د خوست ولایت د هندوانو ټولنې یو شمېر مشرانو د طالبانو له والي مولوي عبدالرحمن حقاني سره په لیدنه کې خپلې ستونزې، غوښتنې او وړاندیزونه مطرح کړي دي.
د خوست لپاره د طالبانو د والي ویاند مستغفر ګربز پر اېکس ټولنیزې شبکې لیکلي، چې په دې لیدنه کې د هندوانو ټولنې استازو خپلې ستونزې او غوښتنې له طالب والي سره شریکې کړې دي.
د نوموړي په وینا، مولوي عبدالرحمن حقاني د دغې ټولنې استازو ته ډاډ ورکړی، چې د دوی حقونه به له پامه ونه غورځول شي او ستونزو او غوښتنو ته به یې رسېدنه وشي.
131
د جرمني حکومت ویلي، چې د ۲۰۲۶ کال له جنورۍ څخه تر اکتوبر میاشتې پورې یې ۲۱۹ افغانان بېرته افغانستان ته ستانه کړي دي. د جرمني حکومت دغه شمېرې د دغه هېواد د پارلمان د پوښتنو په ځواب کې وړاندې کړې دي.
د معلوماتو له مخې، جرمني په ۲۰۲۵ کال کې ۸۳ او په ۲۰۲۴ کال کې ۲۸ افغانان افغانستان ته ستانه کړي وو. د جرمني د پارلمان ځینو کیڼاړو غړو پر دې اقدام نیوکه کړې او ویلي یې دي، چې حکومت یې هغه افغانان هم بېرته افغانستان ته استوي چې د کوم جرم په تړاو محکوم شوي نه دي.
د جرمني حکومت د طالبانو د دوو ډیپلوماټانو د منلو په اړه هم ویلي، چې دغه کسان یې د ویانا کنوانسیونونو پر بنسټ د ډیپلوماټیکو او کونسلي چارو لپاره منلي دي.
1
214
د ولسمشر محمد اشرف غني ورور حشمت غني ادعا کړې، چې د طالبانو درې غړي په لوګر کې د دوی د پلرنیو ځمکو او ملکیتونو د غصب هڅه کوي او ددې ډلې له مشر هبتالله اخوندزاده او لوړپوړو چارواکو یې د مداخلې غوښتنه کړې ده.
حشمت غني ویلي، چې دغه درې کسان د لوګر ولایت د محمداغې ولسوالۍ د سرخاب په کلي کې د دوی پلرني ملکیتونه په ناقانونه توګه لاندې کول غواړي.
نوموړي د دغو کسانو هویت عبادالله مشهور په خبیب، چې په کابل کې د لسمې امنیتي حوزې امر دی، میرویس مشهور په متقي، د کابل د ۱۶مې امنیتي حوزې منصبدار او جمال مشهور په انتقام، چې په پروان کې د طالبانو نظامي غړی دی، یاد کړی دی.
حشمت غني ویلي، دغه کسان په طالبانو کې له خپل نفوذ څخه په استفادې د دوی د پلرنیو ملکیتونو د نیولو هڅې کوي.
تر اوسه په کابل کې طالب چارواکو او په لوګر کې د طالبانو سیمهییزې ادارې د حشمت غني د دغو ادعاوو او غوښتنو په اړه رسمي غبرګون نه دی ښودلی.
د بریتانیا د پوځ لوی درستیز چارلس رولنډ وینټ واکر له خپل پاکستاني سیال عاصم منیر سره د افغانستان په اړه خبرې کړې او د ډیورنډ فرضي کرښې په اوږدو کې یې د پاکستان له یوې پوځي پوستې لیدنه کړې ده.
د پاکستان پوځ اړوند حسابونو پر اېکس ټولنیزې شبکې لیکلي، چې دواړو پوځي مشرانو په سیمه کې په امنیتي مسایلو خبرې کړې.
چارلس رولنډ وینټ واکر د نومبر په ۱۶مه پاکستان ته په درې ورځني سفر تللی و.
د دواړو پوځي مشرانو ترمنځ د افغانستان په اړه د خبرو د جزییاتو په اړه نور معلومات نه دي خپاره شوي.
