H Ameenullah Obaid حاجي عــبید (@H_Ameenullah) header
H Ameenullah Obaid حاجي عــبید (@H_Ameenullah) profile picture

”امارت او خلافت یو مسؤلیت دی دادهیچاشخصي حق نه دی“ Official X account of the Governor of Kabul, Haji Mula Ameenullah Obaid (دکابل والي رسمي ایکس پاڼه)

Farah, Afghanistan
Joined February 2022
Photo by H Ameenullah Obaid حاجي عــبید (@H_Ameenullah)Photo by H Ameenullah Obaid حاجي عــبید (@H_Ameenullah)Photo by H Ameenullah Obaid حاجي عــبید (@H_Ameenullah)Photo by H Ameenullah Obaid حاجي عــبید (@H_Ameenullah)Photo by H Ameenullah Obaid حاجي عــبید (@H_Ameenullah)Photo by H Ameenullah Obaid حاجي عــبید (@H_Ameenullah)Photo by H Ameenullah Obaid حاجي عــبید (@H_Ameenullah)Photo by H Ameenullah Obaid حاجي عــبید (@H_Ameenullah)Photo by H Ameenullah Obaid حاجي عــبید (@H_Ameenullah)Photo by H Ameenullah Obaid حاجي عــبید (@H_Ameenullah)
*د کابل ولایت د ۱۴ ولسوالیو د ملا امامانو او خطیبانو لپاره یو ورځنی اصلاحي سمینار ترسره شو.* د افغانستان اسلامي امارت د ارشاد، حج او اوقافو وزارت له لوري د کابل ولایت د ۱۴ ولسوالیو د ملا امامانو او خطیبانو لپاره یو ورځنی اصلاحي سمینار ترسره شو. په دې سمینار کې د اسلامي امارت یو شمېر لوړپوړو چارواکو، علماوو کرامو، شیوخو عظامو او د ولسوالیو ګڼ شمېر ملا امامانو او خطیبانو ګډون کړی و. سمینار د قرآن کریم د مبارکو آیتونو په تلاوت پیل شو. ورپسې د کابل والي، الحاج ملا امین‌الله «عبید» د ملا امامانو او خطیبانو رول په ټولنه کې مهم وباله او ټینګار یې وکړ، چې هغوی باید د منبر او محراب له لارې د اسلامي نظام د ملاتړ، د خلکو د فکري اصلاح او د ټولنیز یووالي په برخه کې خپل مسؤلیتونه په ښه توګه ادا کړي. نوموړي زیاته کړه، چې په تېرو شاوخوا پنځو لسیزو کې د خلکو پر ذهنونو پراخ فکري کار شوی او اړتیا ده، چې علما او خطیبان د اسلامي ارزښتونو د ترویج او د ټولنې د فکري اصلاح په برخه کې لا زیاتې هڅې وکړي. د سمینار په دوام، علماوو کرامو او شیوخو عظامو د اسلامي نظام پر اهمیت او اړتیا، فکري جګړې، د اطاعت او اختلافاتو، د امامانو او خطیبانو پر مسؤلیتونو، د راتلونکي نسل پر سالمې روزنې، د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه‌الله د فرامینو پر عملي کولو او د تصوف پر فضیلت او اهمیت هر اړخیزې ویناوې وکړې. ویناوالو د اسلامي نظام پر پیاوړتیا، ملاتړ او پایښت ټینګار وکړ او د اختلافاتو، بغاوت او ورانکارو فعالیتونو مخنیوی یې د ټولنې د ثبات او د اسلامي نظام د ساتنې لپاره اړین وباله. همداراز یې د امنیت، ټولنیزې هوساینې، د تعصب د له منځه وړلو او د هېواد د پرمختګ په برخو کې د اسلامي امارت ترسره شوې هڅې وستایلې. د سمینار په پای کې د اسلامي نظام د پیاوړتیا، د شته امنیت د خوندیتوب او د ولسونو ترمنځ د یووالي او همغږۍ پر ټینګښت ټینګار وشو او غونډه د دعایې په لوستلو پای ته ورسېده. د کابل ولایت مقام رسنیز دفتر چهارشنبه ۳۰ جمادی الأولی ۱۴۴۸ هـ.ق ۲۰ عقرب ۱۴۰۵ هـ.ش
65
