هدایت الله هدایت (@Hedayatullahaaa) header
هدایت الله هدایت (@Hedayatullahaaa) profile picture

افغانستان / پکتیکا / یحیٰ خیل Afghanistan / Paktika / yahya khel

Petaling, Selangor
Joined December 2020
Photo by هدایت الله هدایت (@Hedayatullahaaa)Photo by هدایت الله هدایت (@Hedayatullahaaa)Photo by هدایت الله هدایت (@Hedayatullahaaa)Photo by هدایت الله هدایت (@Hedayatullahaaa)Photo by هدایت الله هدایت (@Hedayatullahaaa)Photo by هدایت الله هدایت (@Hedayatullahaaa)Photo by هدایت الله هدایت (@Hedayatullahaaa)Photo by هدایت الله هدایت (@Hedayatullahaaa)Photo by هدایت الله هدایت (@Hedayatullahaaa)Photo by هدایت الله هدایت (@Hedayatullahaaa)
هدایت الله هدایت retweeted
خبر عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه‌الله تعالی د غزني ولایت مسئولینو ته مهمې لارښوونې وکړې د افغانستان اسلامي امارت زعیم، شیخ‌الاسلام عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه‌الله تعالی، د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخند، د استخباراتو لوی رئیس محترم ملا عبدالحق وثیق او د میدان وردګو او زابل د والیانو په ملتیا لرغوني غزني ولایت ته سفر وکړ . عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه‌الله تعالی د غزني ولایت له والي الحاج ملا ولي جان حمزه او یو شمېر علماوو او سیمه‌ییزو مسوولینو سره په کتنه کې د غزني ولایت عمومي وضعیت او اهمیت ته په اشاري وویل چې غزني ولایت د اسلامي ثقافت پلازمینه، د اولیاوو، علماوو، استشهادیانو، شهیدانو کور ، د علم او عرفان ښار دی، اطاعت، همغږۍ او اداري چارو د ښه ترسره کېدو په اړه د خبرو ترڅنګ د علم او معارف په پراختیا، د علماوو د مقام په درناوي او خدمت ، د عدالت په ټینګښت، د ټولنې په اصلاح، وحدت، اطاعت او د امنیت په پیاوړتیا ټینګار وکړ. عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه‌الله تعالی مسوولینو ته د چارو د ښه ترسره کېدو لارښوونې وکړې او د علم او معارف پر پراختیا او د ځوانانو په اصلاح د ځانګړی ټینګار پرمهال یې وویل، د معارف وظیفه جوړیږي چې مدرسي او تعلیمي اداري جوړي کړې، علم باید هرې سیمي او لري پرتو کلیو ته ورسېږي او په خلګو د الله جل جلاله دین او د الله تعالی احکام وپیژني. همدارنګه امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی د اطلاعاتو او فرهنګ له لوري د ځوانانو په اصلاح هم ټینګار وکړ او ویې ویل، د ځوانانو فکرونه ور جوړ کړئ، ځوانان باید خپل اصیل شرعي، دیني او افغاني کلتور ته وهڅول شې، اصلاحي مجلسونه ورته جوړ شې، د خپلو پلرونو او نیکونو تاریخ ورته بیان شې امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی تیرو انقلابونو ته په اشاري وویل کفارو او اشغالکرو ډیر کار او هڅه وکړه ترڅو زموږ ځوانان بي لاري او له خپل اصیل دیني او افغاني فرهنګ څخه