2
2
350
د مکې دفاعي تړون د سیاسي او دفاعي ستراتیژیکې کمیټې درېیمه غونډه نن په اسلاماباد کې د پاکستان، ترکیې او سعودي عربستان د لوړپوړو چارواکو په ګډون پیلېږي.
تمه ده، په دې دوه ورځنۍ غونډه کې د سعودي عربستان او د یمن د حوثیانو ترمنځ روانه جګړه او سیمهییز امنیتي وضعیت د بحث له مهمو موضوعاتو څخه وي.
پاکستان د دې غونډې په مناسبت نن په اسلاماباد او راولپنډۍ کې عمومي رخصتي اعلان کړې او د تګ راتګ لپاره یې ځانګړي محدودیتونه وضع کړي دي.
د پاکستان دفاع وزیر خواجه محمد آصف ویلي، چې د سعودي عربستان، ترکیې او پاکستان د بهرنیو چارو او دفاع وزیران به په دې غونډه کې ګډون وکړي.
نوموړي ویلي، په سعودي عربستان کې دوامداره بېثباتي او ګډوډي به د غونډې د اجنډا له مهمو موضوعاتو څخه وي او دا مسئله ځانګړی اهمیت لري.
4
300
د جمعیت علمای اسلام رسنیز دفتر ادعا کړې، چې د دغه ګوند مشر مولانا فضل الرحمن د لاهور پولیسو نیولی دی.
دغه ګوند اعلان کړی، چې د جمعې له لمانځه وروسته به د مولانا فضل الرحمن د نیول کېدو په غبرګون کې د پاکستان په ټولو سیمو کې لاریونونه پیل کړي.
بلخوا، د پاکستان د اطلاعاتو وزیر عطاءالله تارړ ویلي، چې د جمعیت علمای اسلام لاریونونه د اندېښنې وړ نه دي او ښايي یوازې د لنډ وخت لپاره د ترافیکو پرمخ ځیني لارې وتړل شي.
186
د طالبانو امنیتي کمیسیون پرون د دې ډلې د مشر هبتالله اخوندزاده په مشرۍ او د ریاستالوزرا د رییس محمد حسن اخوند او اقتصادي مرستیال عبدالغني برادر په ګډون غونډه وکړه.
د طالبانو د ریاستالوزرا د عمومي دفتر په یوه اعلامیه کې ویل شوي، چې په دې غونډه کې د امنیتي کمیسیون نورو غړو هم ګډون درلود.
د اعلامیې له مخې، په غونډه کې د تېرې ناستې د پرېکړو د تطبیق پر څرنګوالي بحث وشو او وړاندیز شوي پلانونه تایید شول او د هغو د ښه تطبیق او اړینو اقداماتو په اړه اړوندو ادارو ته لارښوونې وشوې.
هبتالله اخوندزاده طالب چارواکو ته سپارښتنه کړې چې له غفلت او بېپروايۍ ډډه وکړي او ورسپارل شوې دندې په سمه توګه ترسره کړي.
240
د بهرنیو چارو پخواني وزیر محمد حنیف اتمر په هسپانیا کې د افغان سیاسي او مدني فعالانو له وروستۍ غونډې ملاتړ کړی او دا یې مهمه، هیلهبښونکې او د ستاینې وړ بللې ده.
اتمر په یوه پیغام کې ویلي، په دې غونډه کې د تجربهلرونکو سیاسي او دولتي کادرونو، مدني فعالانو، علمي شخصیتونو، ښځو او نارینهوو ګډون او د ملي تنوع انعکاس د افغانانو د مهمو غوښتنو او نظرونو څرګندونه کوي.
اتمر د غونډې مهمه ځانګړنه دا بللې چې ګډونوالو له تفرقهاچوونکو او بېنتیجې سیاسي بحثونو څخه په تېرېدو، د افغانستان د بحران پر اساسي لاملونو او حللارو تمرکز کړی دی.
د هغه په وینا، د بحران د پای ته رسولو لپاره باید د خلکو د آزادې ارادې پر بنسټ یو ملي او مشروع نظام رامنځته شي، چې د ټولو وګړو اساسي حقونه او آزادیو ته درناوی وکړي، د اساسي قانون روښانه تضمینونه ولري او پر همدې بنسټ تلپاتې سولې ته زمینه برابره کړي.