*تأکید والی کابل بر توسعه بخش معادن و جذب سرمایه‌ گذاری داخلی و خارجی در افغانستان* الحاج ملا امین‌الله «عبید»، والی کابل، از نخستین نمایشگاه تخصصی معادن افغانستان در کابل دیدن کرد و از غرفه‌ های مختلف آن بازدید به عمل آورد. والی کابل ضمن استقبال از برگزاری چنین نمایشگاه‌ هایی، بر اهمیت اکتشاف، استخراج و پروسس معادن کشور تأکید کرد و این‌ گونه نمایشگاه‌ ها را فرصت مناسبی برای معرفی ظرفیت‌ های معدنی افغانستان، تقویت همکاری‌ های اقتصادی و جلب سرمایه‌ گذاری دانست. آقای عبید همچنان با شماری از تاجران و مسئولان شرکت‌ های معدنی داخلی و خارجی دیدار و گفتگو کرد و از آنان خواست تا با استفاده از فرصت‌ های موجود و ظرفیت‌ های گسترده معدنی افغانستان، در این بخش سرمایه‌ گذاری کنند. وی تصریح کرد که توسعه صنعت معادن و بهره‌ برداری مؤثر از منابع طبیعی کشور میتواند در رشد اقتصادی، ایجاد فرصت‌ های شغلی و تقویت زیربناهای اقتصادی نقش مهمی ایفا کند. دفتر مطبوعاتی مقام ولایت کابل پنجشنبه ۱۷ جمادی الأولی ۱۴۴۸هـ.ق ۷ عقرب ۱۴۰۵ هـ.ش
1
107
نشست کمیته اضطرار ولایت کابل به ریاست والی کابل برگزار شد نشست کمیته اضطرار ولایت کابل به ریاست الحاج ملا امین‌الله «عبید»، والی کابل، با هدف بررسی وضعیت کوه منار چهل‌ ستون، ارزیابی خطرات احتمالی و اتخاذ تدابیر پیشگیرانه، در مقام ولایت کابل برگزار شد. کمیته اضطرار در سطح ولايات، سال گذشته بر اساس حکم عالیقدر امیرالمؤمنین «حفظه‌الله» ایجاد شده و فعالیت خود را آغاز کرده است. این کمیته با هدف ایجاد هماهنگی میان ادارات در زمینه پیشگیری، آمادگی و رسیدگی به حوادث احتمالی فعالیت می‌کند. کار عملی این کمیته در رابطه به وضعیت کوه منار چهل‌ ستون نیز از امروز به‌ گونه عملی آغاز شد. در این نشست، معین اداره ملی مبارزه با حوادث، معین شاروالی کابل، معاون امنیتی قوماندانی امنیه کابل، نماینده وزارت دفاع و مسئولان و نمایندگان ادارات مبارزه با حوادث، هلال‌احمر، فواید عامه، معادن و پترولیم، اطلاعات و فرهنگ و سایر ادارات ذی‌ ربط حضور داشتند. والی کابل در سخنان افتتاحیه، ضمن خوش‌ آمدگویی به اعضای کمیته، بر مسئولیت‌ پذیری، آمادگی و هماهنگی کامل میان ادارات تأکید کرده و خواستار اتخاذ اقدامات لازم برای جلوگیری از خطرات احتمالی و حفاظت از جان و مال باشندگان محل شد. در ادامه، نمایندگان ادارات مختلف گزارشات خود را در مورد آمادگی‌ ها و اقدامات انجام‌ شده ارائه کردند و بر هماهنگی و همکاری مشترک برای رسیدگی سریع و مؤثر به حوادث احتمالی تأکید نمودند. همچنین انجام سروی عمومی و بررسی‌ های تخنیکی وضعیت کوه منار چهل‌ ستون، شناسایی نقاط آسیب‌ پذیر، اتخاذ راهکارهای عملی برای جلوگیری از افزایش خطرات و حفاظت از باشندگان محل مورد بحث و بررسی قرار گرفت. در پایان، بر تقویت هماهنگی میان ادارات و استفاده مؤثر از امکانات موجود تأکید شد و قرار است کار عملی کمیته با انجام بررسی‌ های تخنیکی و سروی ساحه، اتخاذ اقدامات پیشگیرانه و پیگیری راهکارهای لازم برای کاهش خطرات و حفاظت از باشندگان محل، از امروز آغاز شود. دفتر مطبوعاتی مقام ولایت کابل شنبه ۲۰ ربيع الآخر ۱۴۴۸هـ.ق ۱۱ میزان ۱۴۰۵ هـ.ش
2
152
*د مرکزي زون ولایتونو د مسؤولینو د همغږۍ غونډه د کابل ولایت مقام کې ترسره شوه.* د مرکزي زون ولایتونو د مسؤولینو د همغږۍ غونډه د کابل والي، الحاج ملا امین‌الله «عبید» په مشرۍ د کابل ولایت مقام کې ترسره شوه، چې د مرکزي زون اړوند یو شمېر لوړپوړو ملکي او نظامي مسؤولینو پکې ګډون کړی و. په غونډه کې د مرکزي زون د نظامي محکمې رئیس شیخ الله نظر «ثاقب»، د میدان وردګ، کاپیسا، بامیان، پنجشېر او پروان ولایتونو والیانو، د ۳۱۳ مرکزي قول اردو مسؤولینو، د یادو ولایتونو امنیه قوماندانانو، د استخباراتو رئیسانو او د مرکزي زون د لواوو مسؤولینو ګډون کړی و. د غونډې په پیل کې د کابل والي ګډونوالو ته ښه راغلاست وويل او د عالیقدر امیرالمؤمنین «حفظه‌الله» د احکامو او فرامینو د تطبیق، د ولایتونو ترمنځ د لا زیاتې همغږۍ او ګډو همکاریو پر اهمیت یې ټینګار وکړ. ورپسې د تېرې غونډې راپور وړاندې او د ترسره