VOA Pashto (@VOAPashto) header
VOA Pashto (@VOAPashto) profile picture

News & stories from Afghanistan & the world in Pashto. د افغانستان او نړۍ تازه او کره خبرونه https://xitter.cf/t.co/CLBTNM2haQ | https://xitter.cf/t.co/VtOkjisfEt

Joined August 2009
د پان امریکا د روغتیا سازمان وايي چې له څه باندې یو کال راهېسې په متحدو ایالتونو، مکسیکو او بولیویا کې د شري ناروغي خپره ده او په همدې اساس دا درې واړه هېوادونه نور له دغې ناروغۍ څخه پاک نه ګڼل کېږي او د پاکۍ دریځ یې له لاسه ورکړی دی. wxyz.page/Ll7ok
512
د امریکا د کانګرس د استازو جرګې منتخبو ډیموکراتو غړو د چهارشنبې په ورځ (نومبر ۱۸) د خپل ګوند اوسنی اقلیتي مشر حکیم جفریز د دې جرګې د راتلونکې دورې د مشر په توګه ونوماوه. wxyz.page/yZl01
1
648
د متحدو ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ وايي چې د ایران پر وړاندې په جګړه کې یې ډېر ښه پرمختګ کړی دی. youtube.com/watch?v=1CT2tOkE…
1
788
د امریکا غږ خبریال مایکل لېپین د چین له شېنزین څخه د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د سفر او غونډو په اړه معلومات شريکوي.
2
780
د ولسمشر ډونالډ ټرمپ په ګډون د اپیک یا د اسیا پسفیک د اقتصادي همکاریو د مشرانو غونډه د چهار شنبې په ورځ د چین په شینژن ښار کې پیل شوه. ولسمشر ټرمپ د پنجشنبې په ورځ د چین او روسیې له ولسمشرانو سره درې اړخیزه غونډه کوي. pashtovoa.com/a/apec-summit-…
773
اوکراییني سیمه‌ییزو چارواکو د چهارشنبې په ورځ (د نومبر ۱۸مه) خبر ورکړی چې روسي ځواکونو د اوکراین د تور سمندرګي پر ساحلي بندري ښار اودېسا درې پرله‌پسې بریدونه کړي، چې له امله یې څلور کسان وژل شوي دي. pashtovoa.com/a/ukraine-russ…
2
791
له مانیلا تر شېنژن پورې،د امریکا سوداګریزې او امنیتي خبرې
1
17
1,979
ولسمشر ټرمپ د سویل ختیځې اسیا له هغو مشرانو سره د خبرو لپاره فلیپین ته سفر کړی چې د چین سمندري نفوذ امنیتي او د امریکا-ایران شخړې د انرژۍ د لوړو بیو او نورو اقتصادي ننګونو سره مخ کړي. د امریکا غږ خبریال مایکل لیپین دکیوزون پوهنتون استاد اروګای په همدې اړه پوښتلی.
1
968
په وروستیو میاشتو کې په جنوبي چین سمندر کې د هغو اوبو په اړه د چین پرېکنده کړنې چې فلیپین یې خپلې ګڼي، د مانیلا له خوا احتجاجونه او د واشنګټن له خوا نیوکې راپارولي دي. د امریکا غږ خبریال مایکل لیپین د کیوزون پوهنتون له استاد اروګای په همدې اړه غږولی دی.
839
د امریکا د متحدو ایالتونو د ملي امنیت ادارې (اېن اېس اې) ویلي چې د دوی شبکه د مراقبت او ترمیم پرمهال له "موقت ځنډ" سره مخ شوې و خو "د ماموریت اړینې وړتیاوې" فعالې پاتې وې. د دوشنبې په ورځ هم ځېنو ستونزو بانکي سیسټم اغېزمن کړی و. pashtovoa.com/a/nsa-technolo…
2
814
په جنوب ختیځې اسیا کې سیمه ایز امنیت او د هېوادونو ترمنځ د کړکېچ مدیریت د اسین د سرمشریزې یوه عمده موضوع وه. زموږ همکار مایکل لیپین د فیلیپین په دیمان پوهنتون کې د سیاسي علومو استاد اریس اروګای څخه پوښتنه کړې چې امریکا څنګه د خپلو شریکانو او چین ترمنځ کړکېچ مدیریت کوي؟
1
850