نوموړي ر دغه کار د ځوان نسل د سیاسي عقلانیت، فکري بلوغ او بنسټیزو ارزښتونو ته د ژمنتیا نښه بللې او د هغوۍ د هڅو د هر اړخیز ملاتړ غوښتنه یې کړې ده.
نوموړي په پای کې د ولسي جرګې د پخوانې غړې په مشرۍ «افغانستان لپاره د ښځو» له بنسټ څخه د غونډې د جوړولو له نوښت او د هسپانیا د دولت له کوربهتوب څخه مننه کړې او ویلي یې دي چې دا ډول نوښتونه د سیاسي هڅو، ملي تفاهم او د یوه آزاد، عادلانه او سولهییز افغانستان د راتلونکي په جوړولو کې مهم رول لوبولی شي.
3
336
ویډیو: د فرانسې د بهرنیو چارو وزیر ژاننویل بارو د افغان ښځو او نجونو پر وړاندې د طالبانو تګلارې «جنسیتي اپارتاید» بللې او ویلي یې دي، چې طالبان اوس غواړي ان د ښځو نومونه هم لهمنځه یوسي، نوموړي ټینګار کړی چې د طالبانو حکومت به هیڅ کله په رسمیت و نه پېژني.
ویډیو: د ولسي حرګې يخوانۍ غړې مریم سلیمانخیل په مادرید کې د افغان ښځو اړوند غونډن کې ویلي چې افغانستان کې تاوتریخوالی، د پاکستان د رول له امله دی؛ او همدارنګه د پاکستان دننه د تحریک طالبان پاکستان (TTP)، لشکر طیبه او ګڼو نورو ترهګرو سازمانونو ترمنځ د روانو فعالیتونو باید و څېړل شي.
امریکا او قطر د ترهګرۍ ضد مبارزې او دفاعي همکاریو پر پیاوړتیا ټینګار کړی
قطري او امریکايي چارواکو پرون په واشنګټن کې د افغانستان، ایران او غزې په اړه د دواړو هېوادونو د بهرني سیاست پر ګډو لومړیتوبونو خبرې کړې دي.
د یوې ګډې اعلامیې له مخې، دا خبرې د امریکا او قطر د ستراتیژیک ډیالوګ په اتم پړاو کې شوې دي. دواړو هېوادونو په دې ناسته کې پر خپلې ستراتیژیکې ملګرتیا ټینګار کړی او ویلي یې دي چې د سولې او له ترهګرۍ څخه د پاک راتلونکي د رامنځته کولو لپاره هڅې کوي.
د امریکا او قطر چارواکو د ترهګرۍ، د هغې د تمویل او د نړیوالو سازمانیافته جرمونو پر وړاندې د ګډې همکارۍ پر اهمیت ټینګار کړی او د د-اعش ډلې د ځپلو لپاره یې د ګډو هڅو، په ځانګړي ډول د د-اعش پر ضد د نړیوال ائتلاف له لارې د همکاریو په اړه بحث کړی دی
دواړو لورو د بندیانو د لېږد په برخه کې له روانې همکارۍ او د پیسو مینځلو د شبکو د له منځه وړلو له هڅو هم هرکلی کړی دی.
امریکا او قطر ژمنه کړې چې د دفاعي تجهیزاتو د پلور، ګډو پوځي تمرینونو او استخباراتي معلوماتو د تبادلې له لارې به خپلې اوږدمهالې دفاعي او امنیتي اړیکې پیاوړې کړي.
خو په دې ناسته کې د افغانستان اړوند د مشخصو بحثونو جزییات نه دي خپاره شوي. قطر تر دې وړاندې د طالبانو او واشنګټن ترمنځ د اړیکو په اسانتیا او منځګړیتوب کې رول لوبولی دی.
2
282
د امریکا سنا جرګې ته بریالی شوی نوماند عبدالرحمن محمد السید وایي، د قومیت پر بنسټ پر جوړو شویو دولتونو باور نه لري او په وینا یې، امریکا باید د پاکستان د پوځ مالي ملاتړ ونه کړي.
نوموړي له انبيسي نیوز سره په مرکه کې ویلي، ټول انسانان باید د سولې، انساني کرامت او خپل برخلیک د ټاکلو له برابر حق څخه برخمن وي.