واړوي، چې اوس هم په دغه برخه کې ځینو ځوانانو کې دا کمزوري لیدل کیږې، باید د علماوو درناوی وشي، ځکه د نظام بقا او پیاوړتیا له علماوو سره په مشوره او د علمي قشر په قدردانۍ کې نغښتې. نوموړي د مسوولینو ترمنځ پر یووالي ټینګار وکړ او ویې ویل، د اسلامي نظام د پیاوړتیا او بقا لپاره باید ټول مسوولین د متقابل درناوي، همغږۍ او اطاعت په روحیه خپلې دندې ترسره کړي او د نظام د ساتنې لپاره له هیڅ راز قربانۍ څخه دریغ ونه کړي. محترم شیخ الاسلام امیر المؤمنین صیب د خپل سفر په جریان کې په غزني ولایت کې، په ۱۸۰ جریبه ځمکه د غزني په کچه د عیدګاه د یوه جامع جومات او پر ۱۰۰ جریبه ځمکه د غزني د جهادي مدرسي د بنسټ ډبرې کېښودې. د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی له لوري نظام او خلکو ته د دعايي په لوستلو دغه غونډه پايته ورسېده. نېټه:۱۴۴۸/۶/۹هـ ق د لړم ۲۹ /۱۴۰۵هـ ش #شيخ_الاسلام
1
2
5
568
هدایت الله هدایت retweeted
د اسلامي امت د سترو فاتحينو له ځانګړتياوو څخه: د اسلامي نامتو فاتحینو او واکمنانو له مهمو ځانګړنو څخه یوه دا وه چې د فتوحاتو او هېوادونو د آبادۍ ترڅنګ یې د دیني شعائرو د پیاوړتیا، د مساجدو د جوړولو او د علمي او تعلیمي بنسټونو د رامنځته کولو ته ځانګړې پاملرنه کوله. هغوی مسجد یوازې د عبادت ځای نه، بلکې د دیني زده‌کړو، علمي روزنې، ټولنیز پیوستون او د اسلامي تمدن د ودې مهم مرکز باله. حضرت عمر فاروق رضي الله عنه د خپل خلافت په دوره کې د مساجدو جوړولو ته ځانګړې پاملرنه کړې وه. په ځینو تاریخي روایتونو کې د هغه د خلافت پر مهال د شاوخوا (۴۰۰۰) څلورو زرو مساجدو د جوړېدو یادونه شوې ده. همدارنګه، سلطان محمود غزنوي د علم، دین او اسلامي تمدن د ودې په برخه کې د پام وړ خدمتونه کړي دي. مجدد الف ثانی رحمه الله ليکلي دي چې د سلطان محمو رحمه الله په زمانه کې د غزني په ښار کې تقريبا (۱۲۰۰۰) مسجدونو او مدارسو شتون درلود، د هغه په امر شاوخوا ۴۰۹هـ ق (۱۰۱۸–۱۰۱۹م) کال په غزني کې یو ستر جامع مسجد جوړ شو، چې د «عروس الملک» په نوم یې هم شهرت درلود. دغه مسجد د مرمر او ګرانیټ په قیمتي ډبرو په ښکلي هنر سینګار شوی و او ترڅنګ یې مدرسه او لوی کتابتون هم جوړ شوي وو. دا د غزني له مشهورو تاریخي ودانیو څخه شمېرل کېده، چې وروسته د غوریانو د یرغلونو پر مهال ویجاړ شو. د همدې اسلامي او تمدني دود د ژوندي ساتلو په لړ کې، د شيخ الاسلام عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله په امر او لارښوونه، په تېرو پنځو کلونو کې د هېواد په بېلابېلو ښارونو او لویو لارو کې ګڼ شمېر جوماتونه جوړ شوي، چې د عبادت کوونکو د اړتیاوو په پام کې نیولو سره ورته لازمې اسانتیاوې هم برابرې شوې دي. یوازې د کابل په ښار کې تر دوو سوو زیات ځایونه د نویو جوماتونو د جوړولو لپاره په نښه شوي دي، چې له ډلې یې نږدې لس جوماتونه به په لنډ وخت کې د ګټې اخیستنې لپاره پرانیستل شي، ان شاء