د افغانستان د ژغورنې ملي مجمع مشر محمد عمر داودزی وایي، د هېواد د وروستیو سیاسي تحولاتو په اړه باید له بیړنیو غبرګونونو او قضاوتونو ډډه وشي او د تدبیر، زغم او سیاسي بصیرت له مخې چلند ورسره وشي.
داودزي په یوه اعلامیه کې د طالبانو د مشر مولوي هبتالله اخندزاده وروستیو اقداماتو او څرګندونو ته په اشارې ویلي، چې دغه تحولات ژور تأمل او دقیقې سیاسي ارزونې ته اړتیا لري او ښایي د افغانستان په سیاسي بهیر کې د یوې مهمې او حساسې مرحلې د پیلېدو نښې وي.
نوموړي د افغانستان د ژغورنې ملي مجمع له رهبرۍ غوښتي، چې د وروستیو تحولاتو په اړه له بیړنیو غبرګونونو او قضاوتونو ډډه وکړي او موضوع د رهبرۍ شورا په کچه په ګډه وڅېړي.
د داودزي په وینا، د هر اړخیزو بحثونو او مشورو له ترسره کولو وروسته باید د ملي ګټو او هېواد راتلونکي ته په پام، یو واحد، سنجول شوی او مسوولانه دریځ اعلان شي.
هغه ټینګار کړی، چې د هېواد په حساسو شرایطو کې باید د احساساتي غبرګونونو پر ځای له سیاسي تدبیر او عقلانیت څخه کار واخیستل شي او د ملي تفاهم لپاره رامنځته شوي فرصتونه له لاسه ور نه کړل شي.
33
د پاکستان د بلوچستان په ګوادر ښار کې د مکران پر ساحلي لویه لار د مسافر وړونکي بس او ګاز لېږدوونکي موټر د ټکر له امله دواړو موټرو اور اخیستی دی.
د راپورونو له مخې، پېښه د تربت او کراچۍ ترمنځ د تګ راتګ پر مهال د باسول په سیمه کې شوې ده.
ویل کېږي، په مسافر وړونکي بس کې ښځې او ماشومان هم سپاره وو او د احتمالي مرګژوبلې په اړه اندېښنې شته.
د طالبانو مشر ملا هبتالله اخوندزاده له تېرو دوو ورځو راهیسې په کابل کې دی او د سرچینو په وینا، ښايي نن د پلازمېنې په بېلابېلو سیمو کې وګرځي.
سرچینې وايي، د هغه د احتمالي ګرځېدو له امله د کابل په ځینو سیمو کې مخابراتي شبکې بندې شوې او د ګڼې ګوڼې او ترافیکي ګډوډۍ د مخنیوي لپاره امنیتي تدابیر نیول شوي دي.
بلخوا د طالبانو ویاند ذبیحالله مجاهد وايي، هبتالله اخوندزاده تېره ماښام په ارګ کې له رییسالوزرا ملا محمد حسن اخوند، وزیرانو او یو شمېر چارواکو سره لیدلي دي.
28
پوتین: روسیه په تېرو درېیو کلونو کې د ناخالصو کورنیو تولیداتو له ۱۰ سلنې ډېره وده کړې
د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین وايي، هېواد یې په تېرو درېیو کلونو کې د ناخالصو کورنیو تولیداتو له ۱۰ سلنې ډېره واقعي وده کړې او د پېرلو د ځواک د برابروالي له مخې د نړۍ د مخکښو اقتصادونو په کتار کې ثابت ځای لري.
پوتین د خپلو سوداګریزو شریکانو په اړه ویلي، روسیه چمتو ده، چې هغوی ته د خپلو صادراتو د اعتبار، لوړ کیفیت او ثبات په برخه کې ډاډ ورکړي.
نوموړي همداراز ویلي، مسکو چمتو دی چې د ډیجیټلي حللارو او مصنوعي ځیرکتیا په برخو کې خپله تجربه د اسیا او ارام سمندر سیمې له شریکانو سره شریکه کړي.
د پوتین په وینا، دا ډول همکاري به په داسې شرایطو کې ترسره شي چې د معلوماتو خپلواکي او امنیت پکې تضمین وي.
هغه د معلوماتو د امنیت او ډیجیټلي خپلواکۍ پر ارزښت ټینګار کړی او دا یې د یادې همکارۍ لپاره مهم اصل بللی دی.
1
121
نن د نومبر ۱۹مه، په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د غړیتوب له ۸۰مې کلیزې سره برابره ده.