3
394
د ایټالیا د ملي پولیسو او استخباراتي ادارې پخوانی لوړپوړی مشر، ۷۸ کلن جیاني ديجنارو، د شنبې په سهار د نومبر په ۲۱مه، د دغه هېواد د توسکاني سیمې په ګروستو ولایت کې په خپل کور کې مړ موندل شوی دی.
د ورکړل شویو راپورونو له مخې، نوموړی د مونتیانو په کلي کې په خپل کور کې یوازې و. کله چې یې د کورنۍ غړو ټیلیفوني اړیکو ته ځواب ورنه کړ، پولیسو ته خبر ورکړل شو او وروسته یې مړی وموندل شو.
ځايي رسنیو راپور ورکړی، چې د پېښې په ځای کې د هغه د جسد ترڅنګ یوه تومانچه، د محکمې اړوند ځینې اسناد او د کورنۍ غړو ته لیکل شوي د مخهښې لیکونه موندل شوي دي. د ګروستو څارنوالانو د پېښې د څرنګوالي او احتمالي لاملونو په اړه رسمي پلټنې پیل کړې دي.
2
441
د طالبانو تر کنټرول لاندې د آریانا افغان هوايي شرکت رئیس، ملا بختالرحمن شرافت، پر پاکستاني حکومت نیوکه کړې او ویلي یې دي، چې د دغه هېواد واکمنانو له خپل ولس سره سخت ظلم کړی دی.
شرافت پر خپله اېکسپاڼه لیکلي، «ګورئ پاکستان مو د زړه سر دی» او پاکستان د یوه دروند او مسلمان ولس کور دی، خو د نوموړي په وینا، د دغه هېواد واکمنانو له خپل ملت سره دومره ظلم، ځپنه او سپکاوی کړی، چې د نړۍ هېڅ بل حکومت له خپل ولس سره داسې چلند نه دی کړی.
هغه زیاته کړې، هغه څوک چې له خپل ولس سره جفا کوي، له هغوی څخه د نورو په اړه د ښه چلند تمه هم نه شي کېدای.
د طالبانو ځانګړو پولیسو ځواکونو د شنبې په ورځ د کابل ښار په یوولسمه امنیتي حوزه کې د وسلهوالې نښتې پر مهال درې کسان وژلي دي.
د طالبانو د کورنیو چارو وزارت ادعا کړې، چې وژل شوي کسان شاوخوا درې اوونۍ وړاندې د افغان یونایټډ بانک پر پیسو لېږدوونکي موټر په برید کې لاس درلود؛ په هغه برید کې د بانک دوه کارکوونکي وژل شوي او یوه اندازه پیسې له ځان سره وړل شوې وې.
دغه وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې وژل شوي کسان «مسلکي غله» وو او شاوخوا درې اوونۍ مخکې یې د کابل په لیسه مریم سیمه کې د یاد بانک پر پیسو لېږدوونکي موټر برید کړی و.
طالبانو په ټولنیزو رسنیو کې د وژل شویو کسانو انځورونه هم خپاره کړي او هغوی یې په غلا تورن کړي دي.
د طالبانو د کورنیو چارو وزارت همدارنګه ادعا کړې، چې وژل شوي کسان د بغلان ولایت د نورجان په نوم، چې په «طیب» مشهور و، په وژلو کې هم لاس درلود او موټر یې ترې وړی و.
5
447
د افغانستان پېژندل شوی سندرغاړی وحید صابري نن شنبه په ازبکستان کې د زړه د حملې له امله مړ شوی دی.
نوموړي ته نږدې کسانو په ټولنیزو رسنیو کې د هغه د مړینې خبر خپور کړی دی.
افغان هنرمندانو د وحید صابري مړینه د افغانستان د هنري ټولنې او د موسیقۍ د مینهوالو لپاره یوه لویه ضایعه بللې او د هغه له کورنۍ، خپلوانو او دوستانو سره یې خپله خواخوږي څرګنده کړې ده.
9
315
د افغانستان د چارو د ادارې پخواني مشر ډاکتر فضل محمود فضلي لیکلي، چې د کابل د تکفیر او «بېرته مسلمان کولو» پروسه د پاکستان د پخواني ولسمشر ایوب خان د واکمنۍ پر مهال، د انګرېزانو او امریکایانو په لارښوونه او ملاتړ پیل شوې وه.