الله. پرون، د عقرب په (۲۷) نېټه، د کابل ښار په چمن حضوري او کوټه سنګي سیمو کې د دوو سترو جوماتونو د بنسټ ډبرې د شیخ‌الاسلام عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله له لوري کېښودل شوې. دغه جوماتونه به د لسګونو زرو لمونځ کوونکو د یوځای ځایولو ظرفیت ولري او د ښځو لپاره به د ځانګړو عبادت ځایونو، د اوداسه اسانتیاوو، موټر پارکینګ، شنو چمنونو، د امام د استوګنې کور، کتابتون او ګڼو درسي خونو په ګډون پر پراخو او اړینو امکاناتو سمبال وي. د دغو سترو دیني او تعلیمي مرکزونو د جوړېدو پیل د دین‌پالو هېوادوالو د خوښۍ او هرکلي لامل شوی دی. هیله ده چې په راتلونکو څو کلونو کې د مساجدو د جوړولو او پراختیا په برخه کې د تېرو وختونو پاتې غفلت او تشې تر ډېره جبران شي او د جماعت د لمانځه لپاره د خلکو موجودې اړتیاوې په مناسبه توګه پوره شي. په حقیقت کې، د مسجد جوړول یوازې د یوې ودانۍ آبادول نه دي، بلکې د عبادت، علم، دعوت، اسلامي روزنې او ټولنیز اصلاح لپاره د یوه تلپاتې مرکز بنسټ اېښودل دي. د داسې بنسټونو آبادول هغه نېک کار دی چې ګټه یې نسلونو ته رسېږي. الله تعالی دې د دغو دیني او علمي خدمتونو د لا پراختیا توفیق ورکړي او د ټولو خیر غوښتونکو هڅې دې په خپل دربار کې قبولې کړي. آمین. نور الحق انور
9
8
2
69
3,075
هدایت الله هدایت retweeted
د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه‌الله تعالی د فرمانونو د اغېزو څېړلو په اړه علمي - څېړنیز کنفرانس کې د کورنیو چارو وزیر خلیفه سراج‌الدین حقاني وینا
10
5
33
1,429
هدایت الله هدایت retweeted
عالیقدر امیرالمؤمنین شیخ‌الاسلام حفظه‌الله تعالی د فرمانونو د اغېزو څېړلو په اړه علمي - څېړنیز کنفرانس کې وویل، د فتنې له‌منځه تلو لپاره باید قرباني ورکړل شي. امیرالمؤمنین شیخ‌الاسلام حفظه‌الله تعالی زیاته کړه، د فتنې د دروازو تړلو لپاره مې د اسلامي امارت قیادت قبول کړی دی. ښاغلي شیخ‌الاسلام دغه راز وویل، زما بدن دې و سوځول شي خو مسلمانان دې له فتنې وژغورل شي. #فرامین
1
4
325
هدایت الله هدایت retweeted
څومره دردمن حالت دی.😢 د حاجي نظر د کور نوم د حاجي نظر د هدیري په نوم بدل سو.😭
5
33
5
141
7,426
هدایت الله هدایت retweeted
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ اعتراف کړی چې متحده ایالتونو د افغانستان، عراق، ویتنام او کوریا په جګړو کې له پراخو پوځي لګښتونو او تلفاتو سره سره ډېر لږ څه ترلاسه کړي دي. ټرمپ د ویرجینیا ایالت په ارلینګټن هدیره کې د امریکايي پوځیانو د ورځې په مراسمو کې وویل: "امریکا په دغو جګړو کې کلونه ښکېله وه، خو لاسته راوړنې یې د قربانیو او لګښتونو په پرتله ډېرې محدودې وې." د ټرمپ دا څرګندونې په داسې مهال کېږي چې د افغانستان په ګډون په څو هېوادونو کې د امریکا اوږدمهالو پوځي مداخلو د واشنګټن لپاره د پراخو مالي لګښتونو، پوځي تلفاتو او سیاسي ننګونو پوښتنې لا هم ژوندۍ ساتلې دي. #امیدراډیو
