د ملګرو ملتونو دوو ادارو خبرداری ورکړی چې په راتلونکو شپږو میاشتو کې ښايي د نړۍ په ۱۶ سیمو کې د خوراکي ناامنۍ وضعیت لا خراب شي. دغو ادارو پنځه هېوادونه او سیمې له تر ټولو جدي ګواښ سره مخ بللي او د افغانستان په ګډون د څلورو نورو هېوادونو او سیمو وضعیت یې د اندېښنې وړ ګڼلی دی.
د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان او د خوړو نړۍوال پروګرام په ننني ګډ راپور کې سوډان، سوېلي سوډان، سومالیا، د نایجریا شمالي سیمې او یمن له تر ټولو جدي ګواښ سره مخ بللي دي.
د راپور له مخې، په سوډان کې د شمالي دارفور او سوېلي کردفان په ۱۳ سیمو کې د ۲۰۲۷ کال تر جنورۍ پورې د قحطۍ ګواښ شته؛ د سوېلي سوډان د وروستۍ ارزونې له مخې، د پاسني نیل او جونګلي ایالتونو څلور ولسوالۍ هم د قحطۍ له ګواښ سره مخ بلل شوې وې.
سرچینه زیاتوي چې افغانستان، فلسطین، هایټي او د کانګو ډیموکراتیک جمهوریت د اندېښنې وړ بلل شوي او چاډ، ماداګاسکر، مالي، میانمار، د یوګانډا شمالختیځې سیمې، د مرکزي امریکا وچ کمربند او د افریقا سوېلي سیمه (اېسواتیني، مالاوي، موزمبیق، زامبیا او زیمبابوې) هم له ګواښ سره مخ سیمو کې شامل دي.
د ملګرو ملتونو دغو دوو ادارو په ټولو ۱۶ سیمو، په ځانګړي ډول د قحطۍ له ګواښ سره مخ سیمو کې د بېړنیو بشري اقداماتو او اړمنو وګړو ته د مرستو رسولو غوښتنه کړې ده.
#لوږه #خوراکي_ناامني #ملګري_ملتونه #FoodSecurity #WFP
1
1,032
رویټرز خبري اژانس نن (جمعه) راپور ورکړی چې د سرو زرو د یوه اونس (۳۱،۱ ګرامه) بیه ۲،۹ سلنه لوړه شوې او ۳۶۷۰،۶۹ امریکايي ډالرو ته رسېدلې ده.
د راپور له مخې اقتصادي شنونکي وایي، د بیو له څو ورځني کمښت وروسته پېرودونکي بېرته بازار ته راستانه شوي او د ټکنالوجۍ او مصنوعي ځیرکتیا اړوندو شرکتونو د ونډو په بیو کې نسبي ثبات د سرو زرو پر بیه مثبت اغېز کړی دی.
ورته مهال، سرچینه زیاتوي چې د امریکايي ډالر د ارزښت د لوړېدو بهیر وروسته له هغه درېدلی چې د روانې اونۍ په لومړیو کې د تېرو ۲۲ میاشتو تر ټولو لوړې کچې ته رسېدلی و.
دغهراز د رویټرز د راپور له مخې، روانه اونۍ د اسیا په مهمو بازارونو، په ځانګړې توګه هند او چین کې د سرو زرو تقاضا هم زیاته شوې ده.
#سرو_زرو #بازار_نړیوال #اقتصاد
#GoldPrices #GlobalMarkets #Economy
چهلزینه، د بابر د فتحې ډبرین یادګار
بابر په ۱۵۲۲ کال کې د کندهار تر نیولو وروسته د چهلزینې د رواق جوړولو امر وکړ. د سرپوزې په غره کې څلوېښت تراشل شوې زینې دغه رواق ته رسېږي. پر دېوالونو یې فارسي کتیبې د بابر فتحه او د مغولي واکمنۍ د ښارونو او سیمو نومونه ثبتوي. په دې ویډیو کې دا هم اورئ چې سردار محمدایوب خان په ۱۸۸۱ کال کې له همدغه ځایه څنګه خپل پوځ څاره او د اشوکا یوناني–ارامي ډبرلیک په ۱۹۵۸ کال کې چهلزینو ته نږدې څنګه وموندل شو.
#چهل_زینه #کندهار #بابر#ChehelZina #Kandahar #MughalHistory
1,098
اسوشیټېډ پرېس خبري اژانس نن مازدیګر د یمن د حوثیانو تر واک لاندې د روغتیا وزارت په حواله راپور ورکړی چې د دغه هېواد په تعز ولایت کې پر یوې ودانۍ د هوايي برید له امله د ماشومانو په ګډون لږ تر لږه ۱۱ کسان وژل شوي دي.
سرچینې ویلي، د وژل شوو کسانو شمېر لومړنی دی او ژغورونکې ډلې لا هم تر نړېدلې ودانۍ لاندې د نورو جسدونو د موندلو هڅې کوي.
حوثیانو سعودي عربستان د دغه برید مسوول بللی، خو د سعودي عربستان په مشرۍ ائتلاف تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
#یمن #هوايي_برید #تعز #Yemen #Taiz
د رياستالوزراء اقتصادي مرستيال ملا عبدالغني برادر اروزګان کې د ترينکوټ عيدګاه مرکزي جامع جومات پرانيستي پر مهال له علماوو غوښتي چې له دغه دیني مرکزه په استفادې، خلکو ته په مسلسله توګه د دیني زدهکړو، نبوي اخلاقو او د یووالي درسونه وړاندې کړي او د جومات ممبر د خیر، فلاح، اصلاح او اتحاد ممبر وګرځوي.