فضلي پر خپله اېکسپاڼه لیکلي، چې په دې پروسه کې له افغان ماشومانو ناوړه ګټه واخیستل شوه او هغوی ته په پاکستاني مدرسو کې د افراطیت هغه مفکوره ورزده شوه، چې تاوتریخوالی یې د زدهکړې اساسي برخه وه.
د نوموړي په وینا، کله چې د جهادي تنظیمونو مشران په ۱۹۹۲ کال کې کابل ته راغلل، د حمید ګل په امر یې ادعا وکړه چې د کابل ټول جوماتونه باید له سره جوړ شي، ځکه د دوی په خبره د جوماتونو ودانۍ د قبلې لوري ته سمې نه وې.
فضلي د افراطي تفکر د اوسنیو ادعاوو په اړه هم نیوکه کړې او ویلي یې دي، چې د دې تفکر یو نامعلوم مشر ادعا کوي، په کابل کې چې د اسلامي نړۍ له لرغونو ښارونو څخه دی او میلیونونه مسلمانان پکې ژوند کوي، اذان نه اورېدل کېږي.
هغه زیاته کړې، چې د ده په باور، د دغو ادعاوو تر شا یوه موخه او نیابتي دنده پرته ده او د کابل د تکفیر پروسې سرچینه او عملي کوونکي له یو بل سره تړاو لري.
فضلي له ځوانانو غوښتي، چې د افراطي جریانونو په ظاهري اختلافونو او نمایشي مخالفتونو ونه غولېږي او د دغو اختلافونو له امله مغشوش نه شي.
د نرواکې نړۍ او د طالبانو ترمنځ ځانګړې ملګرتیا؛ ولې د نرواکې د د نرواکې نړۍ او د طالبانو ترمنځ ځانګړې ملګرتیا؛ ولې د نرواکې د نړۍ ځینې څېرې له خپلو طالبملګرو سره مینه لري؟
لیکنه: ډاکتر عثمان افضلي
پښتو ژباړه: کابل پادکست
د نرواکې نړۍ او د طالبانو ترمنځ ځانګړې ملګرتیا!
د نرواکې د نړۍ ځینې انلاین څېرې د نارینهوو واکمني د ځواک او برلاسۍ په توګه وړاندې کوي؛ طالبانو بیا همدا مفکوره په رسمي پالیسیو بدله کړې ده.
زه د افغان ښځو او نجونو پر وړاندې د طالبانو له محدودیتونو سره مخالفت لرم. خو پوښتنه دا ده، چې د انلاین مشهورو څېرو تبلیغاتي ویډیوګانې د طالبانو د واکمنۍ کوم واقعیتونه د خلکو له سترګو پټوي؟!
نرواکه نړۍ څه ده؟
د نرواکې نړۍ (Manosphere) د نر او نړۍ له دوو کلمو جوړه شوې اصطلاح ده او د نارینهوو د یوې ځانګړې فکري او انلاین نړۍ معنا لري.
دا د انلاین فورمونو، پوډکاسټونو او هغو مشهورو څېرو یوه پراخه شبکه ده، چې د نارینهوو، نارینتوب او اړیکو په اړه خبرې کوي.
انډریو ټېټ، مایرون ګېنز او سنیکو د دې نړۍ له مشهورو څېرو څخه دي. د ارواپوهنې پخوانی استاد جورډن پېټرسن هم کله ناکله د دې جریان له نږدې څېرو سره تړل کېږي.
د دې نړۍ اصطلاحات!
سره ګولۍ (Red Pill): د جنسیت او اړیکو په اړه د پټو حقیقتونو د درک کولو په نوم یوې ادعا شوې ویښتیا ته اشاره کوي. دا اصطلاح د «The Matrix» فلم څخه اخیستل شوې ده.
الفا او بېټا (Alpha / Beta): هغه نومونه دي، چې نارینه د واکمنۍ او برلاسۍ د ادعا شوې کچې له مخې په بېلابېلو ډلو وېشي.
انسل (Incel): د هغو نارینهوو لپاره کارېږي، چې د خپلې خوښې خلاف له رومانتيکو او جنسي اړیکو بېبرخې وي.