2
8
427
هدایت الله هدایت retweeted
خبر ۱۴۰۵ د لړم ۲۰ د ریاست الوزراء اداري مرستیال د برېښنا د تولید او لېږد په برخه کې د پانګونې د لسو لویو پروژو د تړونونو د لاسلیک کولو مراسمو کې ګډون او وینا وکړه د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء اداري مرستیال محترم مولوي عبدالسلام حنفي پرون ماسپښین په کابل، بلخ، سمنگان، غزنی، پروان، کندز او هلمد ولایتونو کې د لمریزې برېښنا د تولید دستګاوو جوړولو، د سب سټېشنونو او برېښنا د انتقال لینونو په برخه کې د پانګونې د لسو لویو پروژو د تړونونو د لاسلیک کولو په مراسمو کې ګډون او وینا وکړه. په دې مراسمو کې چې د اسلامي امارت د یو شمېر وزیرانو، معینانو او برېښنا شرکت د رهبري پلاوي او مسئولینو په حضور جوړ شوي و، د ریاست الوزراء اداري مرستیال د افغانستان برېښنا شرکت مسئولینو څخه د یادو تړونونو د لاسلیک کولو زمینې د برابرولو له امله مننه وکړه. د ریاست الوزراء اداري مرستیال د دې تړونونو لاسلیک کول د هیواد د اړتیا وړ برېښنا په تأمین کې مهم گام وباله او وې ویل، د اوبو بندونو د جوړولو او د برېښنا انرژي د تامین لپاره د اسلامي امارت او خصوصي سکتور دوامدار کوښښونه ادامه لري. محترم مولوي عبدالسلام حنفي زیاته کړه، زموږ ګران هیواد د برېښنا د تولید بېلابېلې منابع لکه اوبه، ګازو، لمر، باد، د ډبرو سکاره او نور لري او د برېښنا د تولید لپاره باید ګټه ترې واخیستل شي. د ریاست الوزراء اداري مرستیال همدارنګه څرګنده کړه، له ګاونډیو هیوادونو څخه د برېښنا لېږد ته هم ځانګړې پاملرنه شوې او د ۵۰۰ کیلوواټه برېښنا د لېږد لین جوړولو چارې په جدیت جریان لري او هیله یې څرګنده کړه چې د دې پروژې چارې ژر بشپړې شي چې په کابل او نورو ولایتونو کې د برېښنا انرژي کمښت چې له دې مسیر څخه برېښنا ترلاسه کوي، لیرې شي. محترم مولوي عبدالسلام حنفي په پای کې څرګنده کړه، له ګاونډیو هیوادونو څخه د برېښنا لېږد یوه موقته حل لاره ده او د دې کوښښ کېږي چې له داخلي منابعو او ظرفیتونو څخه په استفادې د هیواد د اړتیا وړ برېښنا په داخل کې تولید او تامین شي.
1
2
364
هدایت الله هدایت retweeted
د کورنیو چارو وزیر خلیفه سراج‌ الدین حقاني پکتیکا ولایت کې له ځايي مسولینو سره لیدلي او امنیتي وضعیت یې ارزولی دی. نوموړي د نظام د ساتنې او پیاوړتیا په برخه کې مسوولینو ته لازمې لارښوونې کړې دي. د کورنیو چارو وزیر د غوره خدمتونو په وړاندې کولو، په کاري چاپېریال کې پر اخلاص او ښه نیت او د سپارل شویو دندو پر سم ترسره کولو ټینګار کړی دی. #باختراژانس
1
6
429
هدایت الله هدایت retweeted