2
1,092
معین وزارت صنعت و تجارت در دیدار با شماری از تاجران و سرمایهگذاران افغان در ترکیه، با تشریح فرصتهای تجارتی و سرمایهگذاری در افغانستان، از آنان خواست تا در کشور سرمایهگذاری کرده و محصولات تولیدی افغانستان را در بازارهای خارجی معرفی کنند
1,070
مولوی نورجلال جلالی، وزیر صحت عامۀ امارت اسلامی، در دیدار با معاون سفارت امارات متحده عربی در افغانستان، در مورد وضعیت نظام صحی کشور، نیازمندیها و گسترش خدمات صحی گفتوگو کردهاست
1
966
ریاست عمومی شرکتهای امارتی میگوید که کار ساخت یک ساختمان بلند به نام «کاخ ملی افغانستان» در ساحۀ دهمزنگ شهر کابل که سالها پیش آغاز شده بود، به مراحل پایانی رسیده و قرار است در آیندۀ نزدیک به بهرهبرداری سپرده شود.
به گفتۀ این ریاست، پس از واگذاری روند تطبیق این پروژه به شرکت امارتی انکشاف ملی، کار ساخت آن با تلاش تیم این شرکت و مدیریت بهتر به مراحل نهایی رسیدهاست.
د افغانستان د فوټبال فدراسیون له روسیې او قرغیزستان سره د دوستانه لوبو لپاره د فوټسال ملي لوبډلې ۲۳کسیز نوملړ اعلان کړی دی.
#افغانستان #فوټسال #Afghanistan #Futsal
1
911
د اروپايي شورا مشرانو د هسپانیې د مرکزي بانک پخوانی رییس پابلو هرنانډېز دې کوس د اروپا د مرکزي بانک د نوي رییس په توګه وړاندیز کړی چې د کریسټین لاګارد ځای به ونیسي.
#اروپايي_شورا #اروپا_مرکزي_بانک #EuropeanCouncil #ECB
8
1,267
د راپورونو له مخې، د اروپايي ټولنې مشران اوکراین ته د ۲۰۲۷ کال لپاره د ۴۵ میلیارد یورو پور ورکولو په اړه کومې سیاسي هوکړې ته نه دي رسېدلي او پرېکړه یې د ډسمبر میاشتې غونډې ته ځنډولې ده.
#اروپايي_ټولنه #اوکراین #EuropeanUnion #Ukraine
5
1,279
وزارت صنعت و تجارت میگوید که مولوی شهابالدین ثاقب، معاون این وزارت، در جریان سفرش به ترکیه با رئیس مرکز حلال عربستان سعودی دیدار کردهاست.
#وزارت_صنعت_و_تجارت #مرکز_حلال
#IndustryAndCommerce #HalalCenter
1
938
به گزارش رویترز، آژانس بینالمللی انرژی اتمی برای برقراری آتشبس محلی میان روسیه و اوکراین بهمنظور ترمیم خطوط انتقال برق نیروگاه هستهای زاپوریژیا، با دو طرف در تماس است.
#آتشبس #نیروگاه_هستهای_زاپوریژیا
#Ceasefire #ZaporizhzhiaNuclearPlant
2
898
در پی سقوط یک موتر مسافربری نوع فلانکوچ به یک خانۀ مسکونی در ولسوالی جوند ولایت بادغیس، ۱۵ تن بهشمول زنان و کودکان زخمی شدند.
#بادغیس #حادثۀ_ترافیکی
#Badghis #TrafficAccident
1,321
Afghanistan’s ambassador to Moscow has stressed the importance of strengthening transport links, trade, joint investment and industrial cooperation among Russia, Turkmenistan, Afghanistan and Iran.
#Afghanistan #RegionalConnectivity #TradeCooperation #EconomicPartnership
1
894
د راپورونو له مخې، د غزې روغتیايي چارواکو ويلي چې د اسرائيلو د تازه بريدونو له امله د دې تړانګې په بېلابېلو سیمو کې لسو فلسطینیانو ژوند له لاسه ورکړی.
#غزه #فلسطین
#Gaza #Palestine
803
د ایران د سپاه پاسداران سمندري ځواکونو ادعا کړې چې د عمان د خصب بندر شمال ته د هرمز تنګي اوبو کې دوه تېلوړونکې بېړۍ له سمندري ماینونو سره لګېدلې او اور یې اخیستی دی.
#هرمز_تنګی #تېلوړونکې_بېړۍ
#StraitOfHormuz #OilTankers
4
979
د صنعت او سوداګرۍ وزارت وایي، د دغه وزارت مالي او اداري مرستیال مولوي شهابالدین ثاقب په ترکیه کې د «اصل ګروپ» شرکتونو له رییس یونس اته سره د لیدنې پر مهال د افغانستان او ترکیې ترمنځ د سوداګریزو او اقتصادي همکاریو پر پراختیا او د ګډو نندارتونونو پر جوړولو خبرې کړې دي.
#سوداګریزې_همکارۍ #ګډ_نندارتونونه
#TradeCooperation #JointExhibitions



















