Afghan Politics 🇦🇫 | Specialist in Family Medicine | former Senior Adviser to Afghan President and Director General Administrative Affairs Office of 🇦🇫

Afghanistan
Joined July 2009
ایا موږ ټول د امریکا په وسیله د جمهوریت د سقوط شاهدان نه وو؟ ایا امریکا سره د BSA او SPA په څېر د هوکړه‌لیکونو تجربه مو هېره کړه چې په ظاهره کې نړېوال او قانوني قرادادونه وو، خو په عمل کې بې‌ اعتباره او غولوونکي ثابت شول؟ موږ له دې ټولو ترخو تجربو سره سره، هیڅ ټکان و نه خوړ او درس وانه‌خیست؟ چې نن بیا د بګرام د اډې په اړه د امریکا د ولسمشر او څو امریکايي مامورینو څرګندونې جدي نیسو او بدرګه کوو یې؟!
2
39
25
475
63,909
Fazel Fazly فضل فضلي retweeted
په دې اړه د اکثریت گوند د دغې تحلیلي رسالې محتوا د انجوګانو په تړاو د ټولنیزو رسنیو د سطحي ناندریو — چې یوازې د انجوګانو د حساب‌ورکونې په اړه نن سبا هوا ورکول کېږي — بېخي جلا او تاریخي ده. دغې رسالې کې د اوسنیو ناندریو برعکس، له اره د انجويي فرهنګ رېښه راسپړل کېږي او د هېواد په تاریخ کې د دولت‌جوړونې او ملي سیاسي سازمانونو په مخنیوي او دغه‌راز د ټولنې د فکري - ټولنیز نظم په تضعیفولو کې د انجوګانو پر ونډې بحث شوی دی.
1
6
147
Fazel Fazly فضل فضلي retweeted
د لوی او بخښونکي خدای په نامه درنو هېوادوالو! د افغانستان اکثریت ګوند د خپل منشور د موخو او د ولسي فکري او سیاسي انسجام د پیاوړتیا په موخه، سبا د شنبې په ورځ، د عقرب په ۲مه، یوه تفصیلي رساله خپروي. په دې رساله کې په تېرو څلورو پېړیو کې د غیردولتي سازمانونو (انجوګانو) پر رول، د افغانستان د بحرانونو او بې‌ثباتیو په دوام کې د هغوی پر اغېز، د استعماري اجنډاوو په پلي کولو، د هېواد د دولتي، اقتصادي، ټولنیز، فکري او فرهنګي بنسټونو په کمزوري کولو، او د خپلواک او مترقي دولت او ملي سیاسي جریانونو په مخنیوي کې د هغوی پر ونډې بحث شوی. د دې بحث په لړ کې د اکثریت ګوند د خپل تحلیل او سیاسي دریځ په اساس د انجويي محیط څخه د راوتلو او پروړاندې یې د مبارزې لپاره مشخصې حل‌لارې وړاندې کوي. اکثریت ګوند له افغان ځوانانو غواړي چې د دې رسالې سربېره په دې برخه کې ژوره مطالعه او خپلواکه څېړنه وکړي، څو د انجويي فرهنگ په واسطه د بهرنیو لاسوهنو، د کاذبو مطرح څېرو د رامنځته کولو او د دولتي مشروعیت او ملي سیاست د تضعیف پر څرنګوالي لا ښه پوه شي. په درنښت، د افغانستان اکثریت ګوند
6
18
435
Fazel Fazly فضل فضلي retweeted