خبر ۱۴۰۵ د لړم ۱۸ د ریاست الوزراء اداري مرستیال د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې سره وکتل: د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء اداري مرستیال، محترم مولوي عبدالسلام حنفي پرون مازدیګر په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي نوې ځانګړې استازې او مل پلاوي سره وکتل. په دې کتنه کې لومړی د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې مېرمن فاطمې رباب افغانانو ته د خدمت کولو په فرصت برابرېدو د خوښي څرګندولو ترڅنګ د اسلامي امارت د ترسره شویو پراختیایي کارونو ستاینه وکړه او هیله یې څرګنده کړه چې د افغانستان د اقتصادي پراختیا او ابادي په برخه کې د مسئولینو کوښښونه همداسې ادامه ولري. نوموړې زیاته کړه، د ملګرو ملتونو سازمان له افغانانو سره د بشردوستانه همکاریو د همغږي ترڅنګ تصمیم لري چې په بېلابېلو برخو کې د همکاریو د پیاوړتیا، بزګرو ته د بدیل معیشت برابرولو، مهاجرینو ته د کارموندنې او مرستو د وېش په برخه کې خپل کوښښونه زیات کړي. نوموړې همدارنګه د مهاجرینو ستونزو ته د رسېدنې په برخه کې د اسلامي امارت د مسئولانو د کوښښونو قدرداني وکړه او وې ویل، د راستنو شویو مهاجرین مدیریت په افغانستان کې له لویو ننګونو څخه و، چې د اسلامي امارت مسئولین په ښه توګه د هغوی له عهدې ووتل. د ریاست الوزراء اداري مرستیال، محترم مولوي عبدالسلام حنفي هیواد ته له اته میلیون څخه د زیاتو مهاجرینو راستنېدو ته په اشارې وویل، د افغانستان اسلامي امارت به هغوی سره له همکاري او رسېدنې څخه خپل وس درېغ نه کړي. نوموړي زیاته کړه، لازمه ده، د هغوی د حقونو د ملاتړ مسئول بنسټونه، مهاجرینو ته د کارموندنې او سرپناه جوړولو کوښښ او همکاري وکړي.
1
4
456
هدایت الله هدایت retweeted
د کورنیو چارو وزیر خلیفه سراج‌الدین حقاني د غزني ولایت د نورالمدارس مدرسې د زده کوونکو د فراغت په مراسمو کې ګډون وکړ. نوموړي د علمي، جهادي هڅو او د هېواد ژغورنې او بیارغونې په برخه کې د علماوو، مشایخو او روحاني شخصیتونو خدمتونه د ستاینې وړ وبلل. هغه په خپلو خبرو کې د ښو اخلاقو پر ارزښت ټینګار وکړ او د بدو اخلاقو پرېښودل يې د فردي اصلاح او ښه شخصیت جوړونې لپاره اړین وبلل. #باختراژانس
3
3
475
هدایت الله هدایت retweeted
تسنیم خبري اژانس راپور ورکړی، چې د امریکا یوه MQ-1 بې‌پیلوټه الوتکه د ایران د هوايي ځواکونو له خوا د قشم ټاپو پر سر کشف او نسکوره شوې ده. د راپور له مخې، د ایران اسلامي انقلاب ساتونکو ځواکونو همدارنګه ټینګار کړی، چې د هرمز تنګي کنټرول او مدیریت د دغو ځواکونو په واک کې دی او د سیمې د معادلاتو د بدلولو هڅې به پایله ورنه کړي. #باختراژانس
2
9
544
هدایت الله هدایت retweeted
د ایران مذهبي مشر سید مجتبی خامنه يي په یوه تازه بیان کې ویلي، چې د دښمن د ناکامۍ یوازینۍ لار د ایران پیاوړتیا او د یووالي د ستراتژۍ ساتنه ده. هغه له امریکا سره د ایران تېر کړکېچ ته په اشارې ویلي، د ایران ټینګ مقاومت د راتلونکي نسل لپاره د لارښود څراغ دی. د ده په خبره، امریکا له څو لسیزو راهیسې په دې فکر دی چې د ایران پانګه، سرچینې او نفتي توکي لوټ او تالان کړي چې په دې موخه یې هر ډول دسیسو ته دوام ورکړ. هغه ویلي، د دغو ټولو پړاوونو په اوږدو کې امریکايي مشران او د هغوی لاسپوڅي تل هڅه کړې چې خپل واک پر ایران وتپي او دغه هېواد تسلیمېدو ته اړ کړي. #باختراژانس