افغانستان د ۱۹۴۶ کال د نومبر په ۱۹مه د ملګرو ملتونو غړیتوب ترلاسه کړ او د دغه سازمان له لومړنیو غړو هېوادونو څخه شمېرل کېږي. محمد کبیر لودین په ملګرو ملتونو کې د افغانستان لومړنی استازی و.
92
د امریکا د استازو جرګې غړی امي بېرا وايي، واشنګټن مسوولیت لري، چې د هغو افغانانو ملاتړ وکړي، چې په افغانستان کې یې له امریکايي ځواکونو سره همکاري کړې ده.
بېرا د افغانانو لپاره د لنډمهاله خوندي وضعیت (TPS) قانون د ملاتړ غوښتنه کړې او ویلي یې دي، د دې قانون موخه د شرایطو وړ افغانانو ساتنه او له امریکا څخه د هغوی د اېستلو مخنیوی دی.
نوموړي ټینګار کړی، امریکا باید له افغان همکارانو سره کړې ژمنې عملي او هغوی د طالبانو له احتمالي ګواښونو خوندي کړي.
هغه زیاته کړې، د کالیفورنیا د سکرامنټو سیمه په امریکا کې د افغانانو د یوې لویې ټولنې کوربه ده.
100
په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د دایمي استازولۍ سرپرست نصیر احمد فایق وايي، ښځې او نجونې په افغانستان کې له خپلو بنسټیزو حقونو محرومې دي او ځوانان هم د محدودو فرصتونو او نامعلوم راتلونکي له اندېښنو سره مخ دي.
فایق د افغانستان د ملګرو ملتونو د غړیتوب د ۸۰مې کلیزې په مناسبت غونډه کې ټینګار کړی، چې افغانان حق لري، غږ یې واورېدل شي او د خپل هېواد په برخلیک ټاکلو کې ونډه ولري.
نوموړي له ملګرو ملتونو غوښتي، چې د یوه ټولګډونه، استازي او مشروع نظام د رامنځته کېدو لپاره د افغانانو په مشرۍ د مانادارې خبرې اترې اسانه کړي او په دې بهیر کې د ښځو، ځوانانو او ټولنې واقعي ګډون تضمین کړي.
1
1
121
ټرمپ او پوتین په چین کې دوهاړخیزه لیدنه کړې
فاکس نیوز راپور ورکړی، چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ او د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین په چین کې د درېاړخیزې تاریخي غونډې تر پیل مخکې دوهاړخیزه لیدنه کړې ده.
د راپورونو له مخې، دواړو مشرانو له چینایي ولسمشر شي جینپینګ سره د پلان شوې درېاړخیزې غونډې مخکې جلا ناسته کړې ده.
تمه ده، چې په درېاړخیزه غونډه کې د امریکا، روسیې او چین مشران د ګډو همکاریو او مهمو نړیوالو موضوعاتو په اړه خبرې وکړي.
3
272
د طالبانو حکومت ویاند ذبیحالله مجاهد وايي، ملا هبتالله اخوندزاده تېر ماښام په ارګ کې د طالبانو له رئیسالوزرا ملا محمد حسن اخوند، وزیرانو او یو شمېر نورو چارواکو سره لیدلي دي.
مجاهد نن پنجشنبه په خپله اېکسپاڼه لیکلي، چې هبتالله اخوندزاده تېر ماښام د رئیسالوزرا ملا محمد حسن اخوند، ګڼو وزیرانو او یو شمېر مسوولینو سره په ارګ ماڼۍ کې کتلي دي. مجاهد د دغې لیدنې په تړاو نور جزییات نهدي ورکړي.
102
ټرمپ: چین په راتلونکو لسو کلونو کې د اټومي وسلو په برخه کې د پرمختګ په حال کې دی
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وايي، امریکا شاوخوا څلور زره، روسیه ۳۸۰۰ او چین له ۴۰۰ تر ۵۰۰ پورې اټومي وسلې لري.
ټرمپ ویلي، چین په چټکۍ سره د خپلو اټومي وسلو زېرمه پراخوي او ښايي په راتلونکو لسو کلونو کې په دې برخه کې د پام وړ پرمختګ وکړي.
نوموړي زیاته کړې، روسیه د اټومي وسلو د شمېر له مخې دویم او چین درېیم ځای لري، خو دواړه هېوادونه په پراخه کچه د دغو وسلو پر جوړولو بوخت دي.
ټرمپ ویلي، هیله لري چې چین او روسیه د اټومي وسلو له لا پراختیا ډډه وکړي.
7
823
ټرمپ: ایران ته د چین او روسیې استخباراتي معلومات د پام وړ نه دي
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وايي، واشنګټن په بشپړ ډول خبر دی، چې چین او روسیه له ایران سره څه ډول معلومات شریکوي.