بنام خداوند بزرگ و بخشنده هموطنان گرامی! حزب اکثریت افغانستان، در راستای تحقق اهداف منشور خود و به‌منظور تقویت انسجام فکری و سیاسی مردم، فردا، روز شنبه، دوم عقرب، یک رسالهٔ تفصیلی را منتشر می‌کند. در این رساله، نقش سازمان‌های غیردولتی (انجوها) در چهار قرن گذشته، تأثیر آن‌ها در تداوم بحران‌ها و بی‌ثباتی‌های افغانستان، نقش‌شان در تطبیق اجنداهای استعماری، تضعیف نهادهای دولتی، اقتصادی، اجتماعی، فکری و فرهنگی کشور و جلوگیری از شکل‌گیری دولت مستقل و مترقی و جریان‌های سیاسی ملی مورد بحث و بررسی قرار گرفته است. در چارچوب این بحث، حزب اکثریت افغانستان بر اساس تحلیل و موضع‌گیری سیاسی خود، راهکارهای مشخصی را برای بیرون‌رفت از محیط انجو‌یی و مبارزه در برابر آن ارائه می‌کند. حزب اکثریت از جوانان افغان می‌خواهد که علاوه بر مطالعهٔ این رساله، در این زمینه به مطالعات عمیق و تحقیق مستقل بپردازند تا درک روشن‌تری از چگونگی مداخلات خارجی از طریق فرهنگ انجو‌یی، مطرح‌ساختن چهره‌های کاذب و تضعیف مشروعیت دولتی و سیاست ملی به دست آورند. با احترام، حزب اکثریت افغانستان
1
4
14
343
Fazel Fazly فضل فضلي retweeted
د حاکمې ډلې د بهرنیو چارو وزارت ویاند له یوې بهرنۍ رسنۍ سره په مرکه کې وايي: «پخوا نجونې او ښځې د دې لپاره زده کړو ته مخه کوله چې له تحصیلاتو وروسته دنده او عاید ولري، خو اوس دوی کولای شي له زده کړو پرته کاروبار وکړي. نو ځکه معاصرو زده کړو ته اړتیا نشته ځکه دا ډول زده کړې زموږ په ټولنه کې ریښه او تاریخ نه لري»! اصلاً زموږ د ټولنې په هکله دغه ډول استدلال کټ مټ بهرنۍ ریښه لري! موږ ولې د هر افغان لپاره زده کړې غواړو؟ دغه لنډه لیکنه په دې هکله ولولئ:
د عصري زدکړو په هکله کاواکه استدلالونه او کاذب باورونه یو شمېر مدني فعالان، خبریالان او پخواني سیاستوال هڅه کوي چې د تعلیم اهمیت په داسې ضعیفو او جزوي دلایلو ولاړ وښيي چې نه یوازې قانع کوونکي نه دي؛ بلکې پر یو کاذب او تخیلي تحلیل ولاړ دي. د بېلګې په توګه: ۱. دا استدلال چې که ښځې زده‌کړه وکړي، نو په ټولنه کې به د ښځینه ناروغانو لپاره ښځینه ډاکترانې وروزل شي. ۲. یا دا چې عصري پوهنه دې د جګړه‌ییزې پیاوړتیا او دفاعي سیالۍ لپاره وشي، نو ځکه مهمه ده چې پر عصري علومو محدودیتونه باید له منځه لاړ شي. دا استدلالونه ولې کمزوري او خطرناک دي؟ ۱. که مخاطب حاکمه استبدادي ډله وي؛ دغسې استدلالونه تر ډېره د استبدادي رژیم په قانع کولو تمرکز لري او دا دلایل د یوه خوشباوره ذهنیت انعکاس دی، چې پر یوه کاذب باور ولاړ دی؛ دا چې ګواکې دغه ډله به له خپلو ټولو فکري تنګ‌نظریو سره - سره، بالاخره د همدې کمزورو او محدوده دلایلو پر بنسټ قانع شي او د نجونو د زده‌کړو او عصري تعلیم دروازې به پرانیزي؛ دا یوه سهوه ده، ځکه: طالبان خپله واکمني د ناپوهۍ پر پراخېدو او فکري کنټرول ولاړه ساتي؛ د دوی دیني تعبیر، فرهنګي لید او سیاسي ګټو د زده کړو پر وړاندې دښمني رامنځته کړې؛ دوی به هیڅکله خپله هغه وسله (ناپوهي) پر ځمکه کېنږدي؛ پر کومې چې دوی واک چلوي. ښایي د طالبانو ځینې ټیټ پوړي چارواکي د دغو دلایلو