3
5
610
هدایت الله هدایت retweeted
د پانګونې بین‌الوزارتي کمېټې نوبتي غونډه کې له هر اړخیز بحث وروسته جوزجان کې د سوداګریز مارکیټ د جوړولو طرحه د تایید وړ وبلل شوه. دغه راز، غونډې ته د خصوصي سکټور له لوري په هېواد کې د ساري ناروغیو د معاینې او تشخیص د لابراتوارونو د جوړولو طرحه هم د بحث لپاره وړاندې شوه. له هر اړخیز بحث وروسته پرېکړه وشوه، چې د عامې روغتیا وزارت دې د طرحې ټول اړخونه وارزوي او په دې اړه دې خپل راپور د پانګونې له بین الوزارتي کمیټې سره شریک کړي. #باختراژانس
2
4
364
هدایت الله هدایت retweeted
د روان کال په لومړیو شپږو میاشتو کې د اوسپنیزې لارې څخه د سوداګریزو توکو انتقالات څه باندې دوه برابره زیات شوي. په یاده موده کې د حیرتان، اقینې او تورغونډۍ بندرونو او د خواف ـ هرات د اوسپنیزې لارې له مسیر څخه په ټولیزه توګه ۴ میلیونه او ۸۸۸ زره او ۲۶۸ مټریک ټنه سوداګریز توکي لېږدول شوي دي. دا په داسې حال کې ده چې تېر کال په لومړیو شپږو میاشتو کې د همدې څلورو مسیرونو له لارې ۲ میلیونه او ۱۸۲ زره او ۳۱۲ مټریک ټنه سوداګریز توکي لېږدول شوي وو. #باختراژانس
2
3
365
هدایت الله هدایت retweeted
د مهاجرینو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون دارالانشاء د کمېټو ورځنی کاري راپور د دوشنبې ورځ د ۱۴۴۸/۵/۲۱هـ ق نېټه، چې د ۱۴۰۵/۸/۱۱هـ ل نېټې سره سمون لري، هېواد ته له بېلابېلو لارو جبري راستنېدونکو مهاجرینو ته د ثبت، لېږد، مالي مرستو، روغتیايي خدمتونو او عامه پوهاوي په برخو کې اړین خدمات وړاندې شوي دي. ننګرهار – تورخم (ډیورنډ فرضي کرښه) د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه: د تورخم له لارې (۱۲) کورنۍ چې د غړو شمېر (۶۲) تنه و، هېواد ته راستنې او ثبت شوې دي. د ټرانسپورټ او لېږد کمېټه: له تورخم څخه (۵۰) کورنۍ چې د غړو شمېر یې (۲۷۷) تنه و، بېلابیلو ولایتونو ته لېږدول شوې او د ترانسپورټ په موخه ورته (۲۷۱۱۹۰) افغانۍ کرایه ورکړل شوې ده. د مالي چارو د تنظیم کمېټه: له (۵۷) کورنیو سره ټولټال (۴۷۲۰۰۰) افغانۍ مرسته شوې ده. د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه: راستنېدونکو مهاجرینو ته خوراکي، روغتیايي او مخابراتي خدمات وړاندې شوي چې پکې (۸۶۲) خوراکه غذا، (۱۲) عدده سیمکارتونه وېشل شوي او (۲۵۱) تنه ناروغان تداوي شوي دي. د اطلاعاتو او عامه پوهاوي کمېټه: راستنېدونکو مهاجرینو ته د ثبت، لېږد، مالي مرستو، لنډمهاله مېشتېدنې او نورو اړوندو موضوعاتو په اړه عامه پوهاوی ورکړل شوی دی. کندهار – سپین بولدک (ډیورنډ فرضي کرښه) د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه: د سپین بولدک له لارې (۴) کورنۍ چې د غړو شمېر یې (۲۷) تنه و، هېواد ته راستنه او