شویو اقداماتو ارزونه وشوه. همداراز، په ولایتونو کې د عالیقدر امیرالمؤمنین «حفظه‌الله» د احکامو او فرامینو د تطبیق، د ناسمو رواجونو د مخنیوي په اړه د ۱۷ ګڼې فرمان د عملي کېدو، امنیتي موضوعاتو، عامه پوهاوي، په ولایتونو کې د اوبو د کمښت ستونزې او د هغې د حل پر لارو چارو، او یو شمېر نورو مهمو موضوعاتو هر اړخیز بحث وشو. د غونډې په پای کې ګډونوالو ټینګار وکړ چې د یادو موضوعاتو د عملي کېدو لپاره دې د ولایتونو په کچه لا پراخ، منظم او جدي اقدامات ترسره شي، ترڅو د خلکو ستونزو ته پر وخت رسېدنه وشي او امنیتي، اداري او خدماتي چارې لا اغېزمنې او همغږې شي. د کابل ولایت مقام رسنیز دفتر پنجشنبه ۱۸ ربيع الآخر ۱۴۴۸هـ.ق ۹ میزان ۱۴۰۵ هـ.ش
2
127
د کاپیسا له صیاد سیمې څخه کابل ته د پاکو اوبو د انتقال پروژې تخنیکي ارزونې پیل شوې. د عالیقدر امیرالمؤمنین «حفظه‌ الله» تعالی د حکم پر بنسټ، د کاپیسا ولایت له صیاد سیند څخه د کابل لرغوني ښار او نوي کابل ښار ته د څښاک د پاکو اوبو د انتقال د سترې پروژې د تخنیکي څېړنې، ارزونې او ډیزاین چارې پیل شوې. د دغې پروژې د تخنیکي ارزونو او ډیزاین د چارو د پیل په مراسمو کې د کابل والي، الحاج ملا امین‌الله «عبید»، د اوبو او انرژۍ وزارت وزیر، د امارتي شرکتونو عمومي رئیس، د اقتصادي معاونیت استازي، د کاپیسا او پروان ولایتونو والي صاحبانو، علماوو کرامو، سیاسي شنونکو، قومي مشرانو او ځوانانو ګډون کړی و. د کابل والي، الحاج ملا امین‌الله «عبید»، په دغو مراسمو کې د وینا پر مهال وویل، چې د کابل ښار د اوسېدونکو د څښاک د پاکو اوبو د اړتیاوو د پوره کولو په موخه د دې سترې پروژې تخنیکي ارزونه او دقیق ډیزاین د پروژې د عملي پلي کېدو لپاره مهم او اساسي ګام دی. نوموړي زیاته کړه، چې اسلامي نظام د هېوادوالو د بنسټیزو اړتیاوو د پوره کولو او د عامه‌المنفعه پروژو د تطبیق او پلي کېدو لپاره ژمن دی. د کابل والي د دې پروژې د عملي کېدو پیل د کابل ښار د اوسېدونکو لپاره د څښاک د پاکو اوبو د ستونزې د حل په برخه کې مهم او هیله‌ بښونکی ګام وباله او څرګنده یې کړه، چې د پروژې بشپړېدل به د کابل د اوبو د اړتیاوو د تأمین په برخه کې د پام وړ بدلون رامنځته کړي. په مراسمو کې ویناوالو د کابل ښار د څښاک د پاکو اوبو د اړتیا د تأمین په برخه کې د دې پروژې اهمیت مهم وباله او څرګنده یې کړه، چې د پروژې عملي کېدل به د کابل مېشتو ولسونو د اوبو د اړتیاوو د پوره کولو او د څښاک پاکو اوبو ته د خلکو د لاسرسي په برخه کې مهم رول ولري. دکابل ولایت مقام رسنیز دفتر سه شنبه ۱۶ ربيع الآخر ۱۴۴۸هـ.ق ۷ میزان ۱۴۰۵ هـ.ش
4
118
*د کابل والي د خاکجبار ولسوالۍ له علماؤ کرامو، قومي مشرانو، سپین‌ ږیرو او ځوانانو سره وکتل.* د کابل والي، الحاج ملا امین‌الله «عبید»، په خپل کاري دفتر کې د خاکجبار ولسوالۍ له علماؤ کرامو، قومي مشرانو، سپین‌ ږیرو او ځوانانو سره وکتل. کابل والي د ښه راغلاست ترڅنګ وویل، چې قومي مشران او مخور د ولسونو او نظام ترمنځ د اړیکو، همغږۍ او د خلکو د ستونزو د حل په برخه کې مهم رول لري، او د هغوی د خدمتونو له امله د ولسونو رضایت د ستاینې وړ دی. ورپسې د خاکجبار ولسوالۍ علماؤ کرامو او قومي مشرانو خپلې ستونزې او وړاندیزونه شریک کړل او د اسلامي نظام د ملاتړ او د ولسونو د ستونزو د حل په برخه کې یې د خپلې همکارۍ ډاډ ورکړ. هغوی زیاته کړه چې د اسلامي امارت له راتګ سره د خلکو ترمنځ شل کلنې دښمنۍ په دوستۍ او ورورولۍ بدلې شوې دي. ښاغلي عبید د مطرح شویو ستونزو او وړاندیزونو د جدي تعقیب ډاډ ورکړ او اړوندو ادارو سره یې د لازمې همغږۍ او د ستونزو د حل په موخه د اقداماتو ژمنه وکړه. د کابل ولایت مقام رسنیز دفتر سه شنبه ۱۶ ربيع الآخر ۱۴۴۸هـ.ق ۷ میزان ۱۴۰۵ هـ.ش