تورې ګولۍ (Black Pill): هغه باور ته ویل کېږي، چې د انسان ظاهري ښکلا تر ډېره د هغه د رومانتيکو اړیکو راتلونکی ټاکي.
دوی څه پلوري؟ «ځان جوړ کړه، پیسې وګټه او پر ځان باور پیدا کړه.»
د دې جریان ځینې چلوونکي د نارینهوو هغو واقعي اندېښنو ته پام اړوي، چې له یوازیتوب او ټولنیز مقام سره تړاو لري.
خو هغو څېړونکو، چې د انډریو ټېټ لیکنې یې څېړلې دي، موندلې چې نوموړي د ځانپالنې او پرمختګ مشورې له هغو نظریاتو سره یوځای کړې دي، چې د نارینهوو برلاسي او د جنسیتي سلسلهمراتب د توجیه لپاره کارول کېږي.
ولې دا نظریات ستاسې په ټولنیزو رسنیو کې راڅرګندېږي؟
دا نظریات له کلونو راهیسې په انلاین فورمونو کې خپرېدل.
خو په یوه پنځه ورځنۍ څېړنه کې، چې د ټیکټاک ازمایښتي حسابونه پکې کارول شوي، وموندل شوه چې په وړاندیز شویو ویډیوګانو کې د ښځو پر وړاندې د کرکې او سپکاوي لرونکو نظریاتو ونډه له ۱۳ سلنې څخه ۵۶ سلنې ته لوړه شوې ده.
د طالبانو د واکمنۍ د بریا کیسه؛ ځواک او برلاسي!
د طالبانو د واکمنۍ ارزونه باید لدې مخې وشي، چې خلک په کې د کومو کارونو ازادي لري.
طالبان بېرته واک ته خپل رسېدل د امریکا او متحدینو پر وړاندې د بریا په توګه انځوروي.
خو له ۲۰۲۱ کال راهیسې یې د ښځو پر کار، تګ راتګ او په عامه ژوند کې پر ګډون محدودیتونه لګولي دي.
افغانستان په نړۍ کې یوازینی هېواد دی، چې په رسمي ډول یې له لومړنۍ دورې پورته د نجونو او ښځو پر زدهکړو بندیز لګولی دی.
ګډ ټکی؛ کله چې د نارینهوو واکمني دیني دنده وبلل شي!
د نرواکېنړۍ ځینې انلاین څېرې د نارینهوو واکمني د ځواک او برلاسۍ په توګه وړاندې کوي.
ځینې انلاین دیني تبصرهکوونکي هم د اسلام په نوم د ښځو او نارینهوو د نابرابرو حقونو دفاع کوي.
طالبانو بیا له اسلام څخه خپل تعبیر د هغو قوانینو او مقرراتو د جوړولو لپاره کار اخیستی، چې د نجونو زدهکړې او د ښځو کار او تګ راتګ محدودوي.
که د نارینهوو واکمني له وړاندې ستاسې لپاره د منلو وړ وي، نو څه بدلون راځي، کله چې یو څوک درته ووایي چې دا د خدای اراده ده؟
د سفر ویډیوګانې؛ افغانستان د یوه انفلونسر له نظره!
کېران براون افغانستان د ځوانو نارینهوو لپاره د تفریحي سفر د یوه مناسب ځای په توګه معرفي کړی دی.
نولان سومور له طالب غړو سره خپلې لیدنې او خبرې ثبت کړې دي.
اډیسن پییر مالوف بیا ادعا کړې، چې افغان ښځې د نارینهوو په پرتله ډېر حقونه لري او د خپلې ادعا د ثبوت لپاره یې دې ته اشاره کړې، چې ښځې په سړکونو کې ګرځي.
د مالوف ویډیو؛ «بېرته خپل قفس ته لاړه شه»
اډیسن پییر مالوف له دوو ځوانو نجونو څخه یوه داسې معرفي کوي، چې ګواکې لا له وړاندې یوه غوره مور ده.
وروسته بیا هغوۍ ته وایي: «بېرته خپل قفس ته لاړې شې!»
د «بېرته» کلمه دلته د یوې ټوکې په توګه کارول شوې، خو په حقیقت کې د ښځو د بند ساتلو او محدودولو معنا ورکوي.
