@AfgCLAi
iAccount based inCanada
About this account
- Account based in
- Canada
- Connected via
- Canada App Store
Account-level information from X, not a live location or the device used for a specific post.
ملی سیاسی فکر د افغانستان د ټولو ملیتونو لپاره د تل پاتی امن او پرمختګ یواځینۍ لار ده!
Joined August 2021
- Tweets1.1K
- Following322
- Followers753
- Likes1.3K
Afghan retweeted
د شهید ډاکټر نجیب الله لومړۍ وینا وروسته له هغې ورځې چې د لویې جرګې په فیصله د افغانستان د ولسمشر په توګه وټاکل شو.🇦🇫❤️
Afghan retweeted
اعلیحضرت #محمد_ظاهر_شاه ۴۰ کاله د افغانستان پاچا و. خو د مشر اصلي ازموینه دا نه ده چې څو کاله پر تخت ناست و؛ دا ده چې د هېواد د برخلیک په سخت ساعت کې یې د سولې لپاره څه وکړل.
له ظاهر شاه سره د بيبيسي په اخری مرکه کې پوښتنه وشوه: لکه څنګه چې د بن په بهیر کې ښکېل شوئ، ولې مو د ډاکټر نجیبالله د ملي مصالحې او لویې جرګې بلنه ونه منله؟ د ده ځواب دا و چې نجیبالله یې چلباز ګاڼه، باور یې نه پرې کاوه او نه یې غوښتل د هغه له حکومت سره سر وښوروی.
زه د دې بلنې د هڅو عیني شاهد یم. د ملي مصالحې د هغه پلاوي له استازي سره پوره بلد وم چې ظاهرشاه سلطنت سره یې نږدې اړیکې لرلې. کله چې روم ته ورسېد، ظاهر شاه د سردار ولي له لارې ورته پیغام ورکړ: زړه مې ډیر غواړي درسره ووینم، خو ځکه چې د نجیبالله د حکومت په استازیتوب راغلی یې، لیدلی دې نه شم.
دا یوازې د یوه ملاقات ردول نه وو؛ د سولې د یوه امکان دروازه تړل وو.
په همدې مرکه کې ظاهر شاه د کمونیستانو او طالبانو په پرتله کې ویل چې کمونیستان لږ تر لږه خپل هویت څرګندوي، خو طالبان خبره یوه کوي او عمل بل کوي. نو پوښتنه لا جدي کېږي: که له کمونیستانو سره یې د خبرو اړخ روښانه باله، ولې یې د جګړې د درولو لپاره ورسره خبرې هم ونه ازمویلې؟
د ده پر نجیبالله بېباوري کېدای شي د پوهېدو وړ وي. خو پر یوه کس بېباوري د یوه ملت د سولې د فرصت د ردولو لپاره بسنه نه کوي. کولای یې شول شرطونه کېږدي، تضمینونه وغواړي او د واک د سولهییز لېږد لپاره خپل نفوذ وکاروي. که د نجیبالله په نیت یې شک درلود، د هغو جنګسالارانو په نیت یې ولې هماغه سخت شک ونه کړ چې د واک لپاره جنګېدل او د بهرنی منافعو لپاره جنګېدل؟
ظاهر شاه ویل چې په زړه کې کینه نه ساتي. خو د مرکې له ځوابونو داسې ښکاري چې د نجیبالله په اړه پخوانۍ بېباوري یې د هېواد له سترې اړتیا هم درنه ګڼله. تر مرګه یې د دې پرېکړې د احتمالي پایلو په اړه هغه حساب ورنه کړ چې افغان ولس یې د یوه پخواني پاچا څخه تمه لرله.
موږ ټول د ورپسې ناورین شاهدان هم یو. کابل د وسلهوالو ډلو د جګړې ډګر شو؛ کورونه ونړېدل او انسانان ووژل شول. هېڅوک په یقین نه شي ویلای چې د ظاهر شاه ګډون به دا ټول مخه نیولې وای. خو هغه څوک چې څلوېښت کاله پاچا پاتې شوی وي، حق نه لري چې د سولې د نه ازمېیلو پوښتنه یوازې په «باور مې نه پرې کاوه» ځواب کړي.
نن د ډاکټر نجیبالله د وژل کېدو دېرش کاله پوره شول. ډېر افغانان یې په درد او خپګان یادوي. ظاهر شاه هم نولس کاله وړاندې مړ شو. خو د ظاهر د مړینې تلین باندې څوک خبر هم نه وی خو د نجیب په مرګ ولس تر ننه ارمان کوی. زما لپاره د دې دوو نومونو تر منځ توپیر د پاچاهۍ او جمهوریت په نومونو کې نه دی؛ په هغې برخلیک ټاکونکې شېبه کې دی چې یوه لوري د مصالحې بلنه ورکوله او له قدرت چوکۍنه تیر شو او بل لوري یې د ازمېیلو جرئت ونه کړ او تر اخره خپله اشتباه ونه منله.
که پر نجیبالله دې باور نه کاوه، نو د افغانستان راتلونکی دې ولې د ټوپکوالو د فیصلې په تمه پرېښود؟
#افغانستان #تاریخ #محمد_ظاهر_شاه #ډاکتر_نجیب_الله #ملی_مصالحه 🇦🇫
The Pakistan Medical and Dental Council's decision requiring Afghan medical students in Pakistan to return to Afghanistan is patently discriminatory and arbitrary in nature. The consequences of this decision are especially severe for female students, many of whom have already been denied access to higher education in Afghanistan amid Taliban’s ongoing gender persecution and now face the prospect of losing one of the few remaining pathways to pursue their education and profession. Many of these students will have devoted years studying medicine, only to see their education brought to an abrupt and unjustifiable end, with little prospect of being able to resume their studies elsewhere.
Pakistan has obligations under international human rights law to uphold the right to education without discrimination on the basis of national origin. Amnesty International urges the authorities to adopt a humane and practical solution that allows Afghan students, including women and girls, to complete their education.