RTA Sport (@SportRta) header
RTA Sport (@SportRta) profile picture

RTA Sport; a channel of RTA, the Afghanistan national broadcaster since 1925, it delivers an all inclusive national and international sports news, live coverage

Joined May 2019
Photo by RTA Sport (@SportRta)Photo by RTA Sport (@SportRta)Photo by RTA Sport (@SportRta)Photo by RTA Sport (@SportRta)Photo by RTA Sport (@SportRta)Photo by RTA Sport (@SportRta)Photo by RTA Sport (@SportRta)Photo by RTA Sport (@SportRta)Photo by RTA Sport (@SportRta)Photo by RTA Sport (@SportRta)
د افغانستان فوټبال ساحلي ملي لوبډلې ویتنام ته ماتې ورکړه د افغانستان فوټبال ساحلي ملي لوبډلې د اسیا ملتونو جام ۲۰۲۶ سیالیو په درېیمه او وروستۍ ګروپي لوبه کې ویتنام ته ۵ - ۲ ماته ورکړه. افغانستان له دې بریا سره درې امتیازونه ترلاسه کړل او د ګروپ په جدول کې یې درېیم ځای خپل کړ. د اسیا فوټبال کنفدراسیون (AFC) د راپور له مخې، بل پړاو ته د افغانستان د لارموندنې برخلیک د نورو لوبډلو د پایلو پورې تړلی دی. #RTASport
130
په بلخ ولایت کې د نهو ولایتونو ١٠٠ ورزشکارانو ترمنځ د کونګ‌فو سیالۍ وشوې. په دې سياليو کې له فاریاب، جوزجان، سمنګان، بغلان، کندوز، تخار، بدخشان، کابل او بلخ ولایتونو څخه ورزشکارانو په بېلا بېلو عمري کټگوریو کې ګډون کړی و، چې په پایله کې يې ٥٠ تنو برياوې خپلې کړې. #RTASport
136
د افغانستان کورش ملي لوبډلې په ازبکستان کې د نړیوالو سیالیو بهیر له کوم مډال ګټلو پرته پای ته ورساوه. د کورش فدراسیون مسوولان وايي، د افغانستان ۱۱ استازو د بېلابېلو هېوادونو له سیالانو سره تر مخامخ کېدو او ماتې خوړلو وروسته له سیالیو څخه پاتې شول. په دغو سیالیو کې د ۱۳ هېوادونو ۱۶۰ ورزشکارانو ګډون کړی و. #RTASport
1
142
د کاپیسا او پروان ولایتونو تر منځ، چې ۲ یو ورځنۍ سیالۍ پیل شوې وې، د کاپیسا لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې. دغه سترې سیالۍ د پروان ولایت په کوربه‌توب ترسره شوې، چې کاپیسا پکې سیالې لوبډلې ته ۲ – ۰ ماته ورکړه او اتلولي یې په خپل نوم کړه. زاهد نیازی د دې سیالیو غوره لوبغاړی، امان الله مخکښ توپوهونکی او یاسر ساپی غوره توپ‌اچوونکی ونومول شول. #RTASport
141
افغان ابدالیانو اسیا جام کې خپل سفر په بریا پای ته ورساوه د ځوانو لوبغاړو اسیا جام سیالیو په دوام افغان الف لوبډلې په خپله درېیمه او وروستۍ لوبه کې سیالې هانګ‌کانګ لوبډلې ته په ستر توپیر ماته ورکړه او په روانو سیالیو کې یې خپل سفر په بریا پای ته ورساوه. الله محمد غضنفر په ۴ ویکټو د لوبې غوره لوبغاړی ونومول شو. #RTASport
6
293
افغان ابدالیانو د هانګ‌کانګ الف لوبډله په ۶۶ منډو راټوله کړه د ځوانو لوبغاړو اسیا جام په ۹مه لوبه کې افغان الف لوبډلې وکولای شول، چې سیاله هانګ‌کانګ لوبډله په ۶۶ منډو له ډګره بهر کړي. په دې پاڼۍ کې افغان لوبډلې په ګټه الله محمد غضنفر ۴ او نصیر خان معروف خېل ۳ ویکټې واخیستې. #RTASport
11
612
د ملي‌سپورټ واټساپ چینل سره هم یوځای شئ!👇 whatsapp.com/channel/0029Va8…
