مریم نواز: عاصم منیر عادي مه ګڼئ، د هغه د ځواک په اړه پوهېږم
د پنجاب اعلی وزیرې مریم نواز ویلي، د پاکستان د پوځ مشر عاصم منیر د ځواک او توان په اړه ښه پوهېږي.
نوموړې زیاته کړې، عاصم منیر دومره ځواک لري چې د ګاونډیو هېوادونو په ګډون د ټولې سیمې هر ډول ګواښ ته ځواب ویلی شي.
مریم نواز ټینګار کړی چې عاصم منیر باید عادي ونه ګڼل شي او نه دې په ټیټه سترګه ورته وکتل شي. هغې خبرداری ورکړی چې هر څوک له هغه سره د مقابلې هڅه وکړي، له سختو زیانونو سره به مخ شي.
🔴 عاجل خبر | ډنډ پټان
په ډنډ پټان کې له افغان ځواکونو سره د نښتې پر مهال د وژ/ل شویو پاکستاني سرتېرو ویډیو خپره شوې ده.
په خپره شوې ویډیو کې لیدل کېږي چې یو شمېر جسد/ونه لېږدول کېږي.
د ورکړل شویو معلوماتو له مخې، په دې نښته کې تر ۱۶ ډېر پاکستاني پوځیان وژ/ل شوي دي
عطامحمد نور:
د پردیو په اشاره او ګټه جګړې نه منم.
د بلخ پخوانی والي او د جمعیت ګوند مشر عطامحمد نور وایي، چې هېڅکله د هغو جګړو ملاتړ او تایید نه کوي، چې د پردیو په اشاره او ګټه کېږي.
عطامحمد نور د احمد مسعود او یاسین ضیاء ډلو ته په اشاره وایي، چې د پاکستان د ګټو لپاره افغان ځوانان قرباني کوي.
عطامحمد نور دوی ته پېغور ورکړی دی، چې له پاریس، استانبول، لندن او امریکا جنګ نه کېږي، که جنګ کوئ، وطن ته ورشئ او جنګ وکړئ.
د پښتونخوا ملي ډیموکراتیک غورځنګ مشر محسن داوړ وایي، پنجاب اوس په ښکاره توګه له خیبر پښتونخوا او بلوچ/ستان سره د مستعمرو په څېر چلند کوي.
نوموړي ټینګار کړی چې پنجاب حتی د دې هڅه هم پرېښې چې له دغو سیمو سره د ښو اړیکو د ساتلو ظاهري بڼه وښيي او د ناانصافۍ سیاست یې په ډاګه شوی دی.
داوړ خبرداری ورکړی چې له خیبر پښتونخوا او بلوچ/ستان سره د روان چلند او بېعدالتۍ دوام به جدي ناخوالې رامنځته کړي.
#عاجل_خبر
فرانسه کې د مظاهرو پر مهال له ۲۵۰ څخه زیات پاکستاني محصلین او کارګران د پولیسو لخوا نیول شوي دي.
د رویټرز اژانس د خبر له مخې، پاکستاني وګړي د عامه ځایونو، تاریخي اثارو او موټرو د سوځولو په تور نیول شوي دي.
د فرانسې ولسمشر اېمانوېل مکرون ویلي، چې یادو مظاهرهچیانو ته به سخته سزا ورکول کېږي.
په وزیرستان کې د تګ راتګ بندیز او د لارو تړل کېدو له امله یو نوی زېږېدلی ماشوم د پر وخت درملنې او ډاکټر ته د نه لاسرسي له کبله مړ شوی دی.
د سیمې اوسېدونکي وايي، په اونۍ کې دوه ورځې د تګ راتګ بندیز وي او په نورو ورځو کې هم سړکونه سهار وختي تړل کېږي، چې له امله یې ناروغان پر وخت روغتونونو ته نه رسېږي.
حفیظ منصور:
د مقاومت جبهې ځینې مشران طا_لبانو ته جاسوسي کوي.
د مقاومت جبهې څخه جلا شوي یوه مهم غړي د قومندان میرویس د وژل کېدو په تړاو ویلي، د مقاومت جبهې اکثره مشران د خپلو شخصي ګټو لپاره طا_لبانو ته جاسوسي کوي او هغه کسان ورپېژني چې د مقاومت جبهې غړي وي او طا_لبان له همدې لارې د جبهې مهم قومندانان په نښه کوي.
🚨 خوشحال سادات: جنرال رازق به د مدرسو له طالباـ.نو څخه په ژوندوني زړونه ایستل
سادات په یوه ویډیويي کلیپ کې ویلي چې یوه ورځ د یو کار لپاره (کندهار )ته تللی وم، چې بيا د جنرال رازق مېلمه شوم.
سادات وایي، هلته مې ولیدل چې د جنرال رازق کسانو د مدرسې یو طالـ.ب قومانداني ته راوستی و، چې په غېږ کې یې کتابونه هم وو. د سادات په وینا، جنرال رازق یو کس دغه (طالـ.ب) پر ځمکه وغورځاوه او له (سینې) څخه یې زړه په ژوندانه ترې وایست.
سادات وایي، ما ترې پوښتنه وکړه چې ولې داسې ظلمونه ترسره کوې؟ جنرال رازق راته وویل چې د دغه طالـ.ب ورور
په طالبـ.انو کې قوماندان دی او زما کسان یې وژ/لي دي.