اورېدو ته زړه ښه کړي، خو هغوی نه د تصمیم نیولو واک لري او نه هم د تصمیم نیوونکو په کړۍ کې شامل دي. ۲. که مخاطب ولس وي؛ که دا دلایل ولس ته وړاندې کیږي، نو دا په لوی لاس یوه خطرناکه هڅه ده چې له مخې یې د ولس ته مغشوش او ګمراه کوونکي پیغامونه ورکول کیږي، ځکه: دا استدالال ولس ته یوازې دا پیغام ورکوي چې زده‌کړې یوازې هغه وخت مشروع دي، چې د روغتیا یا جګړې اړتیاوې پوره کړي؛ داسې محدود تعبیر د زده کړو ریښتیني، ټولنیز، فرهنګي، فکري، اخلاقي او انساني ارزښتونه له پامه غورځوي؛ دا ډول دلایل د ظالمانه بندیزونو سره د نیمه خوا او محافظه کارانه توافق یوه بله بڼه ده. واقعیت دا دی چې د زدکړو روان کړکیچ او فاجعه پر کاذبو باورونو، مذبذبه او خوشباوره دلایلو هېڅ له منځه نه ځي؛ نه حاکمه ډله پرې قانع کېږي او نه هم ولس کې فکري ویښتیا راځي. ولس کې داسې افراد شته چې پوهېږي د عصري تعلیم اړتیا یوازې دفاعي او اقتصادي بُعد نه لري؛ بلکې دا د فکري، فرهنګي او ټولنیز پرمختګ یوه بنسټیزه اړتیا ده او . د عصري علومو د څومره والي او څرنګوالی لپاره باید هیڅ ډول خنډ نه وي. نو د ټولنې دغه منور افراد په دې پوهیږي چې د مدني فعالینو او یو شمیر سیاسیونو ضعیفې او مذبذبې موقفګیرۍ د سیاسي قشر او مدني ټولنو د فعالینو په ګنګسیت او فکري خلا دلالت کوي. راپېښ مسوولیت د فکري او ټولنیز بدلون لپاره مهمه ده چې مدني فعالان، لیکوالان، ښوونکي او سیاستوال خپل دریځونه روښانه، بې‌خوفه، هدفمن او د انساني ارزښتونو پر اساس جوړ کړي. هغه مبهم، احتیاطي او خنثی دریځونه نه یوازې فایده نه لري؛ بلکې په ولس کې د فکري انحراف، نااُمېدۍ او شک سبب ګرځي. اړتیا ده چې خپل موخې واضح او په زغرده ووایو: زده‌کړه د انسان حق دی، نه یوه تجارتي اړتیا یا سیاسي ضرورت؛ موږ د نجونو ټولبُعديزده کړې د انسانیت، کرامت، ازادۍ او برابرۍ پر بنسټ غواړو؛ عصري علوم زموږ د تمدني، فرهنګي، ساینسي، اقتصادي او ټولنیز پرمختګ لپاره حیاتي اړتیا ده، نه یوازې د جګړې لپاره. کاواکه دریځ زموږ هېڅ رنځ نه دوا کوي.
1
17
1
68
5,530

حکمتیار په ۱۹۸۹ کال کې د مجاهدینو د عبوري حکومت د بهرنیو چارو وزیر و، چې دا حکومت په پېښور کې د پاکستان د استخباراتو پخواني مشر اسد دوراني له‌خوا طرحه او جوړ شوی و. د دوراني له وینا سره سم، پلان دا و چې د ډاکټر نجیب‌الله د حکومت له سقوط وروسته به د افغانستان او پاکستان ترمنځ کنفډراسیون جوړ شي، یعنې افغانستان به عملاً له پاکستان سره یوځای شي. د دوراني دغه پلان نه يوازې دا چې د حکمتیار لخوا بدرګه او تاييد شو، بلکې حکمتيار تر دوراني يو ګام وړاندې لاړ وې ويل: “کنفډراسیون” اصلا” دده (حکمتیار) نظر دی. د حکمتیار دغه وړاندیز د هماغه وخت د اسلامي حزب په خپرندویه جریدو او د پېښور په رسنیو کې په پراخه توګه منعکس شو.