1
113
*د کابل ولایت مقام د امنیتي او تصفیوي چارو کمېسیون نوبتي غونډه ترسره شوه.* د کابل ولایت مقام د امنیتي او تصفیوي چارو کمېسیون نوبتي غونډه د کابل والي، الحاج ملا امین‌الله «عبید» په مشرۍ ترسره شوه. په دې غونډه کې د مرکزي زون د نظامي محکمې رئیس، د کابل ولایت د علماوو شورا مرستیال، د کابل امنیه قوماندان، د امنیتي همغږۍ کمېسیون رئیس، د کابل د استخباراتو رئیس، د ۳۱۳ مرکزي قول اردو استازي، د حکمونو او فرامینو د تعقیب او نظارت رئیس، د ارشاد حج او اوقافو رئیس، د اطلاعاتو او کلتور رئیس، د پوهنې ریاست استازي، د اطرافي پوهنې رئیس او د کابل ښار او ولسوالیو د امربالمعروف مسؤلینو ګډون کړی و. غونډه کې د امنیت د ټینګښت، د مخدره موادو د مخنیوي، تعلیم او تربیې، د جنايي پېښو مخنیوي، د اړوندو ادارو ترمنځ د همغږۍ د پیاوړتیا، په ټولو ریاستونو، حوزو او ولسوالیو کې د امنیتي او تصفیوي کمېسیونونو د جوړېدو او د صفوفو د تصفیې په اړه مهمې موضوعات وڅېړل شول. ګډونوالو د خپلو اړوندو مسؤلیتونو په اړه نظریات او وړاندیزونه وړاندې کړل او د امنیتي وضعیت د لا ښه والي او د تصفیوي چارو د اغېزمن تطبیق پر لارو چارو بحث وشو. په پای کې ټینګار وشو چې د اړوندو ادارو ترمنځ د همغږۍ او ګډې همکارۍ د پیاوړتیا له لارې به د کابل ښار او ولسوالیو د امنیت د لا ټینګښت او د صفوفو د تصفیې بهیر په اغېزمنه توګه تعقیب شي. د کابل ولایت مقام رسنیز دفتر سه شنبه ۹ ربيع الآخر ۱۴۴۸هـ.ق ۳۱ سنبله ۱۴۰۵ هـ.ش
1
1
4
101
*د کابل والي په لارښوونه، د چهل‌ ستون سیمې د غره د ښویېدو په اړه اړوندو ادارو ته لازمې لارښوونې وشوې* د کابل ښار د اوومې ناحیې اړوند د چهل‌ ستون سیمې د غره د ښویېدو په اړه، د کابل والي الحاج ملا امین‌الله «عبید» په لارښوونه، اړوندو ادارو ته لازمې لارښوونې وشوې. د کابل والي اړوندو مسؤلینو ته سپارښتنه کړې چې د یادې پېښې وضعیت له نږدې وڅاري، د سیمې د اوسېدونکو خوندیتوب ته جدي پاملرنه وکړي او د احتمالي زیانونو د مخنیوي لپاره لازم تدابیر ونیسي. همدارنګه، اړوندو ادارو ته لارښوونه شوې چې د پېښې د عواملو او احتمالي خطرونو په اړه هر اړخیزه ارزونه ترسره کړي او د اړتیا په صورت کې د خلکو د خوندیتوب لپاره لازم اقدامات وکړي. د کابل ولايت مقام رسنیز دفتر جمعه المبارک ۵ ربيع الآخر ۱۴۴۸هـ.ق ۲۷ سنبله ۱۴۰۵ هـ.ش
1
89
*نشست به‌ منظور تطبیق بهتر هدایات عالیقدر امیرالمؤمنین «حفظه‌الله» برگزار شد* نشستی به ریاست معاون والی کابل، الحاج مولوی عبدالعلی قدرت‌الله «امینی»، به‌ منظور تطبیق بهتر هدایات عالیقدر امیرالمؤمنین «حفظه‌الله» و بهبود امور کاری مسئولان برگزار شد. در این نشست، معاون شورای علمای کابل، شیخ محمد ظاهر خان «خادم»، رئیس کمیسیون هماهنگی، مولوی محمد حبیب، عالم دینی شیخ محمد شیرین «سحاب»، رؤسای واحدهای دوم ولايت کابل، ولسوالان ولسوالی های چهارده گانه، قوماندانان امنیه، آمرین حوزه‌ های امنیتی، مدیران استخبارات ولسوالی‌ ها ولايت کابل و شماری از مجاهدین حضور داشتند. در آغاز، شیخ محمد ظاهر خان «خادم» پیرامون مسئولیت‌ پذیری، رعایت احکام شرعی و دوری از تکبر و غرور صحبت کرده و تأکید نمود که مسئولیت سپرده‌ شده باید به‌ عنوان یک امانت و عبادت دانسته شود، نه امتیاز. آقای خادم همچنان بر برخورد نیک با مردم و مجاهدین و انجام مسئولیت‌ ها با اخلاص و تواضع تأکید کرد. سپس شیخ محمد شیرین «سحاب» رهنمودها و سفارشات عالیقدر امیرالمؤمنین «حفظه‌الله» را به‌ گونه مفصل با مسئولان شریک ساخته و بر تقوا، احساس مسئولیت، توجه به مشکلات مردم و تلاش برای اصلاح فکری و عقیدتی آنان تأکید کرد. در پایان نشست، بر تطبیق بهتر هدایات رهبری و انجام مسئولیت‌ ها با احساس امانت‌ داری، اخلاص و توجه بیشتر به امور مردم تأکید شد. دفتر مطبوعاتی مقام ولایت کابل چهارشنبه ۳ ربيع الآخر ۱۴۴۸هـ.ق ۲۵ سنبله ۱۴۰۵ هـ.ش