زه دا ډول چلند نامناسب بولم، پرته له دې چې له یوه ماشوم سره د هغه نامناسب تماس هم جلا موضوع د.👇
د طالبانو د یوه پلوي له لوري سنیکو ته د واده وړاندیز!
د طالبانو یوه پلوي سنیکو ته وایي: «زه به په افغانستان کې یوه ښه او بااصالته نجلۍ درته پیدا کړم. دلته ډېرې داسې نجونې شته، چې له تا سره په واده کولو ویاړي.»
ټولګی؛ چا د ښوونځي دروازه پرانیسته؟
په بله ویډیو کې سنیکو د نجونو له یوه ټولګي څخه ژوندۍ خپرونه کوي.
خو پوښتنه دا ده: چا هغه ټولګي ته د ننوتلو اجازه ورکړې وه؟ چا د نجونو د انځور اخیستلو او د هغوی د ویډیو د خپرولو اجازه ورکړې وه؟
لیدونکي؛ کمره کوم واقعیتونه له سترګو پټوي؟
د د-اعش د تبلیغاتي ویډیوګانو په اړه یوې څېړنې موندلې، چې هغه ویډیوګانې چې د دغه سازمان له یوځای کېدو سره تړلې ادعا شوې په ټویټر کې یې ډېر ملاتړ څرګند شوی.
خو هغه ویډیوګانې چې د د-اعش تاوتریخوالی یې ښودلی، کم ملاتړ ورڅخه شوی.
کله چې یو انلاین خپرونکی طالب چارواکي دوستانه او د عادي خلکو په څېر معرفي کوي، نو لیدونکي ښايي د هغو خلکو وضعیت او ازادي له پامه وغورځوي، چې طالبان پرې واکمني کوي.
د دفاع پوښتنه؛ تاسې ته چا دا حق درکړی، چې د افغان ښځو پر ځای پرېکړه وکړئ؟
په لوېدیځو هېوادونو کې له هغو افغانانو، چې د طالبانو ملاتړ کوي، یوه پوښتنه لرم: کله چې تاسې وایئ ښځې زدهکړو او کار ته اړتیا نه لري، په حقیقت کې د هغه نظام له واک څخه دفاع کوئ، چې د ښځو پر ځای د هغوی د ژوند په اړه پرېکړې کوي.
د نرواکې نړۍ ځینې انلاین څېرې د نارینهوو کنټرول او واکمني د ځواک په توګه پلوري؛ طالبان بیا همدا واکمني په زور عملي کوي.
کله چې تاسې دغه محدودیتونه د ساتنې او ملاتړ په نوم وړاندې کوئ، په حقیقت کې د زور او جبر پر کړنو پرده اچوئ.
خو چا له افغان ښځو پوښتنه کړې، چې دوی څه غواړي؟
د لا زیاتو معلوماتو لپاره
۱. Adolescence – د ځوانۍ پړاو
د نېټفلیکس ډرامه؛ یوه خیالي کیسه ده، چې د هلکانو او په انلاین نړۍ کې د ښځو پر وړاندې د کرکې د خپرېدو موضوع څېړي.
۲. Louis Theroux: Inside the Manosphere
د نېټفلیکس مستند فلم؛ د انلاین انفلونسرانو کلتور څېړي او د سنیکو، مایرون ګېنز او نورو مشهورو څېرو په اړه معلومات وړاندې کوي.
2
230
پاکستان او ترکیې په بلوچستان ایالت کې د ستراتیژیکو معدني زېرمو د اکتشاف او پراختیا لپاره درې هوکړهلیکونه لاسلیک کړي دي.
د پاکستاني رسنیو د راپورونو له مخې، د دغو هوکړو پر بنسټ به د دواړو هېوادونو شرکتونه د بلوچستان په پښین او چاغي ولسوالیو کې د سرو زرو، مسو او نورو قیمتي معدني زېرمو د اکتشاف او استخراج په برخو کې ګډ کار وکړي.
لومړۍ هوکړه د پښین ولسوالۍ د معدني زېرمو د پراختیا او دویمه یې د چاغي ولسوالۍ د مسو، سرو زرو او نورو معدني سرچینو د اکتشاف او پراختیا په موخه لاسلیک شوې ده.
3
381

