ټرمپ زیاته کړې، امریکا د دغو معلوماتو په اړه کره معلومات لري او د ده په وینا، ایران ته د چین او روسیې له لوري ورکړل کېدونکي معلومات ډېر کم ارزښت لري.
10
938
د پوټین“اټومي بکس”په چین کې د کامرو مخې ته ښکاره شو.
د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوټین د چین په شېنژن ښار کې د اسیا–ارام سمندر د اقتصادي همکاریو (APEC) په سرمشریزه کې د ګډون پر مهال له خپل ځانګړي اټومي بکس سره لیدل شوی دی.
د چهارشنبې په ورځ، د نومبر په ۱۸مه، خپرو شویو ویډیوګانو کې ښکاري چې د پوټین یو پوځي ملګری دغه ځانګړی بکس د غونډې ودانۍ ته لېږدوي. د روسیې د RT ټلوېزیون د خبریال د پوښتنې په ځواب کې یاد پوځي کس هم تأیید کړې چې دا د روسیې اټومي بکس دی. 
دغه بکس چې چېګېټ (Cheget) نومېږي، د روسیې د ستراتیژیکو اټومي ځواکونو د قوماندې او کنټرول سیستم برخه ده او ولسمشر ته د اټومي وسلو د کارولو اړوندو پوځي امرونو د لېږد او خوندي اړیکو اسانتیا برابروي.
د رویټرز د پخواني راپور له مخې، دغه بکس معمولاً د روسیې له ولسمشر سره په سفرونو کې مل وي، خو په عامه توګه یې لیدل کم پېښېږي. 
پوټین داسې مهال له دغه بکس سره لیدل شوی چې په چین کې د نړۍ د درېیو سترو قدرتونو، روسیې، امریکا او چین، د مشرانو مهمې ډیپلوماتیکې ناستې روانې دي.
پاکستاني لیکوال د افغانستان د متحدې جبهې د فعالیتونو په اړه مقاله خپره کړې.
د پاکستان د سند ایالت د جیکبآباد اصلي اوسېدونکي محمد مراد، چې د جرمني د بُن پوهنتون د سیاسي علومو د دوکتورا څېړونکی دی او د پاکستان پوځ ته نږدې لیکوال ګڼل کيږي، نن د نومبر پر ۱۸مه په نړیواله ډیپلومات مجله کې د جنرال سمیع سادات په مشرۍ د افغانستان د متحدې جبهې په اړه تحلیلي مقاله خپره کړې ده.
نوموړي لیکلي چې یادې جبهې د روان کال له اګست څخه د نومبر تر ۱۳مې پورې د افغانستان په ۲۲ ولایتونو کې د ۱۲۶ بریدونو ادعا کړې، چې ډېری یې په کندهار او هلمند کې ترسره شوي دي. لیکوال د دغې جبهې پوځي فعالیتونه د طالبانو پر وړاندې د نورو وسلهوالو مخالفو ډلو له فعالیتونو سره پرتله کړي او د هغې د عملیاتو پراخوالی او ځانګړتیاوې یې ارزولې دي.
موده مخکې رڼا د ځینو سرچینو په حواله راپور ورکړی و، چې د پاکستان د پوځ تبلیغاتي ادارې ISPR ګڼ لیکوالان او رسنیز فعالان ورغوښتي وو او هدایت یې ورکړی و، چې د درې جبهو لپاره باید پراخ پوښښ او تبلیغات برابر کړي.
7
1,214
د افغانستان د پخواني جمهوري حکومت د بهرنیو چارو مخکینی وزیر حنیف اتمر وایي، د هېواد د روانو بحرانونو د سولهییز حل لپاره باید هر اړخیزې بینالافغاني خبرې پیل شي.
اتمر په یوه اعلامیه کې ویلي، د جګړې او تاوتریخوالي مخنیوی، د تبعیض له منځه وړل، د ټولو وګړو د اساسي حقونو تأمین، ملي یووالی، په حکومت کې د وړتیا پر بنسټ ګډون او هېواد ته د افغان کډوالو خوندي راستنېدل هغه اصول دي چې باید عملي شي.
نوموړي ټینګار کړی، که د واکمن نظام مشرتابه پر دغو اصولو رښتینې ژمنتیا ولري، نو بل اړین ګام باید د اساسي قانون او ملي توافق په اړه د ټولو افغان لورو ترمنځ د پراخو خبرو پیل وي.