1
172
*د کابل ولایت د ولسوالیو له مسؤلینو سره د همغږۍ غونډه ترسره شوه.* د کابل والي، الحاج ملا امین‌الله «عبید» په مشرۍ، د کابل ولایت د څوارلسو ولسوالیو له ولسوالانو او مسؤلینو سره د همغږۍ غونډه ترسره شوه. په دې غونډه کې د ولایت مقام د دفتر رئیس او د کابل ولایت د څوارلسو ولسوالیو ولسوالانو ګډون کړی و. د غونډې په پیل کې کابل والي، الحاج ملا امین‌الله «عبید»، ګډونوالو ته ښه راغلاست وویل او ټینګار یې وکړ چې د ولسوالیو مسؤلین د ولس او ادارې ترمنځ د اړیکو مهمه کړۍ ده او د خلکو ستونزې او غوښتنې باید پر وخت واورېدل او تعقیب شي. نوموړي له ولسوالانو وغوښتل چې له علماو کرامو او ولسونو سره دوامداره اړیکې وساتي، له خلکو سره ناستې او مشورې ترسره کړي او د ولس اعتماد لا پیاوړی کړي. همدارنګه یې لارښوونه وکړه چې په ولسوالیو کې د مشرانو د اوامرو د نه اطاعت په صورت کې د اصلاح هڅه وشي او که ستونزه حل نه شوه، له اړوندو مسؤلینو سره دې شریکه شي. ورپسې د تېرې غونډې د پرېکړو او موضوعاتو د تعقیب په اړه بیاکتنه وشوه. په غونډه کې د قره‌باغ او استالف ولسوالیو د یو شمېر کلیو د رسمي کېدو موضوع هم وڅېړل شوه او په اړه یې لازمې پرېکړې وشوې. همدارنګه د امنیت، تعلیم او تربیې، اراضۍ، د مخدره موادو د مخنیوي او د جنایي جرمونو د کنټرول په اړه هر اړخیز بحث او د لا ښه همغږۍ په موخه لازمې لارښوونې وشوې. د کابل ولایت مقام رسنیز دفتر چهارشنبه ۳ ربيع الآخر ۱۴۴۸هـ.ق ۲۵ سنبله ۱۴۰۵ هـ.ش
1
91
*د امر بالمعروف د قوانینو د تطبیق کمېټې غونډه د کابل والي په مشرۍ ترسره شوه.* د امر بالمعروف د قوانینو د تطبیق کمېټې غونډه د کابل والي، الحاج ملا امین‌الله «عبید»، په مشرۍ د اړوندو امارتي ادارو د مسؤلینو او د کمېټې د غړو په ګډون ترسره شوه. د غونډې په پیل کې کابل والي ګډونوالو ته د ښه راغلاست ترڅنګ د امر بالمعروف او نهی عن‌المنکر پر اهمیت او ارزښت ټینګار وکړ او ویې ویل، چې دا د اسلامي نظام له مهمو بنسټونو څخه دي او د هر مسلمان او مسؤولیت‌ پذیر فرد ګډ مسؤولیت ګڼل کېږي. نوموړي زیاته کړه، چې اړوند قوانین الهي احکام دي؛ له همدې امله ټولې ادارې باید د دغو احکامو په عملي کولو کې خپله ونډه په احسنه او مناسبه توګه ادا کړي. ورپسې د کابل ولایت د امر بالمعروف او نهی عن‌المنکر ښاري رئیس، مولوي محمد اسماعیل منصوري، د امر بالمعروف قانون د دوه‌ ویشتمې مادې د (۱۸)، (۱۹) او (۲۰) فقرو په اړه لازم وضاحتونه وړاندې کړل. همدارنګه، د کابل ولایت د علماوو شورا استازي او د جهادي مدرسې رئیس د اسلامي نظام د اهمیت او د امر بالمعروف د قوانینو د مؤثر تطبیق په موخه د اړوندو ادارو ترمنځ د لا زیاتې همغږۍ په اړه خبرې وکړې. د غونډې په پای کې ګډونوالو د امر بالمعروف د قوانینو د عملي تطبیق، همغږۍ او خپلو مسؤولیتونو د ترسره کولو په برخه کې پر ګډې ژمنتیا ټینګار وکړ. د کابل ولایت مقام رسنیز دفتر دوشنبه ۱۰ ربیع الاول ۱۴۴۸هـ.ق ۲ سنبله ۱۴۰۵ هـ.ش
1
1
112
