BBC Pashto (@bbcpashto) header
BBC Pashto (@bbcpashto) profile picture

پر اېکس د بي‌بي‌سي پښتو رسمي پاڼه. د افغانستان، سیمې او نړۍ په اړه خبرونه او شخصي کیسې - ټولنیز، اقتصادي او هنري مسایل. وټس‌اپ: 00448000121010

London
Joined December 2008
د چين، امريکا او روسيې ولسمشرانو خپله بې مخينې سرمشريزه بشپړه کړې. درې واړو مشرانو پر دې هوکړه کړې، چې اتومي جګړه نه شي ګټل کېدی، او هېڅکله بايد ونه شي. دوی پر دې هم سره سلا شوي، چې د جرمونو نړیواله محکمه او ورته بنسټونه بايد له خپلو واګو ناوړه ګټه وانخلي. د چين ولسمشر وويل:
1,086
بلوچستان کې د بېلابېلو سیاسي ګوندونو له لوري د ښار بنديز اعلان له مخې، نن د کوټې په ګډون د دغې صوبې ټول واړه او لوی بازارونه او سوداګریز مرکزونه تړلي وو، چې له امله یې سوداګریز فعالیتونه په ټپه درېدلي دي. ازاد خبريال محب الله خان نور حال درکوي:
4
17
1,961
له ۱۳ کلونو انتظار وروسته، د "GTA 6" لوبه نن سهار د دې مشهورې ویډیويي لوبې مینه‌والو ته وړاندې شوه. په افغانستان کې هم د "GTA 6" لوبه په بېلابېلو بیو وړاندې کېږي. bbc.in/4eK6fEm
1
1,508
د چین امریکا او روسیې ولسمشرانو له تاریخي درې اړخیزې سرمشریزې وروسته ګډ بیان کې ویلي چې درې واړو مشرانو د اټومي جګړې پر مخنیوي او د تیلو د تولید په ډېرولو هوکړه کړې ده. bbc.in/4zpdybX
1
2
1,607
د بریتانیا د ترانسپورټ پولیسو د دوو افغانانو یوه وېډیو خپره کړې چې وايي پر یوه کم‌عمره نجلۍ د جنسي تېري په جرم مجرم پېژندل شوي دي. پولیس وايي، دواړو مجرمانو تېره فبرورۍ میاشت کې د یوه اورګاډي د ننه پر یوې نجلۍ جنسي تېری کړی و او هغه یې ځورولې وه.
3
2
28
8,164
که ماشوم وپوښتې چې پر دیوال یې کرښې ولې راښکلې دي نو که هماغه شېبه یې قلم هم په لاس کې وي، درته وايي‌ به چې ما نه دي کړي. دوی ولې داسې کوي؟ جزیات پر بي‌بي‌سي پښتو وېبپاڼه لوستلی شئ: bbc.in/4zvgBiO
2
4
2,691
زما د مینې د ښودلو لاره د تایید او ستاینې خبرې دي؛ زما د ژوند د ملګري د مینې د څرګندولو لاره هم همدا ده. داسې ښکاري، چې دا زموږ د مینې د ښودو ګډه لاره ده. موږ دواړه د ستاینې او ښو خبرو له اورېدو خوند اخلو. bbc.in/4t8zTsI
1
2
11
4,390
د پاکستان پوځ ادعا کړې چې په خیبرپښتونخوا کې یې د پاکستاني طالبانو تحریک (ټي‌ټي‌پي)، چې دوی یې فتنه الخوارج بولي، ۲۲ وسله‌وال وژلي دي. ای‌اېس‌پي‌ار ادعا کړې، ۱۵ وسله‌وال په سویلي وزیرستان، ۶ په دوو جلا عملیاتو کې په بنو او یو بل په ټانک کې وژل شوی دی. عکس: ارشیف
19
3,485
په دې ویډیو کې داسې ښکاري چې د اسیا - پاسیفیک اقتصادي همکاریو سازمان سرمشریزې ته د چین د ولسمشر د وینا پر مهال د هغه د امریکايي همپوړي ډونلډ ټرمپ سترګې پټې وې. ټرمپ د دې سیمه‌ییزې غونډې په څنډه کې له شي جین پینګ او ولادیمیر پوتین سره درې اړخېزه او دوه اړخېزې ناستې هم درلودې.