د اتمر په وینا، د دغو خبرو موخه باید د واک وېش نه، بلکې د ملي توافق رامنځته کول او په افغانستان کې د عادلانه او تلپاتې سولې ټینګښت وي.
1
3
225
د چین ولسمشر د ځانګړو مراسمو په ترڅ کې د ټرمپ ښه راغلاست وکړ.
ټاکل شوې د درې ځواکمنو هیوادونو( چین ، امریکا او روسیې) مشران د لمړي ځل لپاره ګډه درې اړخیزه ناسته وکړي.
د روسیې ولسمشر پوټین لا دمخه چین ته رسېدلی.
تر دې دمه د درې واړو اړخونو تر منځ د ناستې موضوعات د ایران جګړه او د اټومي وسلو د کمولو بحثونه ښودل شوي دي.
د طالبانو مشر هبتالله اخوندزاده د یوه حکم له مخې د دایکندي ولایت ناوېمېش ولسوالۍ، چې پخوا هم د هلمند یوه برخه وه او بېرته د هلمند ولایت له اداري جوړښت سره یوځای کړې ده.
ناوېمېش سیمه په ۱۳۹۵ لمریز کال کې د هلمند له باغران ولسوالۍ جلا او د دایکندي ولایت په تشکیلاتي جوړښت کې شامله شوې وه.
د طالبانو د کورنیو چارو وزارت د معلوماتو له مخې، دا پرېکړه د اداري کمېسیون تر څېړنو او د هلمند او دایکندي ولایتونو له مسوولینو سره تر مشورو وروسته شوې ده.
بلخوا، د سیمې یو شمېر اوسېدونکي وایي، چې په تېرو کلونو کې د ناوېمېش پښتانه اوسېدونکي له تبعیض او د خپلو حقونو له محدودیتونو سره مخ وو او په یوه پېښه کې یې د ترهګرو په نوم ۱۶ ملکي وګړي وژل شوي وو.
نړۍوال بانک په خپل تازه راپور کې وړاندوینه کړې، چې د افغانستان اقتصاد به په ۲۰۲۶ میلادي کال کې ۳ سلنه وده وکړي.
د دغه بانک په وینا، د کرنیزو محصولاتو د حاصلاتو زیاتوالی به د اقتصادي ودې په پیاوړتیا کې مهم رول ولوبوي.
نړۍوال بانک اټکل کړی، چې د افغانستان اقتصادي وده به په ۲۰۲۷ کال کې ۳.۳ او په ۲۰۲۸ کال کې ۳.۵ سلنې ته ورسېږي.
پاکستانی وګړی آصف مرچنټ د امریکا د ولسمشرانو ډونالډ ټرمپ او جو بایډن او د جمهوري غوښتونکو د پخوانۍ نوماندې نیکي هېلي د ترور د دسیسې جوړولو په تور په ۳۰ کاله بند محکوم شو.
نوموړی د ۲۰۲۴ کال د جولای په ۱۲مه په امریکا کې وروسته له هغه ونیول شو، چې د ترور د پلان لپاره یې له هغو کسانو سره د همکارۍ هڅه کوله، چې په حقیقت کې د امریکا د فدرالي څېړنو ادارې (اېفبيآی) پټ کارکوونکي وو.
مرچنټ ادعا کړې وه، چې د دې پلان د عملي کولو لپاره یې د ایران د اسلامي انقلاب ساتونکو ځواک څخه پیسې ترلاسه کړې دي؛ خو تهران په دې تړاو د امریکا د مشرتابه پر وړاندې د برید پلان رد کړی دی.
127
د ایران د اقتصاد وزیر علي مدنيزاده او د طالبانو د مالیې وزیر محمد ناصر آخوند د سوداګریزو او ټرانزیټي اړیکو پر پراختیا او اسانتیاوو خبرې کړې دي.
د ایراني رسنیو د راپورونو له مخې، دواړو لورو هوکړه کړې، چې د هرات ولایت د اسلامکلا ګمرک به په نږدې ورځو کې ۲۴ ساعته فعالیت پیل کړي.
همدارنګه، دواړو لورو د ګمرکي سیسټمونو پر نښلولو، د موټرو د تګ راتګ پر زیاتولو، د اضافي لګښتونو پر لرې کولو او د قاچاق پر مخنیوي هم خبرې کړې دي.
د طالبانو د مالیې وزارت په وینا، په دې لیدنه کې د ابونصر فراهي ګمرک د پراختیا او بیارغونې او د دواړو هېوادونو د ګډې اقتصادي همکارۍ د راتلونکې غونډې په اړه هم بحث شوی دی.
2
243