199
دا ځل چاپندازان له پیاوړې ارادې او غښتلي هوډ سره راګرځي یوازې ۱۳ ورځې تر وزلوبې او نیزه‌وهنې لیګ په ژوندۍ بڼه له ملي‌سپورټ او زموږ له ټولنیزو پاڼو څخه #RTASport #abl2026 #buzkashi #naizabazi
209
د ځوانو لوبغاړو اسیا جام؛ ۱۴ اورونو پورې افغان ابدالیانو د هانګ‌کانګ ۵ لوبغاړي له ډګره بهر کړي او یوازې ۴۷ منډې یې ورکړې دي. بشیر احمد یوه او الله محمد غضنفر ۴ ویکټې اخیستې دي. #RTASport
3
329
رقابت‌های بزکشی میان ده‌ها پهلوان از سوی نمایندگی فدراسیون بزکشی ولایت سمنگان در ولسوالی فیروز نخچیر این ولایت برگزار شد. در جذاب ترین لحظات این مسابقات از سوی حکم میدان ۲ آخر اوغلاق اعلان شد که پس از زورآزمایی‌های سخت و نفس‌گیر آخر اول را علاوالدین پهلوان به سواری اسپ سیدآغابای خط کرد و آخر دوم یا بُز قهرمانی را جاوید پهلوان به سواری اسپ دلبرشاه پهلوان به دایره حلال رساند و قهرمان این دور بازی‌ها شناخته شد. #RTASport
1
230
له سختې مبارزې وروسته د هند او نیوزیلینډ لوبه بې پایلې شوه د هند او کوربه نیوزیلینډ تر منځ لومړۍ ټېسټ لوبه د ټاکلي وخت پای ته رسېدو له امله بې پایلې اعلان شوه. په دغه جذابه سیالۍ کې کوربه نیوزیلینډ د هند ۷۲۰ منډو پر وړاندې د ۵مې ورځې تر پایه ټولټال ۲۳۹ منډې جوړې کړې او لوبه بې نتیجې پای ته ورسېده. #RTASport #INDvsNZ #1stTest
5
608
افغان ابدالیان لومړی توپ‌اچونه کوي د ځوانو لوبغاړو اسیا جام سیالیو په ۹مه لوبه کې افغان الف لوبډلې د هانګ‌کانګ پر وړاندې د لوبې پچه وګټله او سیالې لوبډلې ته یې د توپوهنې بلنه ورکړه. #RTASport
2
255
رایسېنګ‌سېنټرډرډ پیاوړې لوبډلې شاته کړې رایسېنګ‌سېنټرډرډ د اسپانیې فوټبال غوره لیګ کې یو له هغو لوبډلو څخه ده، چې له ۱۴ کلونو وروسته دغه لیګ کې ونډه اخلي. خو د خپلې ښې ځلیدا پرمټ له ډېرو پیاوړو لوبډلو لکه اتلاتیکو مادرید، ویاریال، رایو ویکانو او ... مخکې روانه ده. دغه لوبډلې تېره شپه په خپله ۱۳مه لوبه کې پینځم نمبر لوبډلې ریل‌سوسیداد ته ۳ - ۲ ماته ورکړه او په جدول کې اووم مقام ته پورته شوه.
159
د ځوانو لوبغاړو اسیا جام؛ افغان ابدالیان د ځوانو لوبغاړو اسیا جام سیالیو په لړ کې نن دوشنبه په خپله درېیمه او وروستۍ لوبه کې د هانګ‌کانګ پر وړاندې د لوبې ډګر ته ښکته کیږي. دغه ستره سیالۍ له غرمې وړاندې ۱۰:۳۰ بجې د قطر په مرکز دوحه ـ العربي کرېکټ لوبغالي کې پیلیږي. #RTASport See less
3
328
کار ساخت یک جمنازیم ورزشی مجهز با هزینه ۱۵۰ هزار دالر در شهر مزارشریف جریان دارد.👇 #RTASport
363
د افغانستان د ازادو رزمي سیالیو لوبغاړي مجتبی پنجشیري د روسیې د OFC سازمان په سیالۍ کې خپل روسي سیال دانیلا نیکولایف ته په لومړي پړاو کې د پښې په پیاوړي ګوزار ماتې ورکړه. دا سیالي نن یکشنبه ماښام ترسره شوه. #RTASport
4
414
بارسلونا ویاریال ته ۳ - ۲ ماتې ورکړه د اسپانیې فوټبال غوره لیګ( لالیګا) په ۱۳مه اونۍ کې بارسلونا له دوه ګولونو خوړولو وروسته بېرته لوبې ته په زړه پورې راتګ وکړ او سیالې ویاریال لوبډلې ته یې ۳ - ۲ ماتې ورکړه او د جدول د سر مقام یې وساته. #RTASport
67