*د کابل ولایت مقام د پرمختیایي کمېټې (PDC) غونډه ترسره شوه.* د کابل ولایت مقام د پرمختیایي کمېټې (PDC) غونډه د کابل والي، الحاج ملا امین‌الله «عبید» په مشرۍ، د ولایت مقام د غونډو په تالار کې ترسره شوه. په غونډه کې د ولایت مقام د دفتر رئیس، د کابل ولايت د اقتصاد رئیس، د سکتوري ریاستونو او آمریتونو مسؤلینو، د ملګرو ملتونو د استازولۍ، غیرامارتي مؤسسو استازو، د ولایت مقام کارپوهانو او نورو اړوندو مسؤلینو ګډون کړی و. غونډه د قرآن کریم د څو مبارکو آیتونو په تلاوت پیل شوه. د کابل والي په خپله پرانیستونکې وینا کې ګډونوالو ته د ښه راغلاست ترڅنګ ټینګار وکړ، چې د خلکو ستونزې دې په پام کې ونیول شي، چارې دې په بشپړ شفافیت ترسره، له اړوندو ادارو سره لازمې همغږي وشي او د لږو لګښتونو په بدل کې دې د ډېرو او اغېزمنو کارونو د ترسره کولو هڅه وشي. وروسته د اقتصاد رئیس د تېرې PDC غونډې د پرېکړو، ترسره شویو اجراآتو او د پرمختیایي پروژو د روان وضعیت راپور وړاندې کړ. همدارنګه، د پرمختیایي پروژو د تطبیق پر وړاندې د شته ستونزو، د غیرامارتي مؤسسو د پروژو د پلي کېدو، د ادارو ترمنځ د همغږۍ د پیاوړتیا او د موجودو خنډونو د هواري په اړه بحث او د نظرونو تبادله وشوه. په پای کې د ولایت مقام د دفتر رئیس، الحاج مولوي محمد نور خلیل، پر سکتوري ادارو ټینګار وکړ چې خپلې ناستې او اړوندې چارې په ټاکلي وخت ترسره کړي او د موجودو ستونزو د حل لپاره عملي لارې چارې ولټوي. د کابل ولایت مقام رسنیز دفتر دوشنبه ۳ ربیع الاول ۱۴۴۸هـ.ق ۲۶ اسد ۱۴۰۵ هـ.ش
1
115
۲۴ اسد؛ روز آزادی و سربلندی افغانستان ۲۴ اسد، یادآور یک روز پرافتخار در تاریخ افغانستان و نماد اراده، عزت و استقلال مردم مجاهد و سربلند این سرزمین است. این روز بزرگ، نتیجهٔ ایستادگی و فداکاری نسل‌ هایی است که برای آزادی و حاکميت نظام اسلامی و سربلندی وطن تلاش کرده‌ اند.
2
120
*د کابل والي په مشرۍ د اسد ۲۴مې په مناسبت امنیتي غونډه ترسره شوه* د کابل والي، الحاج ملا امین‌الله «عبید»، په مشرۍ د اسد ۲۴مې د مناسبت په موخه د امنیتي تدابیرو د نیولو په اړه غونډه ترسره شوه. په دې غونډه کې د کابل ولایت د امنیتي، کشفي او دفاعي ادارو مسؤلینو ګډون کړی و. په غونډه کې د کابل د امنیتي وضعیت د لا پیاوړتیا، د هېوادوالو د هوساینې او خوندي ژوند د تأمین او د اسد ۲۴مې د مناسبت لپاره د لازم امنیتي تدابیرو په اړه هر اړخیز بحث وشو او اړوندو مسؤلینو ته لازمې لارښوونې ورکړل شوې. د کابل ولايت مقام رسنیز دفتر سه شنبه ۲۷ صفرالمظفر ۱۴۴۸هـ.ق ۲۰ اسد ۱۴۰۵ هـ.ش
1
93
*د کابل والي د برکي څلورلارې د زېرګذر او هوايي پل او د ولایت مقام مخې ته د پل د جوړېدو له چارو لیدنه وکړه.* د کابل والي، الحاج ملا امین‌الله «عبید»، د برکي څلورلارې د زېرګذر او هوايي پل، او د کابل ولایت مقام مخې ته د جوړېدونکي پل د چارو له بهیر څخه لیدنه وکړه. په دې لیدنه کې د کابل ښاروال مولوي عبدالرشید «بلوڅ»، د کابل ښاروالۍ د ټولنیزو او کلتوري چارو مرستیال حاجي محمد نبي «عثماني» او یو شمېر نورو مسؤلینو ګډون درلود. کابل والي د یادو بنسټیزو او حیاتي پروژو د چارو د ارزونې پر مهال وویل، د خوښۍ ځای دی چې هېواد د ابادۍ او پرمختګ پر لور روان دی او د هېواد په بېلابېلو برخو کې د بنسټیزو پروژو د عملي کېدو شاهدان یو. ښاغلي عبید زیاته کړه د وياړ ځای دی چې د دغو پروژو طرحه، ډیزاین او تطبیق د افغان انجنیرانو په لاس ترسره کېږي. کابل والي اړوندو انجنیرانو او مسؤلینو ته سپارښتنه وکړه چې د پروژو د تطبیق پر مهال د کار کیفیت، سرعت او امانت‌ دارۍ ته جدي پاملرنه وکړي، څو یادې پروژې په معیاري او ټاکلي وخت بشپړې شي. همداراز د کابل ښاروال مولوي عبدالرشید «بلوڅ» وویل، چې اوس مهال په کابل ښار کې ۲۱۲ پروژې تر کار لاندې دي او په ګڼ‌ مېشتو او ازدحام لرونکو سیمو کې د ورته پلونو او نورو بنسټیزو پروژو د پلي کېدو پلان هم په پام کې نیول شوی دی. کابل ولایت مقام رسنیز دفتر شنبه ۲۴ صفرالمظفر ۱۴۴۸هـ.ق ۱۷ اسد ۱۴۰۵ هـ.ش