ثبت شوې ده. د ټرانسپورټ او لېږد کمېټه: له سپین بولدک څخه (۱) کورنۍ چې د غړو شمېر یې (۵) تنه و، کابل ته لېږدول شوې او د ترانسپورټ په موخه ورته (۱۶۵۰۰) افغانۍ کرایه ورکړل شوې ده. د مالي چارو د تنظیم کمېټه: له (۳) کورنۍ سره ټولټال (۲۸۰۰۰) افغانۍ مرسته شوې ده. د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه: راستنېدونکو مهاجرینو ته خوراکي، روغتیايي او مخابراتي خدمات وړاندې شوي چې پکې (۱۳۲) خوراکه ډوډۍ او (۵) سیمکارتونه وېشل شوي. نیمروز – د ورېښمو پل لار د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه: د ورېښمو پل له لارې (۶۵) کورنۍ چې د غړو شمېر یې (۳۰۲) تنه و، هېواد ته راستنه او ثبت شوې ده. همدارنګه (۱۱۷۷) تنه مسافر هم هېواد ته راستانه شوي دي. د مالي چارو د تنظیم کمېټه: له (۲) کورنۍ سره ټولټال (۱۴۰۰۰) افغانۍ مرسته شوې ده. د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه: راستنېدونکو مهاجرینو ته خوراکي، روغتیايي او مخابراتي خدمات وړاندې شوي چې پکې (۳۶۰) خوراکه ډوډۍ او (۶) عدده سیمکارتونه وېشل شوي دي. د اطلاعاتو او عامه پوهاوي کمېټه: راستنېدونکو مهاجرینو ته د خدماتو، مرستو او نورو اړوندو موضوعاتو په اړه عامه پوهاوی ورکړل شوی دی. هرات – اسلام کلا د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه: د اسلام کلا له لارې (۱۹) کورنۍ چې د غړو شمېر یې (۷۱) تنه و، هېواد ته راستنې او ثبت شوې دي. د مالي چارو د تنظیم کمېټه: له (۱۹) کورنۍ سره ټولټال (۱۳۰۰۰۰) افغانۍ مرسته شوې ده. د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه: راستنېدونکو مهاجرینو ته خوراکي، روغتیايي او مخابراتي خدمات وړاندې شوي چې پکې (۲۱۷۸) خوراکه ډوډۍ، (۲۰۰) عدده سیمکارتونه وېشل شوي او (۷۸۹۸) تنه ناروغان تداوي شوي دي. کابل د ټرانسپورټ او لېږد کمېټه: له کابل څخه (۶) کورنۍ چې د غړو شمېر یې (۲۷) تنه و، بېلابېلو ولایتونو ته لېږدول شوې او د ترانسپورټ په موخه ورته (۲۴۴۰۰) افغانۍ کرایه ورکړل شوې ده. د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه: راستنېدونکو مهاجرینو ته خوراکي، روغتیايي او مخابراتي خدمات وړاندې شوي چې پکې (۳۴۲) خوراکه ډوډۍ او له هر خوراک سره یو یو بوتل معدني اوبه وېشل شوي دي او (۳۰) تنه تداوي شوي دي. ټولیز ارقام * ثبت شوي مهاجرین: (۱۰۰) کورنۍ او (۴۶۲) تنه * لېږدول شوي مهاجرین: (۵۷) کورنۍ او (۳۰۹) تنه * مرسته شوې کورنۍ: (۸۱) * وېشل شوي سیمکارتونه: (۲۲۳) دمهاجرینو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون دارالانشاء
2
3
405
هدایت الله هدایت retweeted
يا الله ما هذا الإنجاز في فترة قياسية عمل عظيم نفذته امارة افغانستان الإسلامية انه سد پاشدان بمبلغ 117 مليون دولار 💵 ويصب في ايران لكنهم اوقفوا ضخ المياه نحوها .. نحن امام عظمة سلطة صنفها الأمريكي ارهابي لكن لايوجد سوى بناء وتنمية وخدمات وانجازات عملاقة .