🚨 عاجل خبر | بلوچـ..ستان
د پاکستان د SSG ځانګړي ځواکونه د بلوچـ..ستان په مستونګ سیمه کې د B..L..A پر وړاندې د عملـ.یاتو لپاره لېږدول شوي وو. څرچېنو په حواله یاد ځواکونه د B..L..A له وسـ.لهوالو سره په نـ.ښته کې مخامخ شوي چې 35 سرتېري یې د B..L..A له خوا ژوندي نیول شوي دي.
عاجل خبر
د سرچینو د معلوماتو له مخې، بېګا شپه په ډنډې پټان ولسوالۍ کې د پاکستاني ملېشو او افغان ځواکونو ترمنځ سخته جګ.ړه شوې ده.
د راپورونو له مخې، د نښ.تې په ترڅ کې د طال/بانو له لوري د پاکستاني ملېشو شپږ پوستې له منځه وړل شوې دي. همداراز، ادعا شوې چې په دې نښ.ته کې شاوخوا ۲۴ پاکستاني ملېشو ته مر/ګ/ژوبله اوښتې او ګڼ شمېر وسلې او مهمات هم ترلاسه شوي دي.
ملا عبدالغني برادر اخوند:
یوناما د افغانستان په اړه یواړخیز راپورونه خپروي، یوازې منفي اړخونه څېړي او اقتصادي او امنیتي پرمختګونه له پامه غورځوي. راپورونه باید د دښمن په څېر نه، بلکې د افغانستان د عیني واقعیتونو پر بنسټ جوړ شي.
🚨🚨 پاکستان کې د ماشومانو د ناوړه ګټې اخیستنې په اړه اندېښنې؛ کمعمره هلکان د بچهبازۍ لپاره په بازارونو کې ګرځول کېږي!
د جمعیت علمای اسلام مشر مولانا فضل الرحمن:
له افغانستان سره جګړې د پاکستان اقتصاد زیانمن کړی، سوداګري یې درولې او پانګهوال یې د پانګو ایستلو ته اړ کړي، خو افغانستان د بهرنیو پانګونو د جذب په حال کې دی.
هغه د پاکستان پر چارواکو نیوکه کړې چې د هېواد اقتصاد یې زیانمن کړی دی.
عطاء تارړ:
زموږ په پارلمان کې لا هم د کابل خواخوږي شته. که نن محمود خان اچکزۍ ته له کابله بلنه ورکړل شي، ور به شي؛ خو اسلامآباد ته د لومړي وزیر سره د لیدنې لپاره نه راځي.
عاجل خبر
د راپورونو له مخې، د پاکستان په پنجاب کې ۳۲ کلن سړي له ۹ کلنې نجلۍ سره واده کړی. چارواکي باید پېښه وڅېړي، د ماشومې خوندیتوب تضمین کړي او د نړیوالو معیارونو له مخې لازم اقدامات وکړي.
د تېرې شپې په نښتو کې د پکتیا ولایت په ډنډ پټان ولسوالۍ کې د پاکستاني ملېشو پنځه پوستې له منځه تللې دي او د راپورونو له مخې، ۲۵ تنه پاکستاني ملېشې وژ/ل شوي دي.
🚨 مولانا فضلالرحمن: عمران خان له اډیاله زندان څخه نامعلوم ځای ته لېږدول شوی دی
د جمعیت علمای اسلام (ف) مشر مولانا فضلالرحمن په یوه تازه مرکه کې ادعا کړې چې د پاکستان د تحریک انصاف ګوند بنسټګر عمران خان له اډیاله زندان څخه نامعلوم ځای ته لېږدول شوی دی.
دا ادعا په داسې حال کې مطرح کېږي چې د عمران خان د پلویانو د احتمالي لاریونونو او امنیتي وضعیت په اړه اندېښنې زیاتې شوې او د پاکستان سیاسي کړکېچ لا پسې ژور شوی دی. د نوموړي د لېږد په اړه تر اوسه خپلواک تأیید ته اړتیا ده.
🚨 سرچینې
په پښتونخوا کې د ګورنر راج په پلمه داعـ-ش تقویه کیږي
له کره سرچینو څخه ترلاسه شوي معلومات ښيي چې په پښتونخوا کې د پوځ او استخباراتو له لوري د تحریک انصاف قانوني حکومت نسکورول او د پوځي حکومت یا ګورنر راج قایمول د دې لپاره دي چې د پښتونخوا په قبایلي سیمو کې د داعـ-ش خراسان پروژه یو وار بیا منسجمه کړل شي او د پوځ د نیابتي ډلې په توګه وکارول شي.
د یادونې وړ ده چې په پښتونخوا کې د تحریک انصاف حکومت پوځ او استخباراتو ته اجازه نه ورکوله چې په پښتونخوا کې د عملیاتو ترسره کولو په پلمه داعـ-ش ډله تقویه او منسجمه کړي.
د خیبر پښتونخوا په ټانک ولسوالۍ کې ناپېژاندو وسلهوالو د فقیره روډ پر سر دوه موټر درولي او سپاره کسان یې له ځان سره تښتولي دي.
د ځايي سرچینو په وینا، پېښه د اېساېماې (SMA) پولیسو د حوزې په حدودو کې شوې ده.
تر اوسه د تښتول شویو کسانو د شمېر، هویت او د وسلهوالو د پېژندنې په اړه کره معلومات نه دي خپاره شوي. د پېښې په اړه د نورو جزئیاتو تمه کېږي.