123
*د مرکزي زون ولایتونو د مسؤولینو د همغږۍ غونډه د کابل ولایت مقام کې ترسره شوه.* د مرکزي زون ولایتونو د مسؤولینو د همغږۍ غونډه د کابل والي، الحاج ملا امین‌الله «عبید» په مشرۍ د کابل ولایت مقام کې ترسره شوه، چې پکې د مرکزي زون اړوند لوړپوړو ملکي او نظامي مسؤولینو ګډون کړی و. په غونډه کې د مرکزي زون د نظامي محکمې رئیس، شیخ الله نظر ثاقب، د میدان وردګو والي الحاج ملا خیرالله خیرخواه، د بامیان والي قاري ګل حیدر شفق، د کاپیسا، پنجشېر او پروان ولایتونو مسؤولینو، د ۳۱۳ مرکزي قول اردو مرستیال، د یادو ولایتونو امنیه قوماندانانو، د استخباراتو رئیسانو او د زون د لواګانو مسؤولینو ګډون درلود. د غونډې په پیل کې د کابل والي ګډونوالو ته ښه راغلاست وويل او د ولایتونو ترمنځ یې د لا زیاتې همغږۍ، ګډو همکاریو او مسؤولانه تعامل پر اهمیت ټینګار وکړ. ورپسې د تېرې غونډې راپور وړاندې او د ترسره شویو اقداماتو ارزونه وشوه. په غونډه کې د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی د ۱۴۴۷ هـ.ق کال د ۴مې میاشتې د ۱۹مې نېټې د (۹۵۹) ګڼې حکم د (۱۲) مادو د تطبیق پر څرنګوالي، امنیتي مسایلو، د کانونو د قراردادونو، خلکو ته د کاري فرصتونو برابرولو او یو شمېر نورو مهمو موضوعاتو په اړه هر اړخیز بحثونه ترسره شول. د غونډې په پای کې ګډونوالو ټینګار وکړ چې د یادو موضوعاتو د عملي کېدو لپاره دې د ولایتونو په کچه لا پراخ، منظم او جدي اقدامات ترسره شي، ترڅو د خلکو ستونزو ته پر وخت رسېدنه وشي او امنیتي، اداري او خدماتي چارې لا اغېزمنې او همغږې شي. د کابل ولایت مقام رسنیز دفتر پنجشنبه ۸ صفرالمظفر ۱۴۴۸هـ.ق ۱ اسد ۱۴۰۵ هـ.ش
1
147
*د کابل ولایت له ریاستونو څخه د نظارت لړۍ پیل شوه.* د کابل والي، الحاج ملا امین الله «عبید» د هدایت پر اساس، د کابل ولایت له ټولو ریاستونو څخه د نظارت لړۍ پیل شوه. د کابل ولایت مقام د دفتر رئیس، الحاج مولوي محمد نور خلیل، په مشرۍ د یادې نظارتي برنامې په لومړي پړاو کې د احصایې او معلوماتو، نفت او ګاز، د پوهنې رياست او تخنیکي او مسلکي آمریت له چارو څخه لیدنه او نظارت ترسره شو. د څارنې او ارزونې پر مهال، د کابل ولایت مقام د دفتر رئیس اړوندو اداري کارکوونکو ته سپارښتنه وکړه چې د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی فرمانونه او احکام په بشپړه توګه عملي کړي، د خلکو چارې په منظم، چټک او پر وخت ترسره کړي، څو مراجعین له هر ډول ځنډ او خنډ پرته خپل خدمات ترلاسه کړي. نوموړي همداراز ټینګار وکړ چې د کابل ولایت مقام او نورو ادارو ټول رسمي مکتوبونه دې پر خپل وخت ځواب او اجرا شي، او مکتوبونه دې په شفاف، منظم او معیاري ډول ثبت، ترتیب او آرشیف شي. کابل ولایت مقام رسنیز دفتر چهارشنبه ۷ صفرالمظفر ۱۴۴۸هـ.ق ۳۱ سرطان ۱۴۰۵ هـ.ش
1
130
*د کابل والي د خاکجبار ولسوالۍ له قومي مشرانو، سپین‌ږیرو او ځوانانو سره وکتل* د کابل والي، الحاج ملا امین‌الله «عبید»، په خپل کاري دفتر کې د خاکجبار ولسوالۍ له قومي مشرانو، سپین‌ږیرو او ځوانانو سره وکتل. په پیل کې، د کابل والي ګډونوالو ته ښه راغلاست وويل او ټینګار یې وکړ چې د سیمې د ستونزو په حل کې د خلکو همکاري او ونډه مهمه ده. ښاغلي عبید له قومي مشرانو وغوښتل چې د ځوانانو د سالم ذهنیت په روزنه کې خپل اغېزمن رول ولوبوي او زیاته یې کړه چې د کابل ولایت مقام دروازې د خلکو پر مخ تل پرانیستې دي او د ولس مشروع غوښتنو ته به په پوره پام رسېدنه کېږي. ورپسې د خاکجبار ولسوالۍ قومي مشرانو د اسلامي نظام له حاکمیت څخه د خوښۍ څرګندونه وکړه