجعه کړې وه او لومړنی تشخیص یې د
1
9
923
اپنډکس التهاب و؛ خو د عملیاتو پر مهال د غټو کولمو په لومړنۍ برخه کې د نسجونو د مړینې او تورېدو له امله رامنځته شوې توده هم وموندل شوه.
1
35
جراحي ټیم د اپنډکس تر ایستلو وروسته د غټو کولمو ښی اړخ لرې کړ او پاتې برخې یې د جراحي عملیاتو له لارې سره ونښلولې. د عامې روغتیا ریاست په وینا، ناروغه له عملیاتو وروسته تر روغتیايي څارنې لاندې ښه شوه او له بشپړې ارزونې وروسته له روغتون څخه رخصت شوه. ننګرهار رسنيو دفتر
26
ننګرهار پوهنتون د امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی د فرمانونو د اغېزو په اړه د مقالو لیکلو په برخه کې د هېواد په کچه لومړی مقام خپل کړ. د معلوماتو له مخې د امیرالمؤمنین حفظه الله د فرمانونو د اغېزو په اړه ۹۴۷ مقالې لیکل شوي، چې په ۷۵ ټوکو کې د یوې علمي ټولګې په بڼه چاپ شوي دي.
1
2
11
1,042
په دې لړ کې ننګرهار پوهنتون د مقالو د لیکلو له مخې په ملي کچه لومړی مقام خپل کړی دی. ننګرهار رسنيو دفتر
2
44
د ننګرهار رسنيو دفتر خبري چينلونه
3
557
د ننګرهار په نهو ولسوالیو کې پر ۱۹ زره او ۲۲۰ جریبه ځمکه ګني کرل شوي، چې د کرنې ریاست د اټکل له مخې به ترې ۱۸۱ زره او ۴۰۰ مټریک ټنه حاصل ترلاسه او ۱۱ زره او ۷۵۰ مټریک ټنه ګوړه تولید شي.
1
2
450
سبحاني زیاته کړې، د ګنیو او ګوړو بازار د تېرو کلونو په پرتله ښه شوی او تولیدات یې د هېواد بېلابېلو ولایتونو ته لېږدول کېږي. په همدې حال کې د ګوړو تولیدوونکو ویلي، چې په خپلو کارخونو کې یې لسګونو کسانو ته د کار زمینه برابره کړې او له کلونو راهیسې د لوړ کیفیت ګوړه تولیدوي.
1
25
د کرنې ریاست د شمېرو له مخې، تېر کال د ننګرهار په اوو ولسوالیو کې پر ۱۵ زره او ۹۸۰ جریبه ځمکه ګني کرل شوي وو، چې ۱۵۷ زره او ۷۸۵ مټریک ټنه حاصل یې ورکړی و. کرنې ریاست سږکال د بزګرانو د مسلکي وړتیاوو لوړولو لپاره ۹ زره او ۸۰۰ بزګرانو ته روزنه ورکړې. ننګرهار رسنيو دفتر
24
د ننګرهار المپیک، بدني روزنې او ورزش رئیس عبدالسلام وزیروال د ورزشي فدراسیونونو مسوولینو سره په ناسته کې د ورزشي کلپونو د معیاري کولو، د ورزشکارانو د ثبت او مسلکي روزنې او د ولایتي سیالیو پر منظم ترسره کېدو خبرې او سپارښتنې وکړې.
1
14
854
وزیروال د فدراسیونونو مسوولينو ته لارښوونه وکړه، چې د «مېسټر ننګرهار» سیالۍ په ټولو ورزشي برخو کې ترسره کړي او د نورو ولایتونو ورزشکاران هم دغو سیالیو ته راوبولي. د فدراسیونونو مسوولینو ډاډ ورکړ چې کلپونو سره به همغږي وکړي، ترڅو دغه ورزشي سیالۍ په منظم ډول ترسره شي.
40