د اسلامي حزب د مشر د “تشویش” په اړه! په ۱۹۵۶ کال کې د پاکستان پخواني لوی درستیز جنرال ایوب خان د دې هېواد د امنیت شورا په یوه ناسته کې افغانستان سره د ستونزو د حل لپاره د انګریزانو پر پخوانۍ تګلارې ټینګار وکړ. هغه وړاندیز وکړ چې د افغانستان د مهارولو لپاره باید له خپلو “ستراتیژیکو بمونو” یعنې مذهبي افراطیونو څخه کار واخیستل شي. د دې کلونو په ترڅ کې، پاکستاني چارواکو د انګریزانو له همدې پاتې تګلارې څخه استفاده کړې؛ د دغو ستراتیژیکو بمونو یوه بیلګه د اسلامي حزب مشر ګلبدین حکمتیار دی. حکمتیار په ۱۹۸۹ کال کې د مجاهدینو د عبوري حکومت د بهرنیو چارو وزیر و، چې دا حکومت په پېښور کې د پاکستان د استخباراتو پخواني مشر اسد دوراني له‌خوا طرحه او جوړ شوی و. د دوراني له وینا سره سم، پلان دا و چې د ډاکټر نجیب‌الله د حکومت له سقوط وروسته به د افغانستان او پاکستان ترمنځ کنفډراسیون جوړ شي، یعنې افغانستان به عملاً له پاکستان سره یوځای شي. د دوراني دغه پلان نه يوازې دا چې د حکمتیار لخوا بدرګه او تاييد شو، بلکې حکمتيار تر دوراني يو ګام وړاندې لاړ وې ويل: “کنفډراسیون” اصلا” دده (حکمتیار) نظر دی. د حکمتیار دغه وړاندیز د هماغه وخت د اسلامي حزب په خپرندویه جریدو او د پېښور په رسنیو کې په پراخه توګه منعکس شو. نن د حکمتیار ددې خبرې څخه ۳۵ کاله تېر شوي، خو نه حکمتیار او نه هم دوراني وکولای شول دا خیال عملي کړي. دوی تر اوسه هم دغه ناکامه پلان هر کال په بېلابېلو الفاظو تکراروي. اوس حکمتیار پر افغانستان د پاکستان د احتمالي تجزیې په منفي اغېزو خپل “تشویش” وړاندی کوي. که څه هم د پاکستان د تجزیې په اړه یې اندېښنه تر یوه حده واقعیت لري، ځکه چې پاکستان یو طبیعي ملت نه دی او تجزیه‌یې هر وخت ممکنه ده، خو د افغانستان په اړه یې خبرې هماغه شان خیالي دي لکه د کنفډراسیون نظریه.
20
17
2
147
14,950
Fazel Fazly فضل فضلي retweeted
د “غتو، غتو بمونو...” د روایت جوړونکې جبهې دوو پخوانیو ویندویانو تېره اونۍ په یو شمېر رسنیزو مرکو کې، د خپلو اسلافو په نقش قدم او د خپل پخواني عادت سره سم، د پاکستان د پوځ لخوا پر افغان خاوره د پراخو او شدیدو بریدونو هرکلی او ملاتړ کړی. د دوی په وینا دا ملاتړ او هرکلی په بشپړ “مسئولیت” او د «رښتیني وجدان» له مخې کوي. د پردیو وسلو او ځواک پر مټ د افغانستان د ستونزې د حل غوښتونکې ډلې ټپلې، په عین حال کې هویتي حربه هم کاروي؛ حال دا چې همدا هویتي پروژه او د پردیو په زور پر جګړې ټینګار، د پردیو د پلان او زموږ د بربادۍ اساسي عناصر دي. له بلې خوا، حاکمه افراطي ډله هم له پاکستان سره د ظاهري شخړې څخه په استفادې، د وطن‌دوستۍ او ملت‌پالنې یوه کاذبه پروژه پرمخ وړي، تر څو په دې پلمه خپله نیابتي دنده پټه کړي. که دوی رښتیا هم پر خپله نیابتي دندې او تېرو کړنو پښیمانه وي، نو باید سمدستي راولپېنډۍ سره خپلې ټولی پخوانۍ اړیکې وغندي، خپله پښیماني څرګنده کړي، ولس ته د مشروعیت د ترلاسه کولو لپاره مراجعه وکړي او د ښځو او نجونو پر مخ د زده‌کړو او کار دروازې پرانیزي. طبعا” دوی دا افغان دوسته ګامونه نشي اخېستی. ملتپال افغانان نه د جنګسالارانو او انجوبازانو په هویتي پرېوتو او انحرافي بحثونو کې شاملیږي او نه هم د حاکمې ډلې په دې کاذب ملت‌پالنه ولاړ تبلیغاتي کمپاین کې. حقیقت دا دی دواړه ډلې، هغه چې د پاکستان د بریدونو ملاتړ کوي او پرله‌پسې اسلام‌آباد ته سفرونه کوي، او بله پر هېواد حاکمه ډله، دواړه نیابتي جوړښتونه دي. د دوی تر منځ اختلاف پر واک دی، نه پر اصولو؛ که اصول مطرح وای، نو جنګسالاران، انجوبازان او لبرالان به راولپنډۍ ته نه بلکې د طالب واکمنۍ ته تسلیمیدل. ځکه نننی حاکمیت اساساً د راولپېنډۍ او امریکا په زور او امکاناتو رامنځته شوی دی. خو د وطنپالو افغانانو غوښتنه او نظر دا دی چې زموږ د ستونزو د حل اصلي کیلي ولس او ولس ته په مراجعه کې ده؛ هغه ښايي د لویې جرګې، دیالوګ، ملي اجماع، یا هم د ولسي مبارزې له لارې وي خو هېڅکله د پردیو د ټوپک په زور به نه وي. همدا زموږ یوازینۍ او رښتینې لاره ده!