او ویې ویل چې د خلکو ستونزې اورېدل کېږي او د هواري لپاره یې هڅې روانې دي. هغوی د ولسوالۍ د اوسېدونکو اساسي ستونزې، اړتیاوې او وړاندیزونه هم له د کابل والي سره شریک کړل. د کابل والي د یادو موضوعاتو تر اورېدو وروسته ډاډ ورکړ چې ټولو مطرح شویو ستونزو او وړاندیزونو ته به جدي پاملرنه وشي، له اړوندو ادارو سره به همغږي وشي او د حل لپاره به لازم اقدامات ترسره شي. د غونډې په پای کې، د خاکجبار ولسوالۍ قومي مشرانو، سپین‌ږیرو او ځوانانو د اسلامي نظام څخه خپل کلک ملاتړ تازه کړ او د نظام له ادارو سره یې د دوامداره همکارۍ ژمنه وکړه. د کابل ولايت مقام رسنیز دفتر دوشنبه ۵ صفرالمظفر ۱۴۴۸هـ.ق ۲۹ سرطان ۱۴۰۵ هـ.ش
1
185
*بازدید والی کابل از پنجمین نمایشگاه ملی و بین‌المللی هفته «صنعت و معدن»* الحاج ملا امین‌الله (عبید)، والی کابل، به مناسبت هفته «صنعت و معدن»، از پنجمین نمایشگاه ملی و بین‌المللی افغانستان بازدید نمود. این نمایشگاه که در مرکز نمایشگاه‌ های بین‌المللی کابل برگزار گردیده است، با اشتراک صدها تن از صنعت‌ کاران، تاجران و سرمایه‌ گذاران بخش‌ های مختلف کشور برگزار شده و در آن تولیدات داخلی، محصولات صنعتی و فرآورده‌ های مرتبط با معادن به نمایش گذاشته شده است. والی کابل هنگام بازدید از بخش‌ های مختلف نمایشگاه، بر حمایت از تولیدات داخلی، تقویت صنعت و رشد سرمایه‌ گذاری تأکید نموده، گفت که پیشرفت اقتصادی کشور وابسته به توسعه ظرفیت‌ های تولیدی، تشویق صنعت‌کاران و فراهم‌ سازی زمینه مناسب برای سرمایه‌ گذاری می‌باشد. آقای عبيد افزود که تولیدات داخلی بخش مهمی از ثبات اقتصادی کشور بوده و باید از طریق ارتقای کیفیت، نوآوری و بازاریابی بیشتر تقویت گردد تا نیازمندی‌ های مردم از طریق محصولات داخلی تأمین شده و میزان وابستگی به واردات کاهش یابد. همچنان والی کابل تلاش‌ ها و فعالیت‌ های صنعت‌ کاران و سرمایه‌ گذاران را قابل قدردانی دانسته و اطمینان داد که مقام ولایت کابل در راستای حمایت از تاجران، تولید کنندگان و رشد فعالیت‌ های صنعتی، همکاری‌ های لازم را انجام خواهد داد. دفتر مطبوعاتی مقام ولایت کابل چهارشنبه ۱۵ محرم الحرام ۱۴۴۸هـ.ق ۱۰ سرطان ۱۴۰۵ هـ.ش
2
197
*د اقتصادي کمېسیون ځانګړې غونډه ترسره شوه* د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ د اقتصادي کمېسیون ځانګړې غونډه نن سه‌شنبه د ۱۴۰۵ لمریز کال د غبرګولي میاشتې په ۲۶مه نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې جوړه شوه. په دې غونډه کې د اوو زونونو د والي صاحبانو له لوري پر وړاندې شوو موضوعاتو بحث وشو چې د اقتصادي کمیسون د اعضاوو سربیره د کندهار والي الحاج ملا محمد علي حاجي ملا شیرین اخند، د بلخ والي الحاج ملا محمد یوسف وفا صاحب، د ننګرهار والي الحاج ملا محمد نعیم اخند، د هرات والي شیخ نور احمد اسلام جار صاحب، د کندوز والي الحاج مولوي نصرالله مطیع صاحب، د کابل والي او د ۷زونونو د مجلس تنظیمه مسئول الحاج ملا امین الله عبید، د پکتیا والي الحاج ملا مهرالله حماد ګډون درلودي. په غونډه کې په هېواد کې د کار روزګار کچې د لا ښه زیاتولو، په هېواد کې د اقتصادي پروژو د ښه او پر وخت تطبیق، د صادراتو او وارداتو لپاره د اسانتیاوو رامنځته کولو، د خامو نفتي موادو د تصفیې، هېواد ته د واردېدونکو درملو د مجازو اقلامو د لیست د پراختیا، د صنعتي ساحو د نقشو د ژر ویزه کولو، د امارتي ځمکو د اجارې بهیر د تنظیم او همغږۍ، د صادرېدونکو غوښو د بیو د لوړوالي او د صادراتو پراختیا او یوشمېر نورو موضوعاتو په اړه بحث وشو. د یادو موضوعاتو په اړه لازمې پرېکړې او تصامیم ونیول شول.
208