امریکا بهرنیو چارو وزیر د یو دوه سوه کسیز سوداګریز پلاوۍ په مشرۍ د منځنۍ اسیا له هېوادونو سره د اقتصادي همکاریو پیاوړتیا په موخه ازبکستان تللی.
#شمشادنیوز #shamshadnews
په کندهار کې سږ کال د پستې حاصلات د نورو کلونو په پرتله زیات تخمین شوي.
#شمشادنیوز #shamshadnews
د لوړو زدهکړو وزیر، شیخ نداء محمد ندیم، د مرکزي خصوصي پوهنتونونو له رییسانو سره په ناسته کې د هغوی ستونزې او وړاندیزونه اورېدلي دي.
د یاد وزارت په وینا، نوموړي ویلي چې ټولو دولتي پوهنتونونو ته یې د اړتیا وړ پوهنځیو او څانګو د ایجاد سپارښتنه کړې ده.
#شمشادنیوز #shamshadnews
د عامې روغتیا وزارت د روغتیایي خدمتونو د وړاندې کولو مرستیال د رواني روغتیا په اړه د عامه پوهاوي په یوه غونډه کې ویلي، چې تېر کال له دوه میلیونه او دوه سوه زرو ډېرو کسانو ته د رواني روغتیا خدمات وړاندې شوي دي.
#شمشادنیوز #shamshadnews
د اطلاعاتو او کلتور وزارت وایي، د کتابونو د ارزونې کمېسیون د ټاکل شویو پالیسیو، ارزښتونو او اصولو سره د مخالفت له امله د هېواد له بازارونو سلګونه عنوانه کتابونه راټول کړي دي.
#شمشادنیوز #shamshadnews
مسکو وایي، دوی له بېلابېلو لارو هڅه کوي چې د کابل او اسلام اباد ترمنځ روانه کشاله حل کړي.
#شمشادنیوز #shamshadnews
د لوګر ولایت د امر بالمعروف، نهی عنالمنکر او شکایتونو اورېدو ریاست وایي، په تېره یوه نیمه میاشت کې یې د ولایت له مرکز او شپږو ولسوالیو څخه راټول شوي د موسیقۍ او قمار ۱۴۲ قلمه وسایل سوځولي دي.
د یاد ریاست د ویاند په وینا، دغه توکي د محتسبینو د هڅو او د خلکو په همکارۍ راټول شوي وو.
#شمشادنیوز #shamshadnews
کندوز کې برمته شوی ماشوم سرپل کې پیدا او خپلې کورنۍ ته وسپارل شو.
#شمشادنیوز #shamshadnews
د زندانونو چارو د تنظیم ادارې د مقام دفتر رئیس وايي، هیله ده چې په راتلونکو پنځو کلونو کې د افغانستان په زندانونو کې هېڅ بندي پاتې نه شي.
#شمشادنیوز #shamshadnews
د بلوچستان له لارې د ایران او پاکستان دوه مهمې سوداګریزې لارې تړل شوي.
#شمشادنیوز #shamshadnews
۲۰۹ الفتح قولاردو وایي، د سمنګان په درهصوف او د سرپل په بلخاب ولسوالیو کې پنځه کلاشینکوفونه، شپږ تومانچې، ۲۰۰ د کلاشینکوف مرمۍ، شپږ شاجورونه او یو شمېر مهمات کشف او نیول شوي دي.
د خبرپاڼې له مخې، نیول شوې وسلې او مهمات بیتالمال ته سپارل شوي دي.
#شمشادنیوز #shamshadnews
د افغانستان او زمبابوې ترمنځ یو ورځنۍ سیالۍ کې افغان کرېکټ ملي لوبډلې زمبابوې لوبډلې ته ۲۹۵ منډې هدف وټاکه.
پچه افغان لوبډلې وګتله او لوبه یې پیل کړه. چې په پنځوس اورونو کې یې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو سره ۲۹۵ منډې جوړې کړې.
دا لوبې د افغانستان، بنګله دېش او زمبابوې ترمنځ د درېاړخیزې لوبلړۍ برخه ده چې په نننۍ دویمه لوبه کې افغان لوبډله له زمبابوې سره لوبه کوي.
#شمشادنیوز #shamshadnews
انس حقاني : د لوبو او ټورنمنټونو له لارې د افغانانو یووالی پیاوړی کولای شو
انس حقاني وایي، د لوبو او ټورنمنټونو په جوړولو سره کولای شو افغان ولس له ځانځانۍ وژغورو او د «یو افغان» تر شعار لاندې یې د یووالي پر ټغر راټول کړو.
#شمشادنیوز #shamshadnews
له افغانستان سره د سوداګریزو لارو له تړل کېدو وروسته، تازه پاکستان له ایران سره هم په بلوچستان کې خپلې ټولې سوداګریزې لارې تړلې دي.
د راپورونو له مخې، د پاکستان او افغانستان ترمنځ د سوداګریزو لارو تړل کېدو د دغه هېواد سوداګري اغېزمنه کړې او پاکستان له میلیونونو ډالرو مالي زیان سره مخ شوی دی.
راپورونه زیاتوي، له ایران سره د سوداګریزو لارو تړل کېدو هم سوداګر له جدي ستونزو سره مخ کړي او د دواړو هېوادونو ترمنځ یې سوداګریز فعالیتونه په ټپه درولي دي.
د راپورونو له مخې، که د سوداګریزو لارو د تړل کېدو وضعیت دوام وکړي، پاکستان به له لا زیاتو اقتصادي زیانونو سره مخ شي.
#شمشادنیوز #shamshadnews
د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف د منځني ختیځ د جګړې له پیل وروسته د لومړي ځل لپاره تهران ته رسېدلی دی.
د راپورونو له مخې، لاوروف له بحرین څخه تر سفر وروسته تهران ته تللی او ټاکل شوې چې د ایران له ولسمشر مسعود پزشکیان او د بهرنیو چارو له وزیر عباس عراقچي سره وګوري او خبرې وکړي.
دا سفر داسې مهال ترسره کېږي چې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د روانې میاشتې په پیل کې خپل ایراني سیال ته ویلي وو، چې مسکو په سیمه کې د منځګړیتوب په هڅو کې ګډون ته چمتو دی.
#شمشادنیوز #shamshadnews
تاوده بحثونه موضوع: د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د مرستندوی ماموریت (یوناما) د نوې مشرې ټاکل کېدل #شمشادنیوز #shamshadnews
د بادغیس په سبزک بند سیمه کې د یوې ټرافیکي پېښې له امله د دوو ښځو او دوو ماشومانو په ګډون څلورو کسانو ژوند بایللی او یو بل ټپي شوی دی.
د بادغیس د امنیې قوماندانۍ د خبرپاڼې له مخې، پېښه د موټرچلوونکي د بېاحتیاطۍ له امله شوې ده.
خبرپاڼه زیاتوي، چې قربانیان د هرات ولایت اوسېدونکي وو او د تفریح لپاره سبزک بند سیمې ته ورغلي وو.
#شمشادنیوز #shamshadnews
تاوده بحثونه
موضوع: د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د مرستندوی ماموریت (یوناما) د نوې مشرې ټاکل کېدل
#شمشادنیوز #shamshadnews