2
7
34
8,886
د کندهار موزیم له بیارغونې او معیاري کېدو وروسته پرانیستل شوی. دا موزیم چې په ۱۳۵۳ کال کې جوړ شوی و، اوس د سمبالو نندارتونیو برخو، معیاري زېرمتون او د لرغونو اثارو د بیارغونې لابراتوار په درلودلو سره فعالیت کوي.
7
56
5,459
د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ د چین په شنژېن ښار کې د اسیا-پاسفیک اقتصادي همکاریو سازمان (اپېک) غونډې په څنډه کې له خپل روسي سیال ولادیمیر پوتین سره لیدلي دي. سپینه ماڼۍ وايي، دواړو مشرانو شاوخوا ۴۰ دقیقې خبرې وکړې.
2
24
7,582
د پاکستان د خلکو (پیپلز) ګوند مشر بلاول بوټو زرداري خبرداری ورکړی که د سند ایالت د زور له لارې د وېش هڅه وشي، "د کراچۍ په کوڅو کې به وینې وبهېږي." بشپړ رپوټ زموږ پر ویبپاڼه ولولئ: bbc.in/4zypCrB
3
9
1
80
8,326
د اسټرالیا په کرېسمس ټاپو کې میلیونونو سرو نیښیو (چنګاښانو) خپل کلنی کوچ پیل کړی دی. دغه چنګاښان له ځنګلونو د سمندر پر لور روان شوي، چې د اسټرالیا د دې قلمرو په ساحلي سیمو کې خپل نسل تکثیر کړي.
2
26
12,731
دغه بنسټ د افغانستان د پراختیايي وضعیت په اړه وايي، د نفوس شپږ سلنه ډېروالی به د دې لامل شي، چې د سړي سر تولید کچه درېیم پرله‌پسې کال هم راټیټه شي. بشپړ راپور یې پر بي بي سي پښتو ټکی کام لوستلی شئ bbc.in/4C6UWQN
2
3
38
3,120
دواړو لوریو دغه راز د ګمرکي معلوماتو پر ډیجیټلي تبادلې موافقه کړې، چې د سوداګرۍ اړوند چارې لا چټکې او اسانه شي. بشپړ راپور یې پر بي بي سي پښتو ټکی کام لوستلی شئ bbc.in/4zppgTZ
1
4
136
4,683
د بريتانيا حکومت پتېيلې هغه قانون بدل کړي، چې له مخې يې هغو پناغوښتونکو ته چې غوښتنليکونه يې رد شوي، له دغه هېواد له ايستلو مخکې خبرداری ورکول کېږي. د کډوالو چارو قانوني وکيل فريد وردګ له امان الله عمران سره په اړه نور معلومات شریک کړي دي:
1
9
3,659
د اسپانيا لومړي وزير پېډرو سانچېز، د پنځو اروپاييو هېوادونو پر يوه پلان نيوکې کړې، چې له مخې يې غواړي، د کډوالو ايستلو لپاره رواندا کې يو مرکز پرانيزي، چې له دغې ټولنې بهر به لومړی دا ډول مرکز وي. نوره کيسه يې دې راپور کې:
1
2,392
ریښتیا هم خولۍ، حجاب یا هېلمټ ستاسې وېښتان تویولی شي؟ جزیات یې پر بي‌بي‌سي پښتو وېبپاڼه لوستلی شئ: bbc.in/494bBqE
1
3
9
5,306
زموږ وېښتان ولې تویېږي؟ د خولۍ، حجاب او یا هېلمټ پر سرول رول پکې لري او که نه؟ نور لاملونه یې څه دي او څنګه یې ساتلی شو؟ نورګل شفق کتنه ورته کړې.
1
17
114
9,275
په خپرو شویو ویډیويي انځورونو کې لیدل کېږي چې ټرمپ له خپل روسي سیال ولادیمیر پوتین سره روغبړ کوي او له چینایي ولسمشر شي جین‌پینګ سره هم دوستانه خبرې تبادله کوي. بشپړ راپور یې پر بي بي سي پښتو ټکی کام لوستلی شئ bbc.in/4eLbRyh
5
46
5,602