28
89
16
899
72,859
هدایت الله هدایت retweeted
*سلګونه دفاعي ځواکونه له مسلکي زده کړو فارغ شول* د دفاع وزارت اړوند ۲۰۷ الفاروق قول اردو له ښوونیز مرکز څخه ۴۰۰ تنه ځوان منسوبین له درې میاشتنیو نظامي او عقیدوي زده‌کړو فارغ شول. د یاد وزارت ویاند صدیق الله نصرت ویلي، په دغو مراسمو کې فارغانو ځانګړي پوځي نمایشات او بېلابېل مهارتونه ترسره کړل. #باختراژانس
1
8
648
هدایت الله هدایت retweeted
خبر ۱۰ عقرب ۱۴۰۵ رئیس الوزراء امارت اسلامی افغانستان اعتمادنامه سفیر غیرمقیم بلاروس را پذیرفت: الحاج ملا محمد حسن آخند رئیس الوزراء امارت اسلامی افغانستان قبل از ظهر امروز اعتمادنامه الکساندر اوگورودنیکوف سفیر و نمایندۀ خاص بلاروس برای افغانستان را طی مراسم تشریفاتی در قصر گلخانۀ ارگ پذیرفت. در مراسم تقدیم اعتمادنامه که محترم مولوی امیرخان متقی وزیر امور خارجه و محترم داکتر ملا عبدالواسع رئیس عمومی دفتر مقام ریاست الوزراء نیز حضور داشتند، در مورد گسترش روابط میان دو کشور در عرصه های سیاسی، اقتصادی و ترانزیتی، بحث و تبادل نظر صورت گرفت. محترم رئیس الوزراء امارت اسلامی افغانستان، گفت که فصل جدید روابط میان افغانستان و بلاروس، نمایانگر باور و تقویت روابط میان دو کشور می باشد و آغاز مأموریت شما، روابط سیاسی، اقتصادی و ترانزیتی میان دو کشور را بیشتر از پیش تقویت خواهد کرد و افغانستان آماده همکاری همه‌جانبه در این زمینه‌ها می باشد. سپس سفیر و نماینده خاص بلاروس برای افغانستان، از آغاز مأموریت اش ابراز خرسندی نموده، گفت که کشورش داد و ستد را در زمینه های زراعت، مواد خوراکی و ادویه جات با افغانستان، بیشتر خواهد ساخت. موصوف در اخیر صحبت هایش، گفت که در این اواخر رفت‌وآمد هیئت‌های مختلف امارت اسلامی افغانستان به بلاروس، سبب شده است تا اعتماد بلاروس جهت گسترش روابط با افغانستان بیشتر از پیش افزایش یابد.#
2
5
513
هدایت الله هدایت retweeted
د ترک دولتونو سازمان (OTS) وايي، د افغانستان کاري ډلې له لارې او د نورو هڅو په مرسته به په افغانستان کې د سولې، ثبات او دوامدار پرمختګ لپاره خپلو هڅو ته دوام ورکړي. انادولو اژانس لیکلي، یاد سازمان د هڅو د دوام دغه څرګندونې د ۱۳مې سرمشریزې په ګډه اعلامیه کې کړې دي. د یادونې ده، چې د ترک هېوادونو سازمان دیارلسمه سرمشریزه په انقره کې جوړه شوې وه. #باختراژانس
4
10
522
هدایت الله هدایت retweeted
د قطر د بهرنیو چارو وزارت په اېکس پاڼه لیکلي، په ملګرو ملتونو کې یې دایمي استازې عالیه احمد بن سیف ال ثاني د امریکا په نیویارک کې د یاد سازمان د سرمنشي له مرستیالې روزمري ډیکارلو سره د افغانستان په اړه خبرې کړې دي. په دې کتنه کې د قطر استازې ویلي، چې هېواد یې د افغانستان د ثبات لپاره له ملګرو ملتونو او نورو هېوادونو سره همکارۍ ته ژمن دی. #باختراژانس
2
4
377