2
37
29
266
66,293
Fazel Fazly فضل فضلي retweeted
یوسفِ گم‌گشته بازآید به کنعان، غم مخور کلبهٔ احزان شَوَد روزی گلستان، غم مخور ای دل غمدیده، حالت بِه شود، دل بَد مکن وین سرِ شوریده باز آید به سامان غم مخور گر بهارِ عمر باشد باز بر تختِ چمن چتر گل در سر کَشی، ای مرغِ خوشخوان غم مخور دورِ گردون گر دو روزی بر مرادِ ما نرفت دائماً یکسان نباشد حالِ دوران غم مخور
9
6
73
24,892
Fazel Fazly فضل فضلي retweeted
موږ لپاره د پاکستان ټولو نیابتي تولیداتو پورې اړوند افراد نامطلوب او افغان‌ضد دي؛ که هغه جهادي جنګسالاران وي، که طالبان وي او یا د انجوګانو سیاسي سوداګر وي. پاکستان مجاهدینو ته د افغانستان د زیربنایي تاسیساتو د ورانولو دنده ورکړې وه، طالبانو ته یې د افغانستان د ملي وثیقې، ښوونې او روزنې د محوه کولو، د مېرمنو او نجونو د محرومولو او د هېواد د تاریخي او نړیوال حیثیت د له منځه وړلو مسؤلیت سپارلی، او جهادي جنګسالارانو او انجو‌يي لېبرالانو ته یې د افغانستان د ملي حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا د بې‌اهمیته ښودلو مأموریت ورکړی. نو د محقق ترڅنګ د پاکستان ټولې نیابتي ډلې او افراد، پخواني او اوسني، باید رد شي!
23
16
5
180
8,029
Fazel Fazly فضل فضلي retweeted
ملي یووالی د تعامل له قاعدې راټوکېږي. ملي یووالی نه د ټوپک په زور ترلاسه کېږي، نه د وعظ او نصیحت له لارې، او نه هم په تشو شعارونو. د ملي یووالي د تحقق یوازینۍ لاره دا ده چې د ملي وثیقې یا اساسي قانون پر بنسټ د ټولنې د وګړو او بېلابېلو اقشارو ترمنځ د تعامل او ګډ ژوند روښانه او منل شوي قواعد موجود وي. له اجتماعي قرارداد پرته بله هېڅ بدیله لاره نشته او هر څه ماتېدونکي دي.
15
13
2
101
7,007
Fazel Fazly فضل فضلي retweeted
درست افغان له کندهاره تر اټکه سره یو د ننګ په کار پټ او اشکار
11
18
3
177
8,480
Fazel Fazly فضل فضلي retweeted
چې د پاکستان نمک یې خوړلی وي، تر حميد ګل او پروېز مشرف هم ډېر پاکستاني وي او لا هم د هغه هېواد د دستور او امرونو تابع وي هېڅکله دغه نمک حرامي نشي کولای چې د افغانستان په خاوره د پاکستان تېری وغندي. او دا د واکمن رژیم او جهادي تنظیمونو تر ټولو لویه مشترکه وجهه ده!
1
2
73
Fazel Fazly فضل فضلي retweeted
Before the Soviet invasion, Pakistan was already supporting armed opposition inside Afghanistan. In July 1975, Gulbuddin Hekmatyar and other Afghan Islamists, operating from Pakistan, helped organise an uprising against President Mohammad Daoud Khan. With support from Pakistan's intelligence establishment under Zulfikar Ali Bhutto, insurgents launched attacks in several Afghan provinces, including Panjshir, where a young Ahmad Shah Massoud led rebel fighters. The rebellion failed. Afghan government forces crushed the uprising, forcing surviving organisers back into Pakistan. The defeat also deepened divisions between Hekmatyar and Massoud, who would later become bitter rivals. But the operation marked an important turning point: Pakistan was cultivating Afghan Islamist militants years before the CIA's anti-Soviet programme began. The covert struggle for Afghanistan had already started. Source: CLASSIFIED: EAST #Afghanistan #Ariana #History 🇦🇫
12
1
36
1,004
Fazel Fazly فضل فضلي retweeted
Replying to @annakhachiyan
It has become so convenient to invoke Muslim takeover of Europe where just a few decades ago French killed over a million Algerians. It is just absurd.
2
1
5
347
Pakistan’s elites, media and business community should stop asking for the rationale behind these trade closures, including the closure of trade between Iran and Pakistan. There is no national rationale, only geopolitical obedience. From Iran to Afghanistan, India and Gwadar, Pakistan’s regime is strangling its own economy and punishing its own people to serve the strategic interests of its imperialist patrons. The real question is not why trade is being blocked, but who benefits from Pakistan’s economic self-sabotage and who pays the price?
2
12
1
64
5,031
Fazel Fazly فضل فضلي retweeted
ځکه نه لري پروا بتــــــــان د مشکو هر کمند لري د زلفــــو کان د مشکو چې یې دلته باد په زلفـــــو برابر شي په ختن کې شي قیمت ارزان د مشکو د ارواښاد استاد اول میر او پران تاتهـ دا ګډه سندره به مو بې له شکه نه وي اورېدلې. شعر د عبدالحمید مومند (موشګاف) بابا #پښتو #سندره
2
6
28
980
Fazel Fazly فضل فضلي retweeted
Punjab is now openly treating Pakhtunkhwa and Balochistan as its colonies. It has even stopped pretending otherwise.
520
482
123
2,314
119,991
Fazel Fazly فضل فضلي retweeted
هدف تمام برنامه‌های افراطی و سیاسی طالبان یک چیز است: حذف حضور زن از جامعه، جلوگیری از تحصیل علوم عصری، نابودسازی ارزش‌های مدنی و افغانی و برگرداندن اجباری جامعه به قرن‌ها عقب. اگرچه این برنامه‌ها گاه به‌طور آشکار و گاه به‌صورت پنهانی اجرا می‌شوند، اما همه بخشی از یک پلان مشترک بزرگ می‌باشند.
3
3
17
804
Pakistan’s claim that Murad Saeed @MuradSaeedPTI is in Afghanistan directing protests is no extraordinary revelation. First, where is the evidence? Second, even if true, he is a civilian politician, not a terrorist, and has the right to seek refuge. Pakistan’s establishment spent decades providing sanctuaries and training camps to extremist militants to use against Afghanistan. Today, Pakistan provides sanctuary to ISIS-K to use it against Afghanistan and Central Asian countries. You cannot nurture the fire of extremism in your neighbours’ homes and expect your own house to remain safe. The blowback will come and it will be devastating.
6
13
1
84
7,228
Fazel Fazly فضل فضلي retweeted
This short clip exposes the true face of the Pakistani state—a southern outpost of Western interests—and the atrocities committed by the so-called Pakistan Army in the region. To PTM! Institutions such as the EU, NATO along with HR agencies have long demonstrated selective approaches to justice, often serving as extensions of geopolitical and colonial interests. Seeking justice from the very powers that enable such oppression is unlikely to bear fruit!!
#PTM Chief Manzoor Pashteen Addresses the Hague Justice Dialogue #ICJ